سياست او روانې چارې
افغانستان ته نوې ډلې را ننوتې دي.
اتل
09.06.2014
محترمو وروڼو، السلام علیکم.
افغانستان ته داسې ډلې راغلې دي چې میانه روه طالبان وژني. د هلمند خلک وایي د ټاکنو د ګډوډولو په هدف ۵۵۰ وسله والې ډلې فعاليت لري، چې د اورپکو شمېر يې۸۷۴۰ وسله والو ته رسيږي. دوی يو د بل خبره نه اوري، يو د بل دستور نه اخلي او يو د بل په ساحو کې خپل اهداف لټوي. او د دې ډلو ترمنځ هېڅ همغږي نشته.
ځايي خلک وايي، دغو ډلو ته پخواني طالبان د حکومت جاسوسان او ډارن ښکاري او تر دولتي ځواکونو يې زيات پخواني طالبان تهديد کړي او وژلي دي.
په نورستان کې د طالب قومندانانو په اعدامولو تورن هم هغه سياپوشان دي، چې د منځلارو طالبانو د ورکولو هڅه کوي.
ځایي خلک وایي چې د افراطي طالبانو يا مخ پټي لښکر ځينې ډلې په غزني کې هم فعالیت کوي او تېره مياشت يې په ګيرو ولسوالۍ کې خپل درې ملګري ووژل.
محترمو وروڼو:
دا چې طالبان په څو ډلو ویشل شوي او کومه ډله تر بلې افراطي، یا میانه رو ده اوطالبان وژني، یا حکومتي ماموران وژني او یا دانتخاباتو مخه نیسي، دا کاراوايی نه یوازې دا چې زموږ مشکل حل کولای نشي، بلکه مشکلات لا زیاتوي او ټوله سیمه بې ثباته کوي.
د ستونځې یوازنئ حل دادئ چې ولسونه پریږي چې د خپلې آزدئ حق تمثیل کړي او بیا د ولس د رایې احترام وشي.
http://www.taand.com/
Shahzada
13.06.2014
که خدای کول طالبان هم په خپل منځوکی ولویدل. څوک چی د پردیو لپاره خپل د کور خلک وژنی نو خدای دي له دی نه هم حال بد تره کړي.طالبان یعنی د ای اس آی سپی چی دستور په پاکستان کی اخلی او افغانان وژنی. خدای دی نور هم تباه کړي.