د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د پاکستاني طالبانو منافقت رسوا شو

اتل
19.05.2014

ډیرو محترمو لوستونکو، السلام علیکم.
د پاکستان د طالبانو مشر ملا فضل الله په يوه ویدیو کې اعلا کړئ چې یا به طالبان په ټول پاکستان کې د شرعي نظام په جوړولو بریالي کیږي او یا به شهیدان کیږي.
هغه چې شل پنځه ویشت وسله بندو طالبانو ته وینا کوله وویل، هغه طالبان چې حاضر ندي باید د خپلو قوماندانانو سره ارتباط ټیګ کړي او حاضراوغیرحاضر ټول طالبان ځانونه داسې سنبال کړی چې د ټانکونو، توپونو او پوځی کمپونو سره مقابله وکړي.
محترمو لوستونکو:
طالبانو پخپله ټوله تاریخچه کې د صلحې خبرې ددماکو، ولسي خلکو په قتل، په حکومتي کتارونو، پوستو او تاسیساتو باندې د حملو له لارې تخریب کړي دي. خو کله چې دهوایي بمباریو زورپرې راغلئ بیا یې بې قید او شرطه خبرو ته غاړه ایښې ده. پاکستاني طالبان په هر ممکن فرصت کې د منافقت نه کار اخلي چې په حکومت فشار راوړي چې امتیازات واخلي.

د پاکستان په طالبانو هیڅ وخت اعتبار پکار ندئ. دوی پخپلو کې د ناروا ګټو په سر سره وژني. پدې خاص وخت کې ملا فضل الله ځکه داویدیو خپره کړه چې له یوې خوا د خبرو په حساس وخت کې په حکومت د امتیازاخیستو دپاره فشار راوړي او له بلې خوا د طالبان خپل منځي اختلافات پټ کړي اود طالبانو ډلې ټپلې بلې خوا ته متوجه کړي. پداسې حال کې چې دطالبانو دغه تحریک د مختلفو بدعتي او ترورستي ډلو نه جوړ دې او د القاعدې په شمول ګڼ شمیر لوبغاړي پردوی اثر او رسوخ لري هیڅکه دوی ددې جوګه نشي کیداي چې صلحه وکړي. په پاکستاني طالبانو هیڅوخت اعتبار نشي کیداي.
دوحه الجزیره آن لاین انګریزې ژبه ۱۹مې ۱۴


Re: د پاکستاني طالبانو منافقت رسوا شو

pattang
19.05.2014

هلکه تا خو له ځانه د cia راديو جوړه کړې ! پرېږده چې خلک خپل کار
وکړي که دډېر زړه سوځې د کابل اجنټ دولت ته ووايه چې له اشغالګرو
نور دالر غلا نکړي او ناموس نور خرڅ نکړي !
دبېخونده خبرو همدا ځواب دی خو ستا مختوري او زما حقيقت دی !!

[quote:a17bfe72a4="اتل"]ډیرو محترمو لوستونکو، السلام علیکم.
د پاکستان د طالبانو مشر ملا فضل الله په يوه ویدیو کې اعلا کړئ چې یا به طالبان په ټول پاکستان کې د شرعي نظام په جوړولو بریالي کیږي او یا به شهیدان کیږي.
هغه چې شل پنځه ویشت وسله بندو طالبانو ته وینا کوله وویل، هغه طالبان چې حاضر ندي باید د خپلو قوماندانانو سره ارتباط ټیګ کړي او حاضراوغیرحاضر ټول طالبان ځانونه داسې سنبال کړی چې د ټانکونو، توپونو او پوځی کمپونو سره مقابله وکړي.
محترمو لوستونکو:
طالبانو پخپله ټوله تاریخچه کې د صلحې خبرې ددماکو، ولسي خلکو په قتل، په حکومتي کتارونو، پوستو او تاسیساتو باندې د حملو له لارې تخریب کړي دي. خو کله چې دهوایي بمباریو زورپرې راغلئ بیا یې بې قید او شرطه خبرو ته غاړه ایښې ده. پاکستاني طالبان په هر ممکن فرصت کې د منافقت نه کار اخلي چې په حکومت فشار راوړي چې امتیازات واخلي.

د پاکستان په طالبانو هیڅ وخت اعتبار پکار ندئ. دوی پخپلو کې د ناروا ګټو په سر سره وژني. پدې خاص وخت کې ملا فضل الله ځکه داویدیو خپره کړه چې له یوې خوا د خبرو په حساس وخت کې په حکومت د امتیازاخیستو دپاره فشار راوړي او له بلې خوا د طالبان خپل منځي اختلافات پټ کړي اود طالبانو ډلې ټپلې بلې خوا ته متوجه کړي. پداسې حال کې چې دطالبانو دغه تحریک د مختلفو بدعتي او ترورستي ډلو نه جوړ دې او د القاعدې په شمول ګڼ شمیر لوبغاړي پردوی اثر او رسوخ لري هیڅکه دوی ددې جوګه نشي کیداي چې صلحه وکړي. په پاکستاني طالبانو هیڅوخت اعتبار نشي کیداي.
دوحه الجزیره آن لاین انګریزې ژبه ۱۹مې ۱۴[/quote:a17bfe72a4]


اتل
22.05.2014

السلام علیکم
پتنګه، لکه چې بیادې د جنون پیریان را کټیدلي دي. بیا اپلتي ولي.
ولې په اصلي مسئله خبرې نه کوي؟ دنیابتي بدعتیانو د فاع چې نشې کولئ په خوله دې د سکوت مهر ولګوه، ځان مه رسوا کوي، خپل عزت وساته. دداسې چا ننګه وکړه چې په دین او دنیا پرې خجل نشي.

