د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د نړی کفري مفکرین اوزموږ د ټولنې مفکرين

ابومحمدحنفي
01.06.2014

د نړی کفري مفکرین کینې او په دی فکر کوي چې څرنګه د مسلمانانو پر وړاندې جګړه ګټلای شو، څرنګه یې مادي او معنوي قوت ته ماتې ورکولای شو؟ بالاخره یوې نتیجې ته ورسیږي خو زموږ د ټولنې مفکرين چې کینې نو بیا دا فکر کوي چې څرنګه د هندوانو او صلیبیانو سره اړیکي ټینګولای شو؟ څرنګه کولای شو چې د اسرائیلو سره دوستي او د امریکا سره داوږدې مودې ستراتیژیک تړونونه وکړو؟ څرنګه کولای شو چې د طالب او مجاهد پر ضد د کفارو سره په یو سنګر کې وجنګیږو او په وړاندې يې بریاليتوب تر لاسه کړو؟!!

ډير تفاوت دی په انسان کــــې د معـنی په لحاظ

واړه مشغول دي ځینې ځان، ځینې جهان جوړوي


daud
01.06.2014

سلامونه او احترامونه
حنفي صاحب ! خبرى دسمى او په واقعيت ولا ړى دي او د ا دشيطاني او رحماني قواوو تر منځ مبارزه دادمه تر د دمه را روانه ده او همداسى به جاري وي .
تر كومه چى دافغاني ټولنى متعلق خبره ده دا متفكرين چى تاسو ورته اشاره كړى ده زمو ږ نه بلكى په مو ږ تحميل شوي دي . زمو ږ به هلته وو چى فكر او عمل يى زموږ د فرهنګ او منافعو سره تطابق درلودلائ .
مو ږ مانا افغانستان او دهغه ملي تاريخ ، ملي مقدسات ، ملي كلتور ، ملي تماميت ارضي ملي ګټې او ملي ارز ښتونه ،چى دا نام نهاده متفكرين او دپرديو په افكارو پمپ شو بوغۍ نه يوازى ترى خالي ،بلكى په ضد يى ولا ړ دي او جبراً او عقلاً دمو ږ نه يعنى افغاني ټولنى نه ر ټل شوي او طرد شوي دي ،نو په داساس د مو ږ خطاب بايد ورته ونه شي .
بله پو ښتنه چى ستا په مورد كى ده ،هغه دا چى تاسو داوسيدو ځاى خراسان ښودلئ دئ ، ما خو چى دا اوسنى نقشه او اطلس دجهان وكتل په د نامه مى كوم ملك پيدا نه كړ ، فقط په ايران كى دكوم ولايت او يا ولسوالۍ نوم دئ ، تاسو هلته ژوند كوئ او كه څه چل دئ ؟؟

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


ابومحمدحنفي
01.06.2014

[quote:38a0682322="daud"]
بله پو ښتنه چى ستا په مورد كى ده ،هغه دا چى تاسو داوسيدو ځاى خراسان ښودلئ دئ ، ما خو چى دا اوسنى نقشه او اطلس دجهان وكتل په د نامه مى كوم ملك پيدا نه كړ ، فقط په ايران كى دكوم ولايت او يا ولسوالۍ نوم دئ ، تاسو هلته ژوند كوئ او كه څه چل دئ ؟؟

مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله[/quote:38a0682322]

له تاسو هم يو جهان مننه چې ځما ليکنې ته مو ارزښت ورکړ
باقي خراسان د افغانستان زوړ نوم دي
تاسو چې کوم ځاى د ايران ياد کړ هغه وخت داټول په خراسان کې راتله
خو بيا هم علماؤ دوخت د خراسان حدود چې کوم ښودلې په هغې کې د نن افغانستان اکثره حصې هم داخلې وي
بهر کيف اينده کې به زه دا توري بدل کړم ځکه دا دويم ځل دي چې د اعتراض لاندې راځي
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more