د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان - بهته خوري، یا په زور پیسې اخیستل.

میرویس
30.05.2014

اسلام علیکم، ګرانو لوستونکو
نن سبا داسې رپوټونه خپریږي چې ګواکي پاکستاني طالبان خلک ګواښي چې یا پیسې ورکړې او یاېې کورونه په بمونو کې الوزوي او تښتوي يې. اوس نو د طالبانو نه یوه مافیایي ډله جوړه شویده چې د جهاد په پلمه غلا، قتل، د بمونو چاودنې، د لارو وهل او دغسې نور جنایتونه کوي.

د پيښور د پوليسو مشر يا سي سي پي اعجاز خان وايي دا مهال په پيښور کې هر دريم تن څخه د طالبانو په نوم د قلنگ غوښتنې کيږي.
وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره يوه ځانگړې مرکه کې د پوليسو مشر اعجاز خان منلې ده چې پيښور کې د قلنگ غوښتو يا بهته خورۍ رجحان اوس دومره په چټکتيا سره وده مومي چې قابو موندل پرې د پوليس د وسه بهر کار دى.
دغه لوړ پوړي پوليس مشر وويل د بهتې غوښتو دپاره ورانکاري د افغانستان د موبائيل کمپنو سيمونه استعمالوي چې د هغې ډيټا پيدا کول دپاکستان دننه د پوليس

دپوليسو مشر وويل پوليسو چې د نيول شوؤ کسانو څخه کومې پلټنې کړي دهغې څخه معلومه شوې ده چې په قلنگ غوښتونکو دغو ورانکارو کې د زياترو تعلق د مهمند ايجنسۍ د طالبانو اؤ ځينو نورو تعلق د نورو قبائيلي سيمو سره وي اؤ په قبائيلي سيمو کې د پوليس د فعاليت اجازه نه شته.

دپاکستاني طالبانو [ټي ټي پي] نه د خان سید سجنا تر مشرۍ لاندې د نوې بیلې شوې ډلې [مسید طالبان] نطاق اعظم طاارق هم په ټي ټي پي باندې دغسې تورونه لګولي دي. عجیبه خوا داده چې د سجنا ډله تر پرون پورې د ټي ټي پي یو جز ؤ او په همدغو کارونو کې لتاړ وه.
دا لاندې رپوټ ډېوې رادیو خپور کړیدئ:
===
کراچۍ نه پس پيښور د بهته خورۍ ښکار، پوليس بې وسه دي
په تيرو پينځوؤ مياشتو کې دغو قلنگ کارو د خلکو د کورونو مخې ته 48 بمي چاودنې کړي
TEXT SIZE
فاروق فراق
29.05.2014 08:30
پيښور — دپاکستان په لويې اقتصادي ښار کراچۍ کې د بهته خورۍ يا قلنگ غوښتنې د بهير څخه وروستو اوس دقلنگ غوښتو دغه هوا د خيبرپښتونخوا په سرښار پيښور ورالوتلې ده.
د پيښور د پوليسو مشر يا سي سي پي او اعجاز خان وايي دا مهال په پيښور کې هر دريم تن څخه د طالبانو په نوم د قلنگ غوښتنې کيږي.
وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره يوه ځانگړې مرکه کې د پوليسو مشر اعجاز خان منلې ده چې پيښور کې د قلنگ غوښتو يا بهته خورۍ رجحان اوس دومره په چټکتيا سره وده مومي چې قابو موندل پرې د پوليس د وسه بهر کار دى.
دغه لوړ پوړي پوليس مشر وويل د بهتې غوښتو دپاره ورانکاري د افغانستان د موبائيل کمپنو سيمونه استعمالوي چې د هغې ډيټا پيدا کول دپاکستان دننه د پوليس د وس څخه بهر دي.
د اعجاز احمد خان په وينا" دغه ورانکاري لمړى خلکو ته ټيليفون وکړي ، ځان د طالبانو کمانډر معرفي کړي اؤ بيا ورڅخه د کروړونو روپو د قلنگ غوښتنه وکړي"
هغه وويل ورانکاري چې کله چاته د قلنگ دپاره کومه نيټه وټاکي اؤ په دغه مقرره نيټه هغوئ ته قلنگ ورنکړل شي نو بيا يې د ويرولو دپاره په لمړي پړاؤ کې د کور مخې ته د لاس بم چاودنه کوي اؤ کۀ وس يې پرې بر شي نو تښتوي يې هم .
هغه وويل په تيرو پينځوؤ مياشتو کې دغو قلنگ کارو د خلکو د کورونو مخې ته 48 بمي چاودنې کړي چې مرگ ژوبله پکې هم مخې ته راغلې ده .
نوموړي وويل تر دې مهاله د پيښور پوليسو په قلنگ غوښتنه کې ککړ 62 ورانکاري نيولي اؤ په هغوئ کې ځينو ته عدالتونو سزاگانې هم ورکړي دي .
دپوليسو مشر وويل پوليسو چې د نيول شوؤ کسانو څخه کومې پلټنې کړي دهغې څخه معلومه شوې ده چې په قلنگ غوښتونکو دغو ورانکارو کې د زياترو تعلق د مهمند ايجنسۍ د طالبانو اؤ ځينو نورو تعلق د نورو قبائيلي سيمو سره وي اؤ په قبائيلي سيمو کې د پوليس د فعاليت اجازه نه شته.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې پوليس دقلنگ غوښتنې د سيوا کيدونکي رجحان د مخنيوي دپاره څه پلان په لاس کې لري دپوليسو مشر وويل"مونږ ترخپله وسه پوره کوشش کوؤ چې داولس سر ومال محفوظ کړو خو اوس دپيښور ابادي دومره سيوا شوي اؤ ددومره زياتو سيمو خلک دې ښار ته راننوتي چې د هر يو ډيټا ساتل اؤ په هغوئ نظر ساتل د پوليس د وس کار نۀ دى"
هغه وويل پوليس خپلې ذمه وارۍ ښه په اخلاص سره سرته رسوي خو پوليس داهم نۀ شي کولى چې د هر کور مخې ته د حفاظت دپاره خپل عسکر ودروي.
هغه وويل اوس به مونږ ټولو ته د بهته خورۍ د مخنيوي دپاره خپل کردار ترسره کول وي اؤ په دې کې د عامو وگړو په اوږو هم ذمه واري پريوځي چې هغوئ پوليسو سره د همکارۍ په خاطر د خپلو کورونو مخې ته خفيه کيمرې ولگوي ، د هر رقم شکمنو کسانو په اړه پوليس ته په وخت اطلاع ورکړي اؤ بهته خورو ته د بهتې ورکولو څخه وړاندې بايد د پوليس مرسته حاصله کړي.
دوه ورځې وړاندې د پيښور په شاهين مسلم ټاؤن سيمه کې د بهتې د غوښتنې په سر د خپل کورمخې ته د بمي چاودنې سره مخ شوي يو تن چې خپل نوم ښودل يې مناسب نۀ گڼل وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وويل ورانکارو هغه نه د دومره لويې رقم غوښتنه کړې وه چې که هغه ورته دکور ټول سامانونه حتي د ماشومانو کپړې هم خرڅې کړې وى نو دغه رقم يې نه شو پوره کولى.
دغه تن چې پخپله د سکول يو استاذ دى وايي کله چې ورته د بهتې دپاره ټيليفون راغلو نو دغه د افغانستان نمبر ؤ اؤ په دريمه ورځ يې د کور مخې ته دوه کسان په موټرسائيکل ورغلل ، خټين بم يې ورغورځولو خو دغه بمي چاودنې هيڅ نقصان نه دى اړولى.
د سکول ددغه استاذ دکور مخې ته د لگيدلو خفيه کيمرو په ذريعه ددغو ورانکارو ويډيو هم جوړه شوې ده.
د پيښور سي سي پي او وايي ددغه ويډيو په اساس به کوشش وکړي چې تر ورانکارو ځان ور ورسوي.
بل لوري ته د پاکستاني طالبانو لخوا تيره ورځ مطبوعاتو ته په ورکړل شوي يو بيان کې هغوئ سپيناوى کړى ؤ چې د بهتې په غوښتو کې هغوئ لاس نۀ لري .
د پيښور دپاره د طالبانو دشاخ په نامه اخبارونو کې د طالبانو لخوا خپور شوي دغه بيان کې دافغانستان د موبائيل سيمونو درې نمبرې هم ورکړل شوې وې اؤ د اولس څخه غوښتنه شوې وه چې کۀ څوک په پيښور کې د طالبانو په نوم د هغوئ څخه د قلنگ غوښتنه کوي نو بايد په دغو نميرو طالبانو ته اطلاع ورکړل شي.
خو څيړونکي پوښتنه راولاړوي چې دپاکستان په څير يو پياوړي ايټمي هيواد کې چې موثر استخبارات اؤ ماهره ځواکونه لري څنگه د يوموټى بهته خورو د مخنيوي اؤ خپل اولس د سر ومال د تحفظ پلان نه شي جوړيدلى ؟
http://www.voadeewaradio.com/content/article/1925011.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more