دا لاندې رپوټ وګوره چې محترم ملا صاحب فضل الله طالبانو او ولس ته د خپلې بې واکه خولې په برکت څه سوغات راوړ؟
===
شمالي وزيرستان : دجنگي الوتکو بمبارۍ کې ٦٠ جنگيالي وژل شوي
دسرچينو وينا ده چې دگن شپ هيلي کاپټرو اؤ جنگي الوتکو څخه دشمالي وزيرستان دميرعلي تحصيل په موسکۍ، زړه ميله ، ايسوړي ، پتاسي اډه او حيدرخيلو کې د وسله والو جنگيالو پټ ځايونه په نخښه کړل شوي دي.

TEXT SIZE
21.05.2014 02:46
پيښور — راپورونه وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ دگن شپ هيلي کاپټرو اؤ جنگي جهازونو څخه دشورو په سحر وختي ترهه گرو په شکمنو ځالو گوله باري اؤ بمباري کړې چې له امله يې ٦٠ جنگيالي وژل شوي اؤ ٨٠ نور سخت ژوبل شوي دي.
دسرچينو وينا ده چې دگن شپ هيلي کاپټرو اؤ جنگي الوتکو څخه دشمالي وزيرستان دميرعلي تحصيل په موسکۍ، زړه ميله ، ايسوړي ، پتاسي اډه او حيدرخيلو کې د وسله والو جنگيالو پټ ځايونه په نخښه کړل شوي دي.
همدغه شان د ميران شاه په بيگان ، بويه او ماچسو علاقو کې هم د جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو د لارې د وسله والو په پټو ځالو بمباري شوې ده.
د امنيتي سرچينو ترمخه په دغو عملياتو کې د ۵۰ ؤ څخه زيات شکمن جنگيالي وسله وال وژل شوي ، چې پکې بهر ملکيان هم شامل دي، خو بيا
د ځايي خلکو په وينا په علاقه کې د تېرې نيمې شپې راهسې د جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو بمباري روانه ده
سرچينې وائي چې دسختې بمبارۍ په نتيجه کې دمړو دشميرې دزياتيدو انديښنه ده اؤ زياتوي چې په سيمه کې دگن شپ هيلي کاپټرو اؤ جيټ الوتکو څخه تر ډيره ساعته گوله باري روانه وه اؤ دمارټر گولې هم فائر کړل شوي.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) په دغه کارروايۍ کې تر دې دمه يواځې د٣٢ؤ جنگيالو دوژل کيدو پخلى کړى چې پکې ځينې مرکزي کمانډران اؤ بهرني جنگيالي هم شامل دي.
پوځي سرچينې وائي چې دغه فضائي حملې داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوي اؤ په حملو کې وژل شوي جنگيالي پيښور، باجوړ اؤ مهمند ايجنسو کې په بريدونو کې هم ککړ دي.
سرچينې په عملياتو کې د طالبانو د درې مهمه کمانډرانو د وژنې ادعا هم کوي خو په دغې اړه کره معالومات مخې ته نه دي راغلي
په شمالي وزيرستان کې دغه ستر عمليات په پاکستان کې دپوځي عملياتو د مشر ميجر جنرل عامر رياض لخوا تيره ورځ دپاکستان وزيراعظم ،دپوځ سرلښکر اؤ نور چارواکو ته په قبائيلي سيمو کې دپټو تندلارو دفعاليتونو اؤ دهغوي دشکمنو ځالو څخه هيواد ته دپيښو گواښونو په اړه دحال احوال تيرولو وروستو ترسره شوي.
په دغه مهال د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وزيراعظم نوازشريف ته هغه احوال هم تېر کړی ، چې نوموړي دوه ورځې وړاندې د کابل دوره کړې وه او د افغانستان د قائم مقام صدر يونس قانوني ، د دفاع وزير بسم الله خان ، د افغانستان د پوځ سرلښکر جنرال شير محمد کريمي او افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د مشر کمانډر جنرال جوزف ډينفورډ سره يې ليدلي ، او د دواړو هيوادونو په پوله د امنيت ترڅنگ يې ورسره په دوه اړخيزه نورو امورو خبرې کړې وې
شمالي وزيرستان کې نن د جنگيالو په ضد د ترسره شوؤ فضائي عملياتو وروستو پوليټيکل انتظاميې په سيمه کې د نامعلومه وخته پورې کرفيو لگولې ده
شمالي وزيرستان کې تراوسه پورې د وسله والو په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې تازه فضائي عمليات تر ټولو په غټه کچه بلل کيږي . او دغه عمليات په داسې حال کې شوي ، چې دوه ورځې وړاندې د ډير اسماعيل خان سيمې نه يو چينائي سېلگری تښتول شوی ، او طالبانو د دغه کس د تښتولو ذمه واري قبوله کړې وه
په ١٧م اپريل تحريک طالبان پاکستان اعلان کړى ؤ چې حکومت سره د٤٠ؤ ورځو په اوربند کې پراختيا نۀ کوي خو په ډاگه کړې يې وه چې دمذاکراتو لاره به پرانستې ساتي.
وروستو دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ دقومي سلامتۍ په اړه دکابينې دکميټۍ په غونډه کې پريکړه وشوه چې طالبانو سره به دامن عمل دوامداره ساتلى شي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more