سياست او روانې چارې
د مولانافضل الرحمان نوې فتواوې او دلايل/ شبيراحمد شاکر
اتل
22.05.2014
السلام علیکم، محترمو پښتنو
د پاکستان د جمعیت علما اسلام دګوند مشرمولانا فضل الرحمن د پاکستاني طالبانو د انتحاري حملو په برخه کې داسې فتوی ورکړې چې ماشوم هم پرې پوهیږي، او دهغه پرفتوی باندې بیا ډیره نګه، مؤجه، رېښتوني اومنطقي تبصره شوېده چې لوستل یې ډیر په زړه پورې دي.
====
د مولانافضل الرحمان نوې فتواوې او دلايل/ شبيراحمد شاکر
• Wednesday, 21 May 2014 17:50
• لیکنه: تاند
مولانافضل الرحمان
• خپروونکی: تاند http://taand.com
د پاکستان د جمعيت علمای اسلام گوند مشرمولانا فضل الرحمان صاحب څو ورځي وړاندي په اکوړه خټک کي د خپلي وينا پرمهال وويل:په پاکستان کي ځانمرگي بريدونه کول ناروا دي ځکه په دې کي بې گناه خلگ وژل کېږي!!
نوموړي زياته کړه چي په پاکستان کي د جگړوله امله مدرسې متاثري کېږي نوله دې امله دا جهادن ه بلکي فساد دی!!
د مولانا صاحب د دغوخبرو په اورېدو سره يولړسوالونه راته پيداشول چي غواړم د لوستونکوسره يې شريک کړم.
۱:د ده دا دليل چي په پاکستان کي ځانمرگي بريدونه کول ناروا دي ځکه په دې کي بې گناه خلگ وژل کېږي!!
دا ډېرحيرانوونکی دی.
که په پاکستان کي دځانمرگوبريدونودنارواکېدلووجه داوي چي بې گناه خلگ پکي وژل کېږي نوبياولي مولاناصاحب دابريدونه په افغانستان کي روابولي؟
آيادافغانستان ټول خلگ گناهگاردي؟هلته بې گناه خلگ نشته؟که هلته بې گناه خلگ وي اوښکاره خبره ده چي په داډول بريدونوکي وژل کېږي نوبياولي هلته داډول بريدونه روادي اوپه پاکستان کي ناروادي؟ همدارازدنوموړي داخبره چي په پاکستان کي دجگړوله امله مدرسې متاثري کېږي نوله دې امله داجهادنه بلکي فساددی!!
نوآيادافغانانومدرسې له دې امله نه متاثره کېږي؟
دافغانانوعلم اوزده کړي دجگړوله امله نه دي متاثره شوې؟
که متاثره کېږي نوبياولي هلته جگړه جهادده اوپه پاکستان کي فساد؟؟
دمولانافضل الرحمان له دغوڅرگندونوبايدافغانان زده کړه وکړي چي څومره نوموړی اودده همفکره خلگ دخپل هيواددفاع ته ژمن دي؟؟
اوڅومره دافغانستان په حقله دلاوردي اودافغانانومرگ اوتکليف دوی ته هيڅ نه دی؟
څنگه داسي يوهيوادچي دانگرېزقانون پکي پلی دی اوهغه دمرحوم مولانابجلي گهرصاحب خبره چي په شپېته کاله کي(دپاکستان له جوړېدودمولاناصاحب ددې ويناتروخته پوري) يوه فيصله دالله جل جلاله په قانون په پاکستان کي ونه
شوه!!
خوبياهم په ده کي جهادنشته خوپه افغانستان کي په هروخت کي جهادفرض عين وي؟؟ دمجاهدينوپه خلاف چي طالبان راپاڅېدل هغه وخت هم جهاددمولانافضل الرحمان اوپنجاپيانو په عقيده اوفتوی فرض عين وواو اوس هم فرض عين دی؟
داپه داسي حال کي چي دمجاهدينوقانون اسلامي وو اوداوسني دولت قانون هم اسلامي دی.
خوددې برعکس دپاکستان قانون له اولي ورځي تراوسه پوري انگرېزي دی.بياهم دلته جهادنشته.
له دې نه مونږدا جاج اخيستلی شوچي مولانافضل الرحمان اوپنجاپيانوتل د جهادله کلمې دځان اوپاکستان به گټه کاراخيستی دی.
نوافغانان بايدنورسرخلاص کړي،لاسونه سره يوکړي اونوردافغانستان دُښمنانوته موقع ورنه کړي چي داهيوادوران کړي اوهيوادوال ديوه اوبل په خلاف وجنگوي.
دادافغانانوناپوهي ده چي لاهم په دې نه دي پوه شوي چي پنجاپيان زمونږبربادي غواړي. زه په دې باوريم چي که امريکايان ووزي نوبياهم پاکستان طالبان سولي ته نه پرېږدي اونه هم طالبان سوله کوي بلکي په جگړه به ټينگارکوي داځکه چي يو خودطالبانومشران داسي څوک دي چي خبري ته غوږنه نيسي اوپه خپلي دې سرټمبگۍ سره په لوی لاس امريکایانوته ددائمي اډوبهانه په لاس ورکوي.
اوبل دفضل الرحمان غوندي درباري ملايان شته چي غواړي دپنجاب دگټولپاره په افغانستان کي دا اور بل وساتي.
خوله بده مرغه په افغانانوکي ديني علم ډېرکمزوری دی اوجذبې يې هم اوج ته رسېدلې دي چي له امله يې دډېروناخوالوسره مخ شوي دي،له بله پلوه درباري ملايانوهم تل دخپلومشرانوپه گټه فتواوي ورکړې دي اوپه دې لارکي يې
دمسلمان په وژلواوبې عزته کولوهم صرفه نه ده کړې بلکي دخپلوگټولپاره يې د جهاددمقدسي کلمې نه هم ناوړه گټه اخيستې ده چي ددې بېلگي هرچاته معلومي دي.
پای