د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پاکستاني طالبان غوڅ شول

اتل
28.05.2014

د فورم محترمو شریکانو، السلام علیکم
د پاکستاني طالبانو چتر چې د لسګونو ډلو ټپلو نه جوړ شوئ تل د اندروني چاپیر چل د اختلافونو نه کړیږي، ځکه چې هره ډله د ځانګړو غرضونو او ناروا هدفونو د پوره کولو دپاره کارکوي او دګردو ډلو ریموټ کنترولونه د بیلوبیلو تمویلي منابعو په لاس کې دي.
د محسودو ددوو قوماندانانو سجنا او شهریار تر منځ د اختلافونو په وجه د سجنا ډله د پاکستاني طالبانو دتحریک د چترنه ووتله. د اميرخالد محسود خان سيد سجنا په مشرۍ بيله شوې د طالبانو دغه ډله په جنوبي وزيرستان کې فعاليت لري .
اعظم طارق محسود په خپل جاري کړي بيان کې د بيلتون ځيني علتونه هم وئيلي ، چې د ټي ټي پي موجود نظام د يو سازشې ټولگې له کبله ناديده لاسونو ته ورغلی ؤ ، او د مسلکي عقيدو په وجه د نورو حلقو طالبان د ټي ټي پي څخه بد گمانه شوي وو . دغه رنگ د موجوده مشرۍ لاندې غلې ډاکې ، او قلنگ اخستل کيږي ، او محسود طالبان د تاوان دپاره تښتول ، قلنگ اخستل او عامو خلکو ته زيان او په هغويي دهماکې کول حرام گڼي .
اعظم طارق وئيلي موجوده ټي ټي پي د مدرسو ، استانو او بهر نه پېسې اخلي ، اجرتي قتلونه او چاؤدنې کوي ، او په فرضي نومونو بيا د دغو پېښو پړه زمه واري هم قبلوي . هغه زياته کړې د تحريک طالبان پاکستان موجوده نظم د افغانستان د اسلامي امارت په ضد پروپيگنډا ، او باطل نظريات خوروي ، او د پټو تنظيمونو اله کار جوړ شوي ، او د امارت اسلامي د استازي پلاوي د پريکړو څخه يې انکار کړی دی . ځکه مونږ په گډه پريکړه کړې چې د ټي ټي پي وسنې شکل اولس ته په ډاگه کړو .
د محسودو طالبانو وياند دا هم وئيلي چې د القاعده او پنجابي طالبانو په غير ضروري توگه تنگولو او په هغويې کې مداخلت به نه زغمي ، او د امارت اسلامي افغانستان د مشرانو په هداياتو به مخ په وړاندې ځي .

محترمو لوستونکو:
عجیبه خبره خو داده چې ویاند صاحب اعظم طارق چې تر پرون پورې د ټی ټي پي ویاند ؤ او پخپله خان سید سجنا چې د ټي ټي پي لوی قوماندان ؤ پدغو ذکر کړيو اعمالو کې ورسره شریک وو او کلونه کلونه یې یې همدغه جنایتونه کړیدي، خو اوس چې د ټي ټي پي سره په خپل منځي اختلافاتو بد مرغ شول دغه اعمال حرام ګڼي؟ آیا دوی تازه مسلمان شویدي، او که یې اوس حلال او حرام وپیژندل؟
په درناوي.
http://www.voadeewaradio.com/content/taliban-mehsud-faction-broke-ties-with-ttp/1924004.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more