د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ولې طالبان په ښارونو حملې کوی؟

اتل
25.06.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
طالبانو د کابل په ښارباندې د راکټونو په ګذارونو کې د یوې کورنۍ څلور تنه زخمي کړي او د فاریاب د ولایت ددولت آباد د ولسوالۍ په ښارګوټي کې یې بم چولئ، درئ ښاریان یې وژلي او شپږ یې زخمی کړیدي.

طالبان وايي چې د بې ګناه خلکو وژل د شریعت خلاف کار دئ. خو دوی بیا هم په ښارونو کې ځکه عام بې ګناه ولسي خلک وزني چې په خلکو کې ویره خپره کړي. طالبان چې څه په خوله وايي په عمل کې یې نه کوي، ځکه چې دوی د اسلام او شریعت خبرې د ولس د دوکه کولو دپاره کوي، او پدې هم پوهیږي چې دا کناه ده.

د طالبانو مشرانو چې په خارج کې دیره دي د حکومتي مقام، او دنیایي خوندونو مزه څکلې
د طالبانو مشران دومره ګمراه شوي چې آخرت ترې هیرشوئ، خپل دین او ایمان یې په تجملې ژوند خرڅ کړيدئ. طالبان چې د ټولنې یوه محرومه طبقه وه، د خارجي بادانو لخواورته محیا شوي امتیازات سر په دنیا جنت برېښي او ترې تیریدای ځکه نشي چې ددې زرق اوبرق سره ژوند سره یې اعتیاد پیدا کړیدئ.

طالبان قدرته درسیدو دپاره نور نه د اسلام پروا لري نه د مسلمان ولس او نه هم د خپل او پردي.

خبریال
http://www.khabarial.com/2014/06/25/پر-كابل-ښار-توغول-شويو-توغنديو-څلور-تنه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more