د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مخ پټو کسانو د طالبانو ۱۲ قومندانان ولې اعدام کړل؟

اتل
06.06.2014

د فورم محترمو ګډونوالو، السلام علیکم
زموږ ګران او سرتمبه طالبانو ته د شیخ سعدي په صریحت بیا بیا ویل شوي چې تاسې مار ته په لستوڼي کې ځای ورکړئ، آخر به ځان پرې و چیچئ. دوی ته دغه راز ویل شوي چې پیشو د خدای دپاره موږک نه نیسی. او وروڼو دعربي ترورستانو او پاکستاني بدعتیانو نه تیرشئ. دوی هر یو ځانګړي اهداف لري.

نړیوال ترورستان ستاسې د ملک نه د تروریزم ځاله جوړوی چې ځان ته د اوسیدو ځای پیدا کړي او پاکستاني بدعتیان زموږ د ملک په ګڼ شمیر منابعواو خاوره باندې سترګې سرې کړیدي.

د ننګرهار په څو ولسوالیو کې چي دپاکستاني طالبانو ډلو ټپلو د جملې نه لشکر اسلام حملې وکړې، د کورونو نه یې د خلکو د شړلو اقدام وکړ، نو زموږ طالبان مجبور شول چې مقابله ورسره وکړي.

خو داځلې د پاکستاني طالبانو بلې ډلې لشکر طیبه د کنړ دولایت په کامدیش کې سلکونه ترورستان چې تل یې مولونه وهلي وي او په [مخ پټو] مشهور دي د افغان طالبانو قوماندانان پدې ګناه ګرفتار کوي او په داریې ځړوي چې ولې د اول دور دانتخاباتو په ګډوډولو کې ناکام شول. دغې ډغې پاکستانیانو دنورستان دولایت په مامدیش کې د افغان طالبانو دوولس تنه محلې قوماندانان په دار کړیدي.

د افغان آزادو مطبوعاتو داسې رپوټونه خپاره کړي چې ګواکي له یوې خوا دغه پاکستانیان غواړي انتخبات ګډ وډ کړي، دافغان طالبان قوماندانان ووژني چې په سیمه کې مقاومت ختم کړي او بیا خپل او نور نړیوال ترورستان د وزیرستان نه راولي او د نورستان، کنړ او ننګرهار په غرنیو علاقو کې میشت کړي اوله بلې خوا، لدې ځایه د خپلې خوښې په خایونو حملې وکړي او د افغانستان اشغال شوې سیمه خپل ملکیت وګرزوي.

افغان طالبان باید اوس ویښ شوي وي او پرې نږدي چې استثمار شي او په افغانستان کې تروریزم ابدي شي او ملک تباه شي. طالبانو باید اوس خپل دوست او دښمن پیژندلئ وي. طالبانو ته پکار دي چې د بین المللی او ګاونډي تروریزم په ځپلو کې د خپل ولس سره لاس یو کړي او نورد خپل ځان او افغان ملت ددښمن د طبر لاستئ نشي.
په درناوی.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/06/140604_hh-_afghan_nds_suspiciose_maskmen.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more