نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پنځو عظیمو انسانانو ته !
ابومحمدحنفي
01.06.2014
دادمحمد ناوک
پنځو عظیمو انسانانو ته !
چې د انسانیت په جرم د وحشیانو په منګولو کې تر لسیزې ډېر وکړېدل.
خو ځينې بشردوستان(!) يې د بشري خواخوږۍ په خاطر دوه کرښي هم نه شي لیکلی!
تاسې به د تاریخ هغه برخه ياست چې هر تاریخ لیکوال به يې ونه شي لیکلی، تاسې د عظمت هغه منارونه یاست، چې د وخت خدايي دعوه کوونکي له خپل ټول زور سره درته تسلیم شول، تاسې د اسلامي امت د ویښتابه یو زورور غږ یاست، تاسې په خلکو کې داسې روحیه پیدا کړه چې بې مبالغې به زرګونه کاله ژوندۍ وي. تاسې د اسلامي امت د دې قرن پنځه یوسف مخي یاست، تاسې د ننني فرعون خدايي ورته ذره هومره کړه، تاسې نننی فرعون د هغه په کمزوري وپوهاوه، تاسې ته له دې ځایه خپلې اوښکې په لاره شیندم، تاسې له لسیزې ډېر وخت وروسته د خدای دغه عظیمه نړۍ په غړولو سترګو ګورئ تاسې پوهېږئ نړۍ هیڅ بدلون نه دی کړی، دلته لا هم د اسلام د عظمت لپاره غوښې شیندل کېږي، دلته لاهم ستاسې لارویان ځان اورته غورځوي خو دې مظلوم ولس نه د غلام جغ لرې کوي.
تاسې ستړي مه شئ، تاسې په خیر راغلئ، تاسې ته زه دغه څو کرښې لرم،هغه ستاسې عظمت ته نه رسېږي، هغه ستاسې د دې رعب ناکو څېرو د هیبت په وړاندې هيڅ ده، زه يې درته وایم، تاسې چې راتلئ، ټولو کایناتو د تکبیر غږونه پورته کړل، ټولې فضا د ستر فرعون تسليمۍ په غړولو سترګو لیده، په خیر راغلئ، تاسې د زرګونو میندو غږ یاست، تاسې د زرګونو سروښندونکو ډاډ یاست، تاسې د زرګونو یتیمانو تکیه یاست، تاسې د اسلامي امت د بې دریغه قربانیو ژوندۍ نمونه یاست، راځئ راځئ ستاسې سپېڅلي عظیم قدمونه زما لېمه.