د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پاکستاني طالبان هم دا کوي، او هم هغه

میرویس
25.06.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علکم
نن چې د پيښور په هوايي ډګر کې د مسافرو یوه الوتګه کوزېده دزې ورباندې وشوې، یوه ښځه په الوتکه کې د ننه ووژل شوه او دوې سورلۍ زخمي شوې.

دپاکستان د طالبانو نطاق شاهدالله شاهد د اپریل دمیاشتې په نهم تاریخ اعلان وکړ چې د بې ګناه خلکو وژل شریعت حرام کړیدي.

ایادغه سور چې یوه یې په الوتکه کې دننه ووژل شوه اودوې یې زخمې شوېشوې، بې ګناه نه وې؟ په دغوی سورلیوډزې کول او د کراچئ په بین المللی هوايي ډکر کې د ملکي خلکو وژل چې پاکستاني طالبانو یې مسؤلیت په غاړه واخیست بې ګناه خلک نه وو؟

آیا دغه طالبان چې د خولې او زړه لار یې یوه نده منافقین ندي؟ آیاپه اسلام کې منافقین رټل شوی ندي؟ ایا د پاکستاني طالبانو منافقت او دهغوی غیر اسلامي اعمال ددې سبب نشول چې د پاکستان د سني علماوو تحریک د پاکستاني طالبانو پر خلاف روان پوځي عملیات جهاد اعلان کړي؟ آیا دسني عالمانو دا فتوي هم درسته نده چې طالبانو د خپلې ګیډې نه مذب را ایستلئ او د ټوپک په زور یې په ولس ورتپي؟
د طالبانو ددروغو طلسم اوس مات شوي او د مکررو دروغو په وجه اوس د هغوی په هیڅ ډول خبره څوک باور نلري. متل دئ [میوه چې خامه وی پخیږي، خو انسان چې خام شي، بیا نه بخیږي.]
http://www.bbc.co.uk/pashto/pokhtonkhwa/2014/06/140625_hh-pia_flight_attacked.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more