سياست او روانې چارې
دځوانانو رول او ګډون په حکومت کې وروسته له ټاکنو!
Hashmat Kahn
03.06.2014
د افغانستان اکثریت وګړي اوسمهال ځوانان دي او د ډیرو عُمر یې د ۲۵ کلونو څخه ټیټ دي. د دغو قشر خورا ډیر یې راتلونکې ته لیوال او هیله من دي. او د جمهوری ریاست دواړو نوماندانو دا ژمنه کړي چې ځوانانو ته به په راتلونکې حکومت کې ډیره برخه ورکوي. په دي ورستیو کې د افغانستان ټاکنیزو کمیسیون هم یو راپور خپور کړ او وویل چې ۷۰ فیصده د ولایتی شورا ګانو نوماندان د افغانستان له ګوډ ، ګوډ څخه ځوانان وو او دغه ځوانان لیوال دي چي د افغانستان راتلونکې جوړه کړي. د ټاکنو په دغه پړاو کې اکثریت نوماندان او رایه ورکونکې ځوانان وه او ډیري یې ولایتې شوراګانو ته لاره هم وموندله.
ستاسو په اند آیا ځوانان به د افغانستان د دیمواکراسی لپاره کار وکړي او فعال او مسول مشران به وټاکې؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتود مرکزي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم
Re: دځوانانو رول او ګډون په حکومت کې وروسته له ټاکنو!
lawangin
03.06.2014
زه پردې يقين لرم چې دا وړۍ به شېړۍ نشي ترڅو چې داسلامي
امارت سپين بيرغ په ارګ ونه دريږي !
ددواړو نوماندو څخه يو یې جنګي جنايتکاره دی او دابل یې هم د CIA
سړی دی دواړه د يوې درګاه مذدوران دي !
ته چې کوم شی ليکې په مانا یې نه پوهيږې ! په افغانستان کې ډېر غلط
او ناپوهه وګړي په قدرت دي او هغوی خپل قدرت له لاسه نه ورکوي
دا مهمه نده چې څوک راڅي او څوک ځي !
[quote:2383def36d="Hashmat Kahn"]د افغانستان اکثریت وګړي اوسمهال ځوانان دي او د ډیرو عُمر یې د ۲۵ کلونو څخه ټیټ دي. د دغو قشر خورا ډیر یې راتلونکې ته لیوال او هیله من دي. او د جمهوری ریاست دواړو نوماندانو دا ژمنه کړي چې ځوانانو ته به په راتلونکې حکومت کې ډیره برخه ورکوي. په دي ورستیو کې د افغانستان ټاکنیزو کمیسیون هم یو راپور خپور کړ او وویل چې ۷۰ فیصده د ولایتی شورا ګانو نوماندان د افغانستان له ګوډ ، ګوډ څخه ځوانان وو او دغه ځوانان لیوال دي چي د افغانستان راتلونکې جوړه کړي. د ټاکنو په دغه پړاو کې اکثریت نوماندان او رایه ورکونکې ځوانان وه او ډیري یې ولایتې شوراګانو ته لاره هم وموندله.
ستاسو په اند آیا ځوانان به د افغانستان د دیمواکراسی لپاره کار وکړي او فعال او مسول مشران به وټاکې؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتود مرکزي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم[/quote:2383def36d]
larghonay laraway
04.06.2014
لونګه خانه ته هم چې څه ليکې نه پرې پوهېږې.
ملاعمر ته امريکا يا CIA همدا دنده ورکړې وه چې افغانستان ته د امريکا د راتګ لپاره لاره هواره کړي.
همغه د غلامانو کار يې وکړ او دنده يې ترسره کړه.
نور نو ته ووايه چې ملاعمر او پاچاهي؟ هاهاها
خدای دې انصاف روزي کړه يو انپړ، بې سواده جاهل له دين او دنيا ناخبره به څه وي او د هغه مشرتوب به څه وي؟
د ملاعمر حتی امامت نه صحيح کېږي نو امارت خو ستره خبره ده.
