د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

روژتئ او د اته ویشتم میاشت

میرویس
27.05.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
یو روژتئ چې د روژې په اته ویشتمه یې د ضعف اوجسمي ناتوانۍ د لاسه ارواح او کالبوت وېش کړئ ؤ ماښام یې آسمان ته نظرشو او میاشت یې چې بیخې نرۍ شوې وه ولیده او په ګیله یې ورته خطاب کړل چې، ته خو آخر وګوره چې له ځان نه دې ځه شئ جوړ کړل او له مانه څه شئ؟

هغه کانه نن سبازموږ په طالبانو شوې ده. له یوې خوا خارجي قواوې د افغانستان نه دوتلو په درشل کې دي، له بلې خوا د طالبانو په لیکو کې اختلافونه په وړو وړو ډلو ټپلو باندې د هغوی د وېشلو سبب شويدي. طالبان د افراطي اومیانه روو عقایدو، نیابتي جګړو، او نورو ګټو وټو له امله د څلورو نه په زیاتو ډلو تقسیم شویدي.

ملا عمر کوښښ کوي چې دغه درز بیرته نګینده کړي، خو اوس اوبه تر ورخ تیرې شویدي. ملاعمر ددې کار دپاره ملا نورالدین ترابي، مولوي شرین او ملا نانئ مقرر کړیدي، خو هغوی یې هم د ګنډلو جوګه ندي.

د طالبانو دغه اختلافونه ددې سبب شوي چې هغوی خپل جنګي مؤثریت د لاسه ورکړي او د سقوط سره مخامخ شي. طالبان د مؤثربت د بایللو سره هغه مالي او جنګي سهولتونه هم د لاسه ورکوي چې په افغانستان کې د تشدد د ادامې دپاره دوی ته ورکول کیږي.

هغه روژتي چې د روژې د میاشتې نه يې ګیله کوله لا اقل روژه خو یې شوه، خو د طالیانو لاس ته څه ورغلل؟ په طالبانو باندې د کونډې کانه وشوه چې نه یې دین شو او نه دنیا. دا دومره جنګونه، د بې ګناه خلکو وژل، په دین او دنیا مخ توري کیدل آخر د څه دپاره؟ د بدعت، خوارجو د جنګ اوافراط اومیانه روۍ د اختلافونو په نتیچه کې د تحریک تقسیمات او په نهایت کې ناکامي؟ دا ټول د طالبانو د جهالت نتیجه ده.
طالبان د انتخاباتو د تیرې دورې نه وروسته پدې لاندې ډلو ویشل شویدي:

۱. فداي محا‌ذ- د ملا دادالله وفادار قوماندان حاجي نجیب الله مشر او قاري حمزه نطاق.

۲. بله ډله- په کنړ کې مولوي عبدالوهاب او عبدالستار چې تور پوشان پکې پیداشول.
۳. د اتحاد او تفاهم دپاره دمجاهدینو جهادي شوری.
۴. د علیشاه اواحمدي ډله چې د ملا معتصم سره ارتباط لري.
۵. د ملا اختر منصور سره یو څو تنه او د ملا عمر دوه درۍ تنه د ملا عمر ډله پاتې شوه.
۶. د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني هم د انتخاباتو نه وروسته خپلو قوماندانانو ته امر کړې چې د کوټې د شوری اوامر ونه مني.
۷. اکبر آغا په کابل کې سیاسي ګوند اعلان کړي د علیشاه او احمدي ځینې خلک هم ارتباط ورسره لري.
http://pa.azadiradio.org/content/article/25399836.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more