سياست او روانې چارې
که یې سجنا ونه مني، نو بیا؟
اتل
13.05.2014
محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله چې په ملا رادیو هم مشهور دئ، د خپلو دوو قوماندانانو خان سید سجنا او شهریار ترمنځ د ځو هفتو اوږدو جګړو د ختمولو دپاره سجنا ماقوف کړاو په عوض یې خالد عمر خراساني وټاکه.
اخبارونه تبصرې کوي چې خان سید چې په سجنا مشهور دئ دیرې وسلې، بشري قوه او د محسودو په قوم کې زیات نفوذ لري، که د ملا فضل الله امر ته اطاعت ونکړي عواقب به یې ډېر ګران پریوزي.
پدې علاوه سجنا د خپل رقیب په انډول د قاچاق ډیرې لارې او رهروونه، دکاروباریانو نه په زور او جبر د پیسو د اخیسلو منابع او کنترول په لاس کې لري او دغه راز کوښښ کوي چې خپل قدرت نور هم په خپل قوم محسودو کې خپور کړي.
د پاکستاني طالبانو یوه قوماندان د رویتر خبرې آژانس ته ویلي چې که سجنا د ملا فصل الله چې اوس په افغانستان کې پټ دئ د امر اطاعت ونکړي، دا به دهفه رهبرۍ بې اعتباره کړي او دپاکستان د طالبانو په تحریک به غټ ګذار شي.فضل الله ته پکار دي چې د خپلو قوماندانانو قبضه پخپل لاس کې واخلي.
پداسې حال کې چې د تحریک مشر په افغانستان د خپل سردویري په پټه کې زوند کوی او د پاسکتان د طالبانو د تحریک ورځنۍ چارې یې په قبضه کې ندي، او سجنا ترټولو نه یو قوي قوماندان دئ، او له بلې خوا ملا فضل الله تر ټولو افراطي قوماندان خالد عمرخراساني د هغه په ځای مقرر کړیدئ، ځنګه کیدای شي چې سجنا دا ټول وزغمي، د خپل رقیب سره د جنګ نه لاس واخلي او قدرت بل قوماندان ته وسپاري؟ او له بلې خوا ملا فضل الله او خراساني دواړه افراطیان دي او سجنا زیات میان رو دئ او تر دغو دواړو نه د پاکستان د حکومت سره په آسانۍ د صلحې خبرې اتر پر مخ بیولئ شي، ملا فض الله به ونکړئ شي چې د سجنا نه ځان خلاص کړي. دا ټوله درامه د پاکستان د طالبانو د تحریک د تباهۍ نسخه کیدای شي.
www.taand.com
Re: که یې سجنا ونه مني، نو بیا؟
pattang
13.05.2014
تاند خو دلنډغرو ځای دی او له cia نه الهام اخلي اواکسريت ليکونکې
یې خلق پرچم او افغان نالتيان