د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دغه شبکې دبکې ټولې عبث دي.

میرویس
02.06.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
طالبان اوس باید پدې پوه شوی وي چې د تیرې څه باندې یوې لسیزې تشدد، د ګټې په عوض تاوان ورته وکړ. نه دا چې د جنګ له لارې خپل هدف ته ونرسیدل، بلکه طالبانو، القاعدې او نورو افراطیانو په حکومتو نو برسیره په ولسونو کې هم د ځان په مقابل کې د لویو پرګنو کرکه او غوصه راوپاروله.

تشدد، ځان مرګي حملو او د عام بې ګناه ولس ډول ډول قتلونو او راز راز عذابونو د افغانستان او پاکستان نه نیولې بیا تر عراق، سوريې نایجیریا او نورو ملکونو پورې چیرې هم دوی نه کوم حکومت را وپرزاوه او نه یې په ولسونو کې ملاتړ ترلاسه کړ، ځکه چې هر چیرې چې دوی تللي هلته تر بل هرچانه عام ولس ددوي د اور په لمبو کې لولپه شوي، ځوریدلئ او د ژوند داساسي حقوق نه محروم شویدئ.
مسلمان هغه کار کوي چې تر نقصان نه یې ګټه زیاته وي او یا ضرر یې خاص او ګټه یې عامه وي، خو د طالبانو د اعمالو ضرر هم خاص دوی ته دئ،ه او هم عام ولس ته دئ.
طالبان به بالاخره مجبور شي چې د جنګ نه لاس واخلي او دصلحې له لارې خپل هدف ته د رسیدوهڅه وکړي، خو هغه وخت به ډیره ناوخته شوې وې، څکه چې د طالبانو تیرتشدد او جنایات به د هغوی د کامیابۍ مخه ونیسي.

طالبانو د ګرشک په ولسوالۍ باندې په حمله کې یو ځان مرګي بم وچاوه او درۍ تنه ودانۍ ته ننوتل، خو محافظانو ووژل او پدې پیښه کې دوه پولیس او دوه ملکیان هم ووژل شول. طالبانو د بې ګناه انسانانو د قتل او ځان وژنې نه پرته پله هیڅ قسم ګټه ونکړه.
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more