د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ددود نه تاو او اور راوزي

میرویس
15.05.2014

د فورم ګرانو ګډونوالو، السلام علیکم
کورچې اور واخلي اول ددود لوخړې ترې خیژي، بیا تاو یا حرارت ترې خیږي او ورپسې د اورلمبې کوراو یا هرشي چې اوراخیستئ وي تباه کیږي.

همداسې هم د پاکستاني طالباو تر منځ چې د ګټو وټو او سیمو د کنترول په سر د اختلاف ددونو، د کوزې پښتونخوا ددنګو غرونو د شینکي آسمان لاندې فضا ټنډه دودګنه کړه، ورپسې د طالبانو په تحریک کې د لوېدلې نفاق داوردلمبو تاو او حرارت د پاکستاني طالبانو د تحریک ددوو سرغنه قوماندانانو شهریارمحسود او خان سید مشهورپه سجنا ترمنخ داسې وسلوال ټکرونه راوپارول چې په ډیر محدود وخت کې ددواړوخواوو نه په لسګونومخکښ قوماندانان اوافراد پکې ستي شول.

د طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله چې یو افراطي آتشي سړئ دئ او شهریار او سجنا غوندې د محسودو د قوم نه هم ندئ، د سجنا په ماقوفئ او د افراطي خالد عمرخراساني په مقررولو د طالبانو د تحریک په کور باندې په لګیدلي اور تیل وپاشل او بیا یې پکه ورته ووهله.

پداسې حال کې چې په عنعنوي ډول د پاکستاني طالبانو مشری د محسودو د قوم په لاس کې وه، سجنا له یوې خواد شهریار سره په خپله قومي سیاله جګړه کې د ملا فضل الله مداخله د محسودو په قومي چارو کې لاس وهنه ګڼي او له بلې خوا د کمزوري شهریار په مقابل کې خپله ماتې د ځان سپکاوئ بولي او دغه راز د ملافض الله افراطي قوماندان خراساني ته د خپل مقام تسلیمي اهانت ګڼي، نو ځکه یې د ملا فضل الله فیصله باطله کړه او د تحریک د امیر په مقابل کې یې بغاوت وکړ.

اوس ملا فضل الله، شهریار او خراساني ته دوې لارې پاتی دي. یوه داچې پټه خوله اختیار کړي او سجنا نور هم زړورکړي او په راتلونکې کې لدې نه زیات حریصانه اقداملت وکړي او د جنګ اوربل کړي. دویمه لار داده چې ملا فضل الله د خپلو دوو قوماندانانو شهریاراو خراساني په ملاتړد سجنا په مقابل کې خپله فیصله په زور عملی کړي، چې په دې دویمه طریقه کې له اولې نه ددوي ترمنځ جنګ زیات فوري او حتمي کیږي.

د پاکستاني طالبانو تحریک اوس د باروتو په انبار ناست دئ، د ددې انبارلمنې اوس اور اخیستئ او د باروتو د ټول انبار انفجار راتلونکي او حتمي دئ. چیرې چې دود وي د اور لمبې به حتمې وي، چیرې چې نفاق وي، بربادي او تباهيې به حتمي وي..
دا چې سجنا د ملا فضل الله د امرنه سرکشي کړې د طالبانو یوه جګپوړي مقام د نوم د نه ښودلو په شرط دا خبره برلا کړېده او اکسپرېس ټریبون پرون د مې په څورلسمه چاپ کړیده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more