سياست او روانې چارې
طالبان: د اسلامي ارشاداتو او ولس د ارادې سره مقابله
اتل
06.06.2014
قدرمنووروڼو، السلام علیکم
نن یو ځل بیا طالبانو په کابل کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د کاندی عبدالله عبدالله په کاروان باندې په حملې کولو سره د اسلامي ارشاداتو او ولس د ارادې سره مقابله وکړه.
پر عبدالله ځانمرګي برید ۶ ولسي وګړي وژلي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې برید، چې د کابل پر وخت د جمعې په ورځ د غرمې دوولس بجې د پنځمې حوزې اړوندې میرویس میدان کابل اریانا هوټل ته څېرمه وشو، لږترلږه شپږ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
طالبان د الله جل جلاله اوامر نه مني، ولس خپلې ارادې ته نه پریږي، جهاد یې داسلام سره اړخ نه لګوي. صحابه کراموخپل مشران ټاکل، د طالبانو د کوټې شوري او دپاکستاني طالبانو تحریک خپل مشران ټاکي، خوطالبان دافغان ولس د ارادې د تمثیل مخه نیسي. انتخابات د الله د فرمایش مطابق ملک متحد کوي، خو طالبان نفاق پکې اچوي.
پښتانه په جرګو مرکو او عادي ژوند کې خپل مشران او ملکان ټاکې، مسائل په سلا حل کوي او د هرې مسئلې د حل دپاره نمیانده ټاکي او کلک یې تر شا دریږي، خو طالبان دولس دا حق صلبوي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/06/140606_hh-abdullah-attack-kabul.shtml