د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

برګډال مسلمانېږي!

ابومحمدحنفي
01.06.2014

Afghan Zalmay
ډیرپره زړه پوری ویلولی
برګډال مسلمانېږي!

]د امریکايي عسکرو ظابط برګدال د دوه زره نهم میلادي کال د جنورې په دېرشمه د پکتیکا ولایت دیوسف خېل ولسوالي په مربوطاتو کې د طالبانو له خوا ونیول شو، له ده سره یوه M16ماشینګڼه هم وه، چې په درد يې ونه خوړه؛ امریکايي عسکرو د خپل دې ظابط دپیداکولو په موخه په ټوله پکتیکا او له پکتیکا سره په څنګ کې د غزني په اندړو او ګېرو کې پراخ عملیتا وکړل، پوره زور يې وواهه، خو نه يې ډالري انعاماتو کار وکړ او نه يې هم بې وسه استخباراتو!

له برګډال سره یوځای هماغه وخت د پکتیکا ولایتي جهادي مسوول شهید مولوي محمد فاتح سنګین نوم هم رسنیو ته ولوید، یو مجاهد د برګډال ديوې تېښتې د هڅې کیسه راته کوله، دا دوه زره نهم کال و، شهید مولوی صاحب سنګین دغه بندي په یوه کور کې ساته، د کور خاوند یو سپین ږیری سړی و، مولوی صاحب پرې ډېرټینګار کاوه ، چې ګوره سړی درنه لاړ نه شي، زه ډېر وخت مصروف یم ته پام پرې کوه.

سپین ږیری هم باوري و چې برګډال نو په دې سیمه کې څه بلد دی، چېرته به لاړشي. خو د طالبانو دې زړه سوي ته سړی حیران شي، چې همدا لوی ظابط برګډال يې په کور کې خلاص لاس او خلاصې پښې ساته، د دوی په څېر يې ورته برقي شارتونه نه ورکول، ځکه خو برګډال هم په امریکاییتوب شرمېده.

سپین ږيری د اوداسه لپاره د باندې وتلی او برګډال دغه فرصت ګڼلی او منډه يې کړه، پرتوګ يې کښلی و او په لمن کې يې وړه ډوډۍ راټوله کړې وه، دسیمې په کوچني بازار کې په منډه تېر شو، نږدې ماسپښین قضا سپین ږيري خبره تر شهید مولوی صاحب ورسوله، هغوی طالبان پسې کړل درې ورځې وروسته برګډال پیدا شو او بېرته ونیول شو، دی له دې سیمې هم بل ځای نه و تللی، همدلته به د شپې یو څه په یوه خوا تللو او د ورځې به په ونو کې پورته پټېده.

دا د برګډال لومړي وختونه وو ،داسې يې انګېرل چې اوس به نو هر طالب راځي او دی به بربنډوي او سپي به پرې ورخوشي کوي. برقي شارتونه به ورکوي او هڅه به کوي چې نارینتوب يې ورشنډکړي، ځکه چې دوی ـ امریکایانوـ ته همداسې ورزده کړل شوي وو. مګر کله چې پوره درې کاله وروسته دهغه ویډیو خپره شوه نو په پوره جرئیت يې دا اعتراف وکړ، چې په امریکا کې د انسانانو په څېرو کې د انسانیت دښمنان اوسې هغه په ښکاره وویل،چې دوی ته يې مشران تل دروغ وايي.

څه وخت وروسته کله چې برګډال خپلې کورنۍ ته یو لیک ولېږه، نو هغه لیک بیا د رولینګ سټون مجلې ته په ګوتو ورغی، برګډال خپل لیک داسې شروع کړی و:
زموږ راتلونکې زموږ د دروغجنو چارواکو تر دروغجنو تبلیغاتو ډېره ښکلې ده، اوزمونږ ژوند ترهغه ډير لنډ دي چې مونږيي دنورو ولسونو په له منځه وړلو اويايي دخپلو بيعقله مشرانو دغلطو افكارو په مرسته كې تيروو،ماته دهغوئ غلط افكار مالوم شول له همدې امله زه په دې شرميږم چې زه امريكايي يم.

