سياست او روانې چارې
طالبانو د وزیرستان د ولس بقا په خطر کې اچولې ده.
اتل
20.06.2014
السلام علیکم
پاکستاني طالبانو چې د القاعدې، ازبک، چچن، پنجابي او نور نړوال ترورستان په وزیرستان کې ورسره دیره کړيدي، خپل ولس پرې وژني، بیت المال پرې تباه کوي، د اسلام نوم بدوي اوبالاخره پوځ راپاروي چې په طالبانو او ترورستانو پسې چې په ولس کې يې ځانونه پټ کړي ورشي او ویی وټکوي.
تقریباً ددې یوې هفتې په پوځي عملیاتو کې چې په شمالي وزیرستان کې روان دي تر اوسه پورې ددوه سوه دیرش نه زیات جګړه ماران او اته تنه عسکر پکئ وژل شویدي. رپوټونه وایي چې همدا نن پتځوس تنه جګړه ماران وژل شول. پوځي قوتونو دغه راز د جګړه مارانو او ترورستانو دیرش مرکزونه تباه کړیدي.
دپاکستان صدر اعظم نواز شریف ویلي چې د تروریزم د جرړې تر ایستلو پورې به دغه عملیات روان وي.
طالبانو او ترورستانوچې په ولس کې یې ځانونه پټ کړي، له یوې خوا پخپله ولسي خلک په دماکو او ځان مرګي حملو کې وژني او له بلې خوا د پښتنو علاقو ته تشدد راوړی او ولسونه دخپلو کورونو نه کډې کولو ته مجبوروي.
تازه رپوتونه وايي چې د شمالي وزیرستان نه اویا زره خلکو کډې کړیدي. په زرګونو وزیرستانیان افغانستان ته اوښتي او هلته د مهاجرت شپې سبا کوي.
پکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ولس ته د غمیزو د راوړلو نه پرته پل څه په ارمغان ندي راوړی. دوی ولسونه مجبوروي چې هم خواړه ورکړي او هم د شپې تیرولو ځای ورکړي، خو شپه چې سبا شي بیا د ولس د منځ نه په امنیتي قواوو او نورو حکومتی، ملکې او ولسي هدفونو ګذارونه کوي او د ولس ترشا پتیږي.
پاکستاني طالبان د اسلام دین د ناروا ګټو ترلاسه کولودپاره استعمالوي او په ولس ناروا اوظلم کوي. طالبان دولس او ټول ملک دبد بختۍ او تباهۍ یوه لویه غمیزه ده.
ترهغې چې طالبانو د تروریزم نه لاس نه وي اخیستئ ولس به د آرامۍ نفس ونه کاږي.
الله جل جلاله دې دوي په صراط مستقیم روان کړي.
======
شمالي وزيرستان : دگن شپ هيلي کاپټرو گوله بارۍ کې ٥٠ جنگيالي وژل شوي
دسرچينو وينا ده چې په دغو عملياتو کې ٥٠ جنگيالي وژل شوي اؤ ددې ترڅنگ دهغوي ٧ ځالې هم تباه شوي دي.
TEXT SIZE
20.06.2014 02:42
پيښور — راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دجمعې په ورځ دپاکستان پوځ دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې چې پکې ٥٠ تندلاري وژل شوي اؤ دهغوي گڼ شمير ځالې هم تباه کړل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دميرامشاه سره نزدې په قطب خيل سيمه کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي اؤ ددې ترڅنگ دامنيتي ځواکونو دکيمپونو څخه هم په تندلارو گولې ورول شوي دي.
دسرچينو وينا ده چې په دغو عملياتو کې ٥٠ جنگيالي وژل شوي اؤ ددې ترڅنگ دهغوي ٧ ځالې هم تباه شوي دي.
دپاکستان پوځ تيره ورځ په يو بيان کې شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ عملياتو کې د٢٣ؤ جنگيالو دوژلو خبر ورکړى ؤ خو په تازه کارروايۍ کې يې تندلارو ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه څه نۀ دي وئيلي.
