د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د تمساح اږښکئ

میرویس
10.06.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
طالبانو په بغلان کې د سلاو ځپلو سره خوا خوږي ښودلې ده.
طالبانو له یوې خوا بې خرته بې ګناه مسلمانان وژني، باالخصوص داسې مسلمناان چې د هغوی کار او خدمت نور مسلمانان د مرګ نه بچ کوي، لکه په لوګر کې یې چې همدا نن اته تنه ماین پاکان اول په بمونو کې والوزول اوبیا یې ډزې ورباندې وکړي چې مړي نور هم ښه ښه مړه کړي.

د طالبانو منافقت ولسونه نور نشي دوکه کولئ. طالبان غواړي لمر په دوو ګوتو پټ کړي. طالبان د خپلو دغسې کړو وړو په وجه د ولس تعقل او پوهې ته سپکاوئ کوي. خو ولس ښه پوهیږي چې غوا توره پۍ یې سبينې دي.

ولس د طالبانو غیر انساني، غیر اسلامي او غیر افغاني اعمال بیابیا آزمیلي دي.
وايي غويئ دې چې په آخور ستری شوی وي عاښ یې مه ګوره.
http://www.bbc.co.uk/pashto/


Hashmat Kahn
11.06.2014

قدرمنو لوستونکو!
که څه هم طالبان خپل ځانونه د اسلام ساتونکې او د افغانستان بچې بولی خو د دوي کړنې دغه ادعاوی نفی کوي. طالبان انتحار کوي ، انفجار کوي ، ښونځي سوځي ، جوماتونو کې ماین ایږدي ، زده کونکې له ښونځیو منع کوي ، نا امنی او تاو تریخوالی ته لمن وهي او ډیر په افتخار سره ددي ناوړو کارونو پړه په غاړه اخلی. ځکه ددوي پالیسی او کړنې ناکامه او یو ارخیزه دي او د افغانستان خلک دوي نه غواړي.
په درنښت
حشمت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more