برګډال په ویډیو کې وايي چې دوی ته يې مشرانو څو واره ویلي چې تاسې له يوې محدودې ډلې سره جنګېږئ، چې هغوی هم پټ یو نیم برید وکړي، بس وتښتئ، برګډال اعتراف کوي چې موږ چارواکي د خپلو ګټو لپاره قربانوي او موږ له یوه بشپړ نظام سره په جګړه کې یو. هغه په لیک کې اعتراف کړی وايي: : زما لپاره هرڅه له تأسف نه ډك ،اودامريكانوم راته تر بل هرڅه كركجن دی.

برګډال په خپره شويو بیلابيلو ویډیوګانو کې ارام، خوشال، د سپورت په حال کې، د خوراک په حال کې او عادي برېښي. هغه به نو خود شرمېده چې مشران يې په کیوبا او آن دلته پځپل هېواد کې له طالب لوړپوړه مشرانوسره داسې چلند کوي، چې قلم يې په لیکلو شرمېږي.
پرون هغه د پنځو طالب مشرانو په بدل کې په خوست کې امریکایانو ته وسپارل شو او طالبانو د نړۍ په سطحه د بريالۍ مذاکرې په زړه پورې نړیواله ننداره وړاندې کړه، طالبانو خپل هغه پنځه تنه طالب مشران دکیوبا له ګوره راویستل، چې امریکایانو دا څوکاله دې ته غاړه نه اېښووده چې د برګډال په بدل کې دغه پنځه تنه خوشي کړي، خو لله الحمد د طالبانو سیاسي ادراک دوی تسلیمۍ ته مجبورکړل او هغه بندیان يې را ازاد کړل، چې هر یو نږدې دوولس دیارلس کاله په دې زهرجن زندان کې تېر کړي وو.

ټولې اسلامي نړۍ، مجاهدینو او مجاهد ملت ته د دې بندیانو د خلاصون مبارکي وايم.
کله چې په دوه زره یو کې ایوان ريدلي ـ اوسنۍ مریم ـ د طالبانو په اسارت کې شوه، هغې پخپل کتاب کې لیکلي دي، چې کله بېرته خوشي شوم نو ټولو لویدیځو رسنیو مایکونه را اوږده کړل، دېرمې شناخته ملګري و، ځکه دا هم مشهوره ژورنالیسته وه، دا وايي چې د ټولو رسنیو له ما داتمه وه، چې زه به اوس دوی ته داسې څه ووایم لکه څنګه چې هلته رسنیو طالبان معرفي کړي دي، دوی غوښتل چې زه ورته داسې څه ووایم چې په طالبانو د امریکا یرغل ته مشروعیت ورکړي، خو کله چې ما ورته په نېکو ستاینو خوله خلاصه کړه،نو هغه نږدې ملګرو مې راته وویل چې ته لېونۍ شوې يې، ته ولې دهغوی جنسي تیریو کیسې نه کوې؟؟؟
زه حیرانه شوم؛ چې دوی طالبانو ته هم د خپلو ځانو په سترګه ګوري.
مریم وروسته د یاد بند په برکت مسلمانه شوه او اوس په بریتانیا کې د مسلمانو مېرمنو اتحاديې مسووله ده.

له برګډال سره د طالبانو بې شانه انساني چلند ښايي د هغه په زړه هم د رحم اوبه توی کړې وي، هغه په یوه لیک کې چې رولینګ سټون خپور کړی، له خپلو ملګرو غوښتي چې د امریکا له پوځه دې ووځي، ځکه چې هغه ټول د درغجنو په لاس کې دی، یاد ده په خبره د دغولو د بوجیو په واک کې دی، چې پردي ځوانان دخپلو ګټو لپاره قربانوي او بې ازاره ملتونه پرې ځوروي. امکان لري، چې د طالبانو په خوندوره نېکه رویه، لکه د ده چې له امریکاييتوبه، پوځیتوبه زړه تور شو، همداسې يې د کلیساګانو له خرافاتو هم زړه تور شوی وي، زه چې د ده ويډیوګانې او هغه لیکونه ګورم او لولم پوره باوري یم چې په نږدې وخت کې به د برګډال د اسلام غږ واورئ؛ او ورسره جوخت به غربي رسنۍ چې افغاني رسنۍ يې د لوڼو پرځای دي دا اوازه خپره کړي چې برګډال په نورمال حالت کې نه دی او لېونی شوی.

بیا هم د طالبانو دغه بریا او دخپلو پنځو مشرانو خلاصون ټول اسلامي امت ته تبریک[color=darkred:607435fedc][/color:607435fedc]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more