تيره اوونۍ شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتوکې تر دې مهاله د٢٣٠ؤ څخه زيات جنگيالي اؤ ٨ عسکر وژل شوي دتندلارو د٢٠ؤ څخه زياتې ځالې هم تباه کړل شوي.
دپاکستان پوځ وائي چې دتندلارو څخه يې گيره اچولې اؤ دميرامشاه اؤ ميرعلي څخه يې دتندلارو دتيښتې هڅې ناکامه کړي دي.
دعملياتو له امله شمالي وزيرستان څخه خواؤشا ٧٠ زره کسانو خوندي سيمو ته کډې کړي دي.
هيله کيږي په راتلونکو څو ورځو کې به شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دفضائي بريدونو ترڅنگ ځمکني عمليات هم پيل شي.
شمالي وزيرستان کې دحافظ گل بهادر تندروه ډلې دجمعې دورځې څخه دپوځ په ضد ددفاعي جگړې پيل کولو اعلان کړى.
ددغه ډلې وياند احمدالله احمدي خبريالانو سره خبرو کې دعوه کړې چې دشمالي وزيرستان خاوره کله هم دپاکستاني طالبانو تحريک دخپلو هلو ځلو لپاره نۀ ده کارولې اؤ وئيلي يې دي چې دهغوي شورا په ټول پاکستان کې دخپلې ډلې په غړو غږ کړى چې په حکومتي تنصيباتو بريدونه وکړي.
http://www.voadeewaradio.com/content/article/1941174.html
larghonay laraway
24.06.2014
په دې اړه مې په فیسبوک کې دا لاندې تبصره ليکلې وه.
پښتانه خدای د پاڼ او پړانګ ترمنځ اودرولې دي.
همدغه د وزيرستان ټرورسټان دي چې په نيم افغانستان (پکتيا، خوست، لوګر، وردګو، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان) کې د پنجاب تر حکم لاندې داسې وحشي کړنې کوي چې زه او ته يې هم په اوريدو حيرانېږو ليدل خو لا پرېږده.
نو اوس په ټوليزه توګه ټول پښتانه څه وکړي؟
ايا دا ومني چې په وزيرستان کې دې پنجاب تباهي وکړي؟
نو ايا دا هم منلی شو چې د وزيرستان وحشي څڼور دې همداسې د پښتنو تباهۍ ته وهڅول شي؟
بس پښتانه به حيران وي!
lawangin
24.06.2014
داسې لودګي خو ته هم ليکې لرغونيه !
دې لوده خو دانپړ کلمه هم نده ياده کړې کومه یې چې ته په ډېره مينه
ليکې ! دالر که بند شي بيا به څه کېږي ؟
[quote:8ebee91b83="larghonay laraway"]په دې اړه مې په فیسبوک کې دا لاندې تبصره ليکلې وه.
پښتانه خدای د پاڼ او پړانګ ترمنځ اودرولې دي.
همدغه د وزيرستان ټرورسټان دي چې په نيم افغانستان (پکتيا، خوست، لوګر، وردګو، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان) کې د پنجاب تر حکم لاندې داسې وحشي کړنې کوي چې زه او ته يې هم په اوريدو حيرانېږو ليدل خو لا پرېږده.
نو اوس په ټوليزه توګه ټول پښتانه څه وکړي؟
ايا دا ومني چې په وزيرستان کې دې پنجاب تباهي وکړي؟
نو ايا دا هم منلی شو چې د وزيرستان وحشي څڼور دې همداسې د پښتنو تباهۍ ته وهڅول شي؟
بس پښتانه به حيران وي![/quote:8ebee91b83]
اتل
24.06.2014
السلام علیکم، لرغونیه لارویه
ستاسې خبرې د کاڼي کرښه دي. پنجابي ترورستان خپل د لنډې اواوږدې مودې اهداف لري چې د حاصلولو دپاره یې نا لوستي، افراطي او ړانده پښتانه اتسعمالوي.
