د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اوښ ته یې ویل غمزه وکړه، ټول پالیز یې وران کړ

اتل
28.05.2014

السلام علیکم
د پاکستان دتحریک طالبان یا ټي ټي پي دسرکرده حکیم الله محسود دمړګ نه وروسته د طالبانو شوری د ډیرو بحثونو نه وروسته د صوات ددرې د یوسفزیو د قوم بوبکرخیل ملا فضل الله چې په رادیو ملا هم مشهور دئ وټاکه چې ګوندې د تحریک موجوده مشکلات حل کړي، سالمه فضا راولی او تحریک پرمخ بوزي.

خو شوري پدې نه پوهیده چې ملا فضل الله کفایت لري، او ددې دندې جوګه دې او که نه؟ ملا فضل الله ددې تحریک یا ټي ټي پي د موجوده مشکلالتو د حل کولو دپاره یو څو مهمې فیصلې او مقررۍ وکړې. د هغه ملاتړي شهریارمحسود دډلې لخوا د ملا فضل الله د فیصلو د اثراتو په باب څرګندونې شویدي:
دوې اونۍ وړاندې د شهريار محسود ډلې لخوا ميډيا ته په ورکړی شوي بيان کې وئيل شوي ؤ ، چې د طالبانو نائب امير شيخ خالد حقاني څوک چې د شورا مشر دی د جنوبي وزيرستان د مشر جوړيدو ، او د مومند ايجنسۍ د طالبانو مشر خالدعمر خراساني ته د جنوبي او شمالي وزيرستان د نائب په توگه د دغو علاقو سپارلو وروستو خپل مينځي مخالفت زيات شوی ؤ .

ملا فضل الله دغه دواړه قوماندانان په دغو وظیفو مقرر کړل او خان سید سجنا یې د شهریار محسود سره د خپل منځي جګړو او قتلونو په وجه د خپل مقام نه معزول کړ. تر ټولو پاوړي او قهریدلي سجنا نن اعلان وکړ چې د ټي ټي پي نه جلا شو. ملا فضل الله چې نه یې مشري کړې وه او نه هم مرمداري د نا عاقبت اندېشه فیصلو په وجه یې تحریک د ناکامۍ او په نهایت کې د بربادۍ سره مخ کړ.
متل دئ چې:
اوښ ته یې ویل غمزه وکړه، پالیز یې وران کړ.
http://www.voadeewaradio.com/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more