د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د لمنې اور

اتل
13.05.2014

محترمو لوستونو، السلام علیکم
پروردیګار عالمیان دې دداسې آزمیښت نه نور مسلمانان وساتي لکه طالبانو او د هغوی پاکستاني بادرانو چې د پکتیکا د ولایت د ښرنې د شار د ملکلانو د کلي دروحاني او د فیصل پلرونه هر یو یارګل او حاجي دوست محمد او د هغوی میرمنې چې طالبانو ورسره مخامخ کړې وو. دغو میندو اوپلرونو د مرګ نه د خپلو اولادونو، او نورو مسلمانانو د بچ کیدو دپاره ډیره زړوره، پښتنې او اسلامي فیصله کړیده.

اوس د پښتنو ولسونه ویښ شویدي او دطالبانو دسیسې یې نشي تیر ایستلئ. دا لاندې رپوټ دا مسئله ډیره ښه تشریح کوي.

======
NDS:دوو کورنيو دوه ځانمرګي بريد کوونکي ورته سپارلي
خپرونکی : عبدالمنان ارغند May 13, 2014 افغانستان او نړۍ, راپورونه Comments Off
د افغانستان د ملي امنيت د اداري له لوري په خپره سوي يوه خبرپاڼه کې ويل سوي چې د افغانستان د ختيځ ولايت پکتيکا کې دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي د خپلو کورنيو له لوري افغان ځواکونو ته سپارل سوي دي.
د ان، ډي، ايس له لوري په دي خبرپاڼه کې ويل سوي دي چې لومړى روحاني مشهور په(منګولي) د یارګل زوی او د پکیتکا ولایت د شرني ښار د ملکانو کلي اوسیدونکی دى دوهم تن فیصل د حاجي دوست محمد زوی او د پکتیکا ولایت د ښرني ښار د ملکانو کلي اوسیدونکي، وروسته له هغه چې د خپلو کورنیو لخوا د پکتیکا ولایت ملي امنیت ته سپارل سوي د لومړنیو څیړنو پر مهال يې په خپلو جرمونو اعتراف کړى او زیاته کړي ده چې د طالبانو یو تن قوماندان اعظم لخوا نوموړي ډلي ته جذب او وروسته د ځانمرګو او تروریستی بریدونو د زدکړی په موخه د پاکستان هیواد میرانشاه سیمي ته استول سوي.
دوى په خپلو خبرو کې ويلي دي چې په ميرانشا کې (۱۵) ورځي د پاکستاني استادانو لخوا ورته د ځانمرګو او تروریستي بریدونو زدکړه ورکړل سوي، چې وروسته له هغه د ځانمرګو بریدونو په موخه پکتیکا ولایت ته را استول سوي ول.
هغوى وويل کله چې د خپلو کورنیو د لیدلو په موخه خپلو کورنو ته تللي ول، د پلرونو لخوا یې د پکتیکا ولایت د ملي امنیت ریاست ته د څیړنو په موخه سپارل سوي دي.
د افغانستان د څار اداري ويلي دي چې دغه دوه تنه اوس هم ددوى تر پلټنو لاندي دي او هڅه به وکړي چې هغوى ددوى سره خوندي پاته سي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دي تړاو څه نه دي ويلي خو دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده چې دوي کورنۍ پر يو مهال د خپلي کورنۍ ځانمرګي غړي د ملي امنيت رياست ته سپاري.
http://www.khabarial.com/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more