ونې ویلې، که مې لاستئ د ځان نه، نه وای، طبر به ولې غوڅولم؟
دروند مسؤلیت او ذمه وارې د روشنفکره پښتون قشرپه اوږه پرته ده چې دا دغفلت د خوب په ټال دخپل لاهوولس پونده د غوندې په ستن [جوال دوز] کلکه چوخ کړي او په غوږ کې یې د اسرافیل شپیلۍ ور پو کړي او ورته ووایي چې د پیل په غوږ کې بیده یاستې راویښ شئ چې تر ستوني پورې دسرېښو په ډنډ کې پراته یایستئ ډوبیږئ.
پښتون قام باید اول ځان وپیږني اوبیا د ځان د غم خوړلو په چار کې سره یو موټئ شي او د ځان خانۍ په عوض د ګرد پښتون عالی منافع مرجح وګڼي ځکه چې د هرریښتیني پښتون نیکمرغي مرګ او ژوند د پښتون دقام د بقا او پنا سره تړلې دي.
ورورجانه!
تر همدا نن ورځې پورې د څلور لکو نه زیات پښتانه د شمالي وزیرستان نه د خپلو نا اهلو جګړه مارو پښتنو د لاسه چې د اجنبیانو په دستورخپل ولس تباه کوي، د خپلو کورنو نه په تیښته مجبور شویدي. او دغه راز پدې څه کمو دوو هفتو اوږده جنک کې بالغ ددریو سوو نه زیات طالبان او خارجي جګړه مار ترورستان وژل شويدي.
سره ددې چې په وزیرستان کې جنګ روان دئ زموږ په ملک افغانستان کې د ننه د جنګ شدت نه چې کم شوئ ندئ، بلکه زور یې اخیستئ. د هلمند په سنګین او نوزاد کې سلګونو طالبنو حملې کړې، په لسګونو امنیتي قواوې، پخپله طالبان او تر دواړو زیات ولسۍ خلک وزل شوي او زخمي شوید ي او بالغ ددوه نیم زرونه زیاتې کورنۍ د خپلوکورونو ترک کولو ته مجبورې شويدي.
که په پښتنو دغه ناورین ډیر دوام وکړي په مدار مدار به د تباهۍ کو هي ته ولویږي. پښتون ولس یا باید خپل غم خوري او یا به د خپلو جاهلو پښتو د لاسه ددښمن په اشاره تباه کیږي.
پد درنښټ.
lawangin
24.06.2014
د دښتې ليلې دقاطلينو ، اجنټانو ، مفتخورو ، بېکارو اوبې مغزه
غني خيلو ، کرزی خيلو ، عبدالله خېلو او نورو فاسدو تعريفيانسانانو
غلو ، درواغجنو قفس به وار په وار تنګيږي ،يا به هېواد پرېږدي او يا
به مردارېږي !
واوا څه پښتون پالونکی ځان را پېژنې خو ته دا ولې پټوې چې اشغالګر
صليبيان په پښتنو او ددوی په ابرو عزت ، ازادي څه لوبې کوي !
خو ته دا ټول پټ ساتې دالر خو بد شی دي !
[quote:d1d8bc33eb="اتل"]السلام علیکم، لرغونیه لارویه
ستاسې خبرې د کاڼي کرښه دي. پنجابي ترورستان خپل د لنډې اواوږدې مودې اهداف لري چې د حاصلولو دپاره یې نا لوستي، افراطي او ړانده پښتانه اتسعمالوي.