هيله ده چې بيا ساده خبرې ونه ليکې او کنه نو د نورو غوندې به تاته هم وليکم چې ( د جاهلو خلکو رهبر هم جاهل وي).
پاتې شوه د حشمت خان خبره!
حشمت خانه دا د ځوانانو پورته پورته کول د امريکا يوه ناوړه او له افغانستان سره د دښمنۍ پاليسي ده!
امريکاد افغانستان پوخ او تجربه کاره پوځ DDR کړ او پر ځای يې د دوه اونيو ټريننګ شوي ځوانکيان ملي اردو ته واستول چې د پولو ساتلو دا حال شو!
بله دا چې ولې په طبيعي توګه نه پرېږدئ چې يوه پروسه پر مخ لاړه شي؟
ځوان لومړی ښوونځی وايي.
بيا پوهنتون وايي
بيا د مقررۍ د لايحې له مخې په يو مناسب پوسټ مقررېږي او په همدې ترتيب مخ په وړاندې ځي. دا يوازې د افغانستان نه بلکې د ټولې نړۍ عادي او طبيعي اصول دي.
خو امريکا غواړي چې له دې لارې ځوانان په خپله ګټه استعمال کړي.
Re: دځوانانو رول او ګډون په حکومت کې وروسته له ټاکنو!
Hashmat Kahn
04.06.2014
[quote:9275e3c26c="lawangin"]زه پردې يقين لرم چې دا وړۍ به شېړۍ نشي ترڅو چې داسلامي
امارت سپين بيرغ په ارګ ونه دريږي !
ددواړو نوماندو څخه يو یې جنګي جنايتکاره دی او دابل یې هم د CIA
سړی دی دواړه د يوې درګاه مذدوران دي !
ته چې کوم شی ليکې په مانا یې نه پوهيږې ! په افغانستان کې ډېر غلط
او ناپوهه وګړي په قدرت دي او هغوی خپل قدرت له لاسه نه ورکوي
دا مهمه نده چې څوک راڅي او څوک ځي !
لونګین خانه!
زه هر څه چې لیکم په معنی یې هم پوهیږم خو زه فکر کوم چې ته نه پوهیږي. طالبانو خو د افغانستان په خلکو پنځه کاله واکمنی وکړه خو پرته له ظلم ، بد بختی او بیچاره ګی د افغانستان خلکو نور څه ونه لیدل. دری ژبی یو ډیر ښه متل کوی او وایې "آزموده را آزمودن خطاست" طالبانو د افغانستان خلکو ته امتحان ورکړي او پکی ناکام شوی. اوس نو وخت ددی رارسیدلی چې افغانان خپله او په خپله پاکه رایه خپل راتلونکی ولسمشر وټاکې.
حشمت
[quote:9275e3c26c="Hashmat Kahn"]د افغانستان اکثریت وګړي اوسمهال ځوانان دي او د ډیرو عُمر یې د ۲۵ کلونو څخه ټیټ دي. د دغو قشر خورا ډیر یې راتلونکې ته لیوال او هیله من دي. او د جمهوری ریاست دواړو نوماندانو دا ژمنه کړي چې ځوانانو ته به په راتلونکې حکومت کې ډیره برخه ورکوي. په دي ورستیو کې د افغانستان ټاکنیزو کمیسیون هم یو راپور خپور کړ او وویل چې ۷۰ فیصده د ولایتی شورا ګانو نوماندان د افغانستان له ګوډ ، ګوډ څخه ځوانان وو او دغه ځوانان لیوال دي چي د افغانستان راتلونکې جوړه کړي. د ټاکنو په دغه پړاو کې اکثریت نوماندان او رایه ورکونکې ځوانان وه او ډیري یې ولایتې شوراګانو ته لاره هم وموندله.
ستاسو په اند آیا ځوانان به د افغانستان د دیمواکراسی لپاره کار وکړي او فعال او مسول مشران به وټاکې؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتود مرکزي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم[/quote:9275e3c26c][/quote:9275e3c26c]