د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ملا عمردډلې، مقابله ډله

اتل
19.05.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
پژواک په نني رپوټ کې وايي چې د فاریاب د ولایت د قیصار او د ترکمنستان سره په نورو سرحدي ولسوالیو کې د ملا معتصم آغاجان او ملا دادالله په مشرۍ یوې نوې ډلې ظهور کړیدئ. دا ډله د ملا محمد عمر آخند د ډلې، ولسي خلکو د قاتلانو او خارجي قواوو سره جنګیږي.

دا ډله وايي چې د هغو ډلو ټپلو سره به مقابله وکړي چې د مکتبونو، سرکونو، پلونو او نورو عام المنعه تاسیساتو سره مخالفې دي. داډله وایي چې حکومتي، مؤسسو او د پروژو کارکونکو ته به اجازه ورکړي چې په ټولو سکتورونو کې کار وکړي او داډله د الله د رضا دپاره کار کوي ترڅو یو شرعي نطام جوړ کړي.

محترمو:
اصلي خبره خو داده چې که طالبانو پخپل ولس زوراوظلم نه وای کړئ، د الله رضا یې غوښتې وئ او خپل هغه طالبان چې صلحه یې غوښتله وژلي، زخمي کړي، محبوس کړي او تبعبد ته مجبور کړي نه وي، نه به ولسونو ددوی به مقابل کې وسلې نه وې اخیستې اونه به هم د طالبانو مشرانو لکه اکبر آغا او معتصم آغا د سیاسي ګوند جوړولو او دغه راز د ملا عمر د طالبانو په مقابل کې وسلې ته لاس نه ؤ اچولئ.
طالبانو ته پکار دي چې دوی هم پدې پوه شي چې څه باندې د یوې لسیزې تشدد کوم مشکل حل نه کړ، نو بایده دي چې دوی هم د تشدد نه لاس واخلي او داسې لاره غوره کړي چې ملک ته صلح او امنیت راوړي.
http://www.pajhwok.com


Re: د ملا عمردډلې، مقابله ډله

pattang
19.05.2014

تف لانت پر دې ډله دا ډله خو اربکيان او د cia هلکان دي !
له اربکيانو یې فرق نشته !
خو دا منافقت په درد نخوري او په سياست بايد پوه شې ؟

[quote:efc4f13a0e="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
پژواک په نني رپوټ کې وايي چې د فاریاب د ولایت د قیصار او د ترکمنستان سره په نورو سرحدي ولسوالیو کې د ملا معتصم آغاجان او ملا دادالله په مشرۍ یوې نوې ډلې ظهور کړیدئ. دا ډله د ملا محمد عمر آخند د ډلې، ولسي خلکو د قاتلانو او خارجي قواوو سره جنګیږي.

دا ډله وايي چې د هغو ډلو ټپلو سره به مقابله وکړي چې د مکتبونو، سرکونو، پلونو او نورو عام المنعه تاسیساتو سره مخالفې دي. داډله وایي چې حکومتي، مؤسسو او د پروژو کارکونکو ته به اجازه ورکړي چې په ټولو سکتورونو کې کار وکړي او داډله د الله د رضا دپاره کار کوي ترڅو یو شرعي نطام جوړ کړي.

محترمو:
اصلي خبره خو داده چې که طالبانو پخپل ولس زوراوظلم نه وای کړئ، د الله رضا یې غوښتې وئ او خپل هغه طالبان چې صلحه یې غوښتله وژلي، زخمي کړي، محبوس کړي او تبعبد ته مجبور کړي نه وي، نه به ولسونو ددوی به مقابل کې وسلې نه وې اخیستې اونه به هم د طالبانو مشرانو لکه اکبر آغا او معتصم آغا د سیاسي ګوند جوړولو او دغه راز د ملا عمر د طالبانو په مقابل کې وسلې ته لاس نه ؤ اچولئ.
طالبانو ته پکار دي چې دوی هم پدې پوه شي چې څه باندې د یوې لسیزې تشدد کوم مشکل حل نه کړ، نو بایده دي چې دوی هم د تشدد نه لاس واخلي او داسې لاره غوره کړي چې ملک ته صلح او امنیت راوړي.
http://www.pajhwok.com[/quote:efc4f13a0e]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=red:efc4f13a0e]ښاغلی پتنګ صاحب ، تاسو وملي او سیاسي شېخانو ته د پوچو او چرندو ویلو او لیکلو حق نسته ، د ټول افغان په پاڼه کي ،پرتاسو لازمه ، او حق ئې ګڼم چه په بې توهینه معیاري او منلي لیک دود خپل سیاسي دریځ اشهار کړئ ، که تاسو له اخلاقي معیار نه وتلې ، یا په بل صورت او خلاقیت لیکنه ولیکئ ، له ړنګېدو سره به مخ شي

[/color:efc4f13a0e]

درنښت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


اتل
22.05.2014

السلام علیکم
پتنګ صاحب، ستاسې د بابیځه څرګندونو ځواب پدې لاندې رپوټ کې ولونه:
====
فدايي محاذ د کوټې د شورا د ویندوی ادعا په کلکه رد کړه
• Wednesday, 21 May 2014 17:34
• لیکنه: تاند
• خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د طالبانو د تحریک یوې انشعابي ډلې (فدايي محاذ) په فاریاب کې د خپلو کسانو د حضور په اړه د طالبانو د کوټې د شورا وروستۍ اعلامیه په تونده ژبه رد کړه.
د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي پرون د پژواک خبري اژانس هغه راپور رد کړ چې پر اساس یې ویل شوي و چې په فاریاب ولایت کې داسي طالبان پیدا شوي چې د کوټې د شورا د طالبانو په وړاندې یې پاڅون کړی او شمېر یې شلو تنو ته رسېږي.
قاري یوسف احمدي په عین حال کې منلې چې :« په نوموړي ولایت کي د18 تنو په شاوخوا کې غله او بد معاشان ول چي په لویو لارو کي به یې خلک ځورول او په زور به یې هر څه ترې وړل چي بالآخره د اسلامي امارت د مسئولو مجاهدینو له لوري یې ځای کشف او4 نفره یې ووژل شول 7 نفره یې تش په نوم دولت ته تسلیم شول او نور7 تنه یې په تیښته بریالي شول چي اوس هم تر جدي تعقیب لاندي دي او ژر ده چي د خپلو شومو اعمالو په سزا به ورسول شي۰»
فدايي محاذ د قاري یوسف څرګندونې په کلکه او تونده ژبه ردوي او د کوټې د شورا تر مشرۍ لاندې طالبان قطري ملېشه بولي، وايي:« په ډیره سپین سترګۍ سره د قطری ملیشو ویاند قاری یوسف له رسنی سره د فاریاب پیښه دغلو یوه ډله وبلله او ځان یی سپین چرګ ثابت کړ دا درواغجن د اسلام ټېکـداران دې په دې پو شي چې دا قضاوت د فاریاب مجاهد ولس کولی شي چې غله څوک دي.. او مجاهدین څوک دي.»
تر دې پخوا هم د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو راپورونه خپاره شوي وو، فدايي محاذ د افغانستان په مختلفو سیمو کې د یو شمېر داسي بریدونو مسوولیت اخیستی چې د کوټې د شورا اړوندو طالبانو پکې له لاس لرلو انکار کړی دی.
د فدايي محاذ ویاند قاري حمزه د کوټې د شورا غړي د امارت او اسلام په انحصاري کولو تورن کړل:«.. دا له صلبیانو سره په قطر کې په یو میز ناست د قطري ملیشو ویاند چې امارت او په مجموع کی ټول اسلام یې په ځان پوري منحصر کړی دی، لږ دې په ګریوان کې سر کښته کړي او بیا دې د اسلام او د کفر مهرونه ولګوی، د قطری ملیشو ویاند ته دی جوته وی چهېزموږ حوصلې مه ازمایی کنه ټول په حقایقو ولاړ شواهد به د رسنیو له لارې خپل ولس او دنیا ته اعلان کړو چې مجاهدین څوک دي او مجاهد خرځوونکی ځوک دي.»
دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو ویندوی قاري یوسف پژواک خبري اژانس د ناموثق خبر په خپرولو تورن کړی دی.


ابومحمدحنفي
01.06.2014

اوس دې هغه طالبان څه شول
د دروغو مزل لنډ وي
داسې په دې دولس ديارلس کلو کې ديموکراتانو د خپل بادارانو په توسط ډېري هلي ځلي وکړي چې خلک هم ووغلوو او په دې خپل پوچ تبليغاتو د جهاد سنګر کمزوري کړو خو منطقيان وايي نتيجه تابع د اخس ارزل وي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more