ونې ویلې، که مې لاستئ د ځان نه، نه وای، طبر به ولې غوڅولم؟
دروند مسؤلیت او ذمه وارې د روشنفکره پښتون قشرپه اوږه پرته ده چې دا دغفلت د خوب په ټال دخپل لاهوولس پونده د غوندې په ستن [جوال دوز] کلکه چوخ کړي او په غوږ کې یې د اسرافیل شپیلۍ ور پو کړي او ورته ووایي چې د پیل په غوږ کې بیده یاستې راویښ شئ چې تر ستوني پورې دسرېښو په ډنډ کې پراته یایستئ ډوبیږئ.
پښتون قام باید اول ځان وپیږني اوبیا د ځان د غم خوړلو په چار کې سره یو موټئ شي او د ځان خانۍ په عوض د ګرد پښتون عالی منافع مرجح وګڼي ځکه چې د هرریښتیني پښتون نیکمرغي مرګ او ژوند د پښتون دقام د بقا او پنا سره تړلې دي.
ورورجانه!
تر همدا نن ورځې پورې د څلور لکو نه زیات پښتانه د شمالي وزیرستان نه د خپلو نا اهلو جګړه مارو پښتنو د لاسه چې د اجنبیانو په دستورخپل ولس تباه کوي، د خپلو کورنو نه په تیښته مجبور شویدي. او دغه راز پدې څه کمو دوو هفتو اوږده جنک کې بالغ ددریو سوو نه زیات طالبان او خارجي جګړه مار ترورستان وژل شويدي.
سره ددې چې په وزیرستان کې جنګ روان دئ زموږ په ملک افغانستان کې د ننه د جنګ شدت نه چې کم شوئ ندئ، بلکه زور یې اخیستئ. د هلمند په سنګین او نوزاد کې سلګونو طالبنو حملې کړې، په لسګونو امنیتي قواوې، پخپله طالبان او تر دواړو زیات ولسۍ خلک وزل شوي او زخمي شوید ي او بالغ ددوه نیم زرونه زیاتې کورنۍ د خپلوکورونو ترک کولو ته مجبورې شويدي.
که په پښتنو دغه ناورین ډیر دوام وکړي په مدار مدار به د تباهۍ کو هي ته ولویږي. پښتون ولس یا باید خپل غم خوري او یا به د خپلو جاهلو پښتو د لاسه ددښمن په اشاره تباه کیږي.
پد درنښټ.[/quote:d1d8bc33eb]
اتل
26.06.2014
السلام علیکم
لونګینه، ټینګ شه محمدین ته - چې دې راکاږې سادین ته.
دپاکستان طالبان نه یوازې دا چې د پښتنو بقا یې د بربادۍ د خطر سره مخامخ کړېده، بلکه د پاکستان او اسلام دپاره هم يو لوی ناورین ګرزیدلي دي.
دپاکستان دسني مسسلمانانو تحریک څو ورځې مخکې فتوی صادره کړه چې هغه پوځي عملیات چې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پرخلاف روان دي هغه جهاد دئ، ځکه چې طالبان بې ګناه مسلمانان وژني او دخپلې ګیدې نه یې ناروا او جعلي مذهب سې را ایستلئ او په ولس یې د ټوپک په زور تحمیل کوي.
ښاغلئ لونګینه څه چې ته وايي، د اوبو دسز ځګ دئ. ستا اوتې بوتې د مړې ګیډې ياړسي ده. ستا باداران او طالبان بدعتیان او خوارج دي، لږ عقل دې سرته دروله.
مولا دې په صرا مستقیم روان کړه.
larghonay laraway
29.06.2014
لونګينه که د پاکستان دال ختم شي بيا به څه کوې؟
انپړ ملاعمر به له ړندې سترګې سره سره نيکټايي تړلې وي او امريکا کې به ناست وي خو ته به خپل پښتانه ووژنې او دې ته به جهاد ووايې
اتل
02.07.2014
آلسلام علیکم، لارویه
ورورجانه زه نه غواړم چې د لونګین په تله یې ور وتلم. تاسې ډیر مناسب ځواب ورکړيدئ.
متل چې: که پشۍ پر مخ پوزه لري، بیا به نه کا بیراني.
په درناوي