د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

منډي تړلي د افغان میرمنو د تاو تریخوالی او ستونزو پر ضد

Hashmat Kahn
29.05.2014

وروسته د طالبانو د رژیم له نسکوریدو ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﮐﯥ د ﻣﻴﺮﻣﻨﻮ او نجونو د حقوقو په برخه کې ستر پر مختګونه شوي. کله چې د افغانستان حکومت د طالبانو په ولکه کې وه ښځو حقوق نه درلودل ، له کور څخه بهر نشوای وتلي او که له کور څخه بهر وتلې باید چادری یې په سر کړي واي. اوس مهال ګن شمیر نړیوالی موسسې له افغانانو سره اوږه په اوږه کار کوي چې د ښځو حقوقو ته وده ورکړي. د افغانستان اساسی قانون ۵۴ ماده وایې: "کورنۍ د ټولنې اساسي رُکن دی او د دولت تر پاملرنې لاندې ده." نن نجونې ښونځیو ته ځې او میرمنې کار کوي حتی ځینی میرمنې په پارلمان کې دندې لري. نریواله ټولنه له دغو پرمختګونو څخه په کلکه دفاع او ملاتړ کوي او له افغان عدلي او قضایې مامورینو سره به یوځای کار وکړي تر څو تاوتریخوالي د ښځو پر وړاندي له منځه یوسې.
ستاسو په اند کومه لاره غوره لار ده چې خلک د ښځو له مادي او معنوي حقوقوڅخه با خبره شې؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتود مرکزي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم


Shahzada
31.05.2014

موږ خو دعا کوو چی خدای دی طالبان له بیخ او بنیاد څخه ورک کړی. طالبانو په اصل کی خپل خور او مور ته احترام قایل نه وو. ځکه خو یی په ښځو ظلم کاوه.


نه

lawangin
31.05.2014

نه خدای دې هېواد پلورونکې ، بېکاره، تنبل ، جنګي جنايتکاره، بد اخلاقه
بې ناموسه انسانان ورک کړي چې دښځو واک یې صليبي اشغالګرو ته
ورکړی او په مړو سترګو ورته ګوري !
دطالبانو په وخت کې ښځو عفت لاره ! د طالبانو سره هغه څوک مخالفت
لري چې دفحشا ملګرتوب کوي !

[quote:715b6548f7="Shahzada"]موږ خو دعا کوو چی خدای دی طالبان له بیخ او بنیاد څخه ورک کړی. طالبانو په اصل کی خپل خور او مور ته احترام قایل نه وو. ځکه خو یی په ښځو ظلم کاوه.[/quote:715b6548f7]


Re: نه

Hashmat Kahn
02.06.2014

[quote="lawangin"]نه خدای دې هېواد پلورونکې ، بېکاره، تنبل ، جنګي جنايتکاره، بد اخلاقه
بې ناموسه انسانان ورک کړي چې دښځو واک یې صليبي اشغالګرو ته
ورکړی او په مړو سترګو ورته ګوري !
دطالبانو په وخت کې ښځو عفت لاره ! د طالبانو سره هغه څوک مخالفت
لري چې دفحشا ملګرتوب کوي !

لونګین خانه!
یو ډیر ساده سوال ستا نه لرم! هغه داچې آیا هغه کسان چې خویندی او میندی یې په ښونځیو کې ښونکې دي یا په شفاخانوکې ډاکترانی او نرسانی دي او ستا ماشومانو ته سبق وایې او یا هم ستا زنانه مریضان تداوی کوی هغوی بېکاره، تنبل ، جنګي جنايتکاره، بد اخلاقه بې ناموسه انسانان دي؟

په درنښت
حشمت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more