د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

یوه جالبه خاطره

طیب زابلی *
19.06.2014

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
څو ورځی وړاندی دزابل ولایت دارغنداب ولسوالۍ ته په سفر تللی وم،
ارغنداب یوه زرغونه او له اوبو ډکه ناوه ده چی ښکلی باغونه او ښائسته منزری لری،
په دې وخت کی توت هم پاخه وو اومازیګری مال به مو له ملګرو سره دتوتو میله کوله،
یوه شپه ناوخته په فضاکی دجیټ الوتکو په غورا راویښ شوم له ځان سره می وویل چی خدای دی خیر کی څه به پیښ شوی وی،کله چی سهار سو معلومات وسو چی دارغنداب ولسوالې دګزې په سیمه کی امریکایانو چاپه وهلی ده،دورځی ترمازیګره په فضاکی جیټ الوتکی او هلیکفټر ګرزیدی،ماښام لمونځ می له یوملګری سره درود په څنډه کی وکړ اوپایڅی مو راپورته کړی چی پوری غاړی ته واوړو،په دې وخت کی ناڅاپه دچاپې له سیمی اور اولوګی راپورته شول،ملګری ته می وویل چی خدای دی خیر کی هاڅه پېښه شوه ؟ ملګری راته وویل چی کفارو سخت بمبار وکړ خدای خبر چی بیا به یی څومره کورونه نړولی وی او څومره خلک به یی په شهادت رسولی وی؟
تر رود واوښتو اوبه هم زیاتی وی کالی یی را لانده کړه،دیو ملګری کورته ورغلو دماښام ډودۍ مو وخوړه،په دې وخت کی دومره معلومات راته وسو چی بمبار پرکلی نه بلکی پر یوغره شوی ده،زړه مو ښه سو چی ښه ده تاوان یی نه ده رسولی،
دشپې ترناوخته پوری دطیارو ډیر شور ماشور وو دخوب خوند مو خاص نه وو،
کله چی سهار سو دپېښی له ځایه خلک راغلل او داسی قیصه یی کوله :
ماښام دلمانځه پرمهال دچاپې کلی ته نږدې له یو غره څخه طالبانو پرامریکایانو ډزی وکړی،یوه شیبه له دواړو لورو ډزی روانی وی خو ورسته طالبان له غره څخه ښکته شول په دې وخت کی فورا ددیرش تنو په شاوخوا کی امریکایی فوځیان دډزو ځای ته وروختل په دې وخت کی جنګی الوتکی راغلی او یو ناڅاپه یی دډزو په ځای کی پرامریکایی فوځیانو بمبار شروع کړ سرې لمبی او لوخړی راپورته شوی لاندی چی کوم امریکایان وو هغوئ کوکاری او رمباڼی شروع کړی یوه شیبه وروسته څرخی طیاری راغلی په شاوخوا سیمه کی یی کښینولی نوره تیاره شوه موږ ته حال نه معلومیدی چی څه کیږی؟ خودشپې ناوخته طیاری ورکی شوی موږ پوه شوو چی چاپه لاړه،سهار دلمانځه وروسته چی رڼاسوه دپېښی ځای ته ورغلو که ګورو چی په سل متره شاوخوا ډبرو اوشېلو کی دانسانانو لاس او پښی اونور غړی هوار پراته دی په اور سوځلی اوټوټه ټوټه شوی دی،عجیبه لا داوه چی دامریکای فوځی یو بښپړجسددپېښی له ځایه تقریبا اویا متره لری پروت وو،بیا په هم دې ورځ ماپښین بیرته امریکایانو چاپه ووهله او هغه جسد یی پورته کړ،
دکلیوالو له خولی کوم تردیرشوزیات امرکایی فوځیان چی دډزو ځای ته ور ختلی وو یو هم ژوندی نه ده پاته شوی،
الله پاک چی دمسلمانانو اومجاهدینو نصرت کوی نودښمن په خپله اسلحه تباه کړی،ولله الحمد،
اوله دې پېښی سره به شاید اشغالګرو یو څه دا احساس کړی وی چی دابمونه چی دوئ دسات تیری لپاره پرمسلمانانو اوروی څومره زور غواړی،
داپېښه امریکایانو هم اعلان کړه خو دوئ دخپل عادت له مخی دمړو شمیر شپږ تنه وښودی،


lawangin
19.06.2014

ډېره دخوښي خبره ده الله پاک دې دوی ټول تباه کړي ټوله نړۍ له دې
فاسيدينو څخه په تنګ ده او هر چېرته لکه لېوني سپي خولې اچوي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more