سياست او روانې چارې
پاکستاني طالبان: د ولس مجبوریتونه.
میرویس
13.06.2014
ګرانو لوستونکو، السلام علیکم.
پاکستاني طالبانو او دهغوی خارجي ترورستي شریکباڼو پدې څو تیرو کلو کې په پشتنو ولسونو بې شانه زیات مظالم او تکالیف وروتپل. بې ګناه خلک یې ووژل، ښخې یې کونډې رنډې او بورې کړې او ماشومنا يې په ځانمرګي حملو کې ځواني مرګ کړل.
پاکستاني طالبانو په ځاني تلفاتو علاوه،ولس ته زیات ملی تلفات هم واړول، خو اوس په سلګونو کورنئ د طالبانو د لاسه د وزیرستان نه خوست ته کډې کولو ته مجبورې شویدي. دغو کورنیو ته به د مهاجرو کمبونه جوړیږي او بې حده زیاتې ورځنۍ ستونځې به لري. خواړه، د استوګنې خای، لباس، تر ټولو مهم بد رفتونه چه که یې سمه چاره ونشي مهاجر به په مختلفو مرضونو اخته شي او ځایي خلکو ته به هم سرایت وکړي.
دپولیو مرض یو ددغو امراضو نه دئ چې پاکستاني طالبانو خپل ولس ترې محروم کړیدئ. وبا یا کولرا او داسې نور امراض چې په ګرمۍ او نادرستو روغتیا یي شرائطو کې را ولاړیږي هم مهاجر او هم ځایي خلک د مرګ د ګواښونو سره مخ کوي.
پدغو مشکلاتو برسیره چې مهاجر ورسره لاس اوکریوان دي، طالبان او دهغوی غله خارجي بدعتیان به د پښتنو کورونه چې دوی ترې وتلې او بې سر پرسته پاتې دې چور او چپاو کړي او د وخت په تیریدو به ونړیږي او یا به زور واکان قضه پرې ولکوي او دا مهاجر چې بیرته خپلو ټاټوبو ته ستینیږې دزورواکو طالبانو سره به بیا په جوال کې لویدلي وي.
د مهاجرو اولادونه د تعلیم نه پاتې کیږي، او په ډیره آسانۍ بیا طالبان په جنګونو کې د هغوی نه د ځان مرکو په توګه کار اخیستلئ شي او د جنګ جبهو ته یې په تللو مجبورولئ شي. پاکستاني طالبان په آسانئ د مهاجرو په کمپونو کې نفوذ کولای شي او په افغانستان کې هم نوره بې امنیتي پیدا کولئ شي.
لنډه داچې پاکستاني طالبان اوس د پښتنو د غاړې غور ګرزیدلي، دوی نور دولس او حتی د خپل ځان او خپلې کورنۍ دپاره د خدمت مصدر نشي کیداي. دغه ډله غیر د قتل، تباهئ، ترور، وحشت او دهشت نه پرته د بل کار توان او پوهه نلري. ترهغې چې د پاکستان د طالبانو تحریک ړنګ شوئ نه وي او غړي یې بیا روزل شوي او په ټولنه کې د سالمو افرادو په توګه مدغم شوی نه وي، نه به ددوی کورنۍ او نه به عام ولس خیر وویني.
http://www.graanafghanistan.com/?p=128077
larghonay laraway
16.06.2014
ايا همدې پښتنو دې خېرن طالب ته په حجرو او جوماتو کې شپې نه ورکولې؟
ايا همدې پښتنو د خپلو بچيانو غوړه ډوډۍ همدغه بې شعوره طالب ته ورکوله؟
ايا همدغو پښتنو همدې وحشي طالبانو ته لاره ګودر نه ښودل؟
ايا همدې پښتنو دې بې غيرته طالبانو ته په کور کې پناه نه ورکوله او ټول کور يې د بې پيلوټه بمبارد ته د قربانۍ په ډګر کې نه اودراوه؟
ايا همدې بې شعوره پښتنو د ړانده او انپړ ملاعمر ډله نه غټوله؟
ايا همدا بې شعوره پښتانه د غل او کوتاه طريق بيت الله مسعود لښکر نه وو؟
نو اوس دې يې ورته ټينګه کړي!
میرویس
18.06.2014
لرغونئ لاروئ وروره، السلام علیکم
کومو ټکو ته چې تاسئ ګوټه نیولې ده هیڅوک یې په حقانیت او کره توب سترګې نشي پټولئ.
دا چې دغو سپږنو بوینو او خواسا خولو طالبانو څنګه په پښتنو کې د ترورستانو ځالې جوړې کړې دوه عمده دلایل لري.
۱. زموږ هغه پښتانه چې نا خوانه دي د جاهل طالب جهالت ښه حکمراني ورباندې کولئ شي. متل دئ، څوک چې په هیڅ نه پوهیږي، هر څه مني.
۲. طالبان ډلې دي او کلیوال داسې انفرادي خلک دي چې د طالبانو دډلو په مقابل کې تاب نلري. که د طالب امر ونه مني اول یې تکفیر کوي او بیا یې وژني چې څوک یې ننګه هم ونه کړئ شي. داچې ولې عام ولس لاس نه سره یو کوي او طالبان نه پسې اخلي، جرئت، اتفاق، اعتماد او انسجام او د حمایه کونکې منبیع ملاتړ ته ضرورت دئ.
وروره د ظلم کاسې نسکورې دي، امید شته چې طالبان اوس چې زور پرې راغلئ وسله پر مخکه کیږدي او سړي شي.
چې ډب نه وی، ادب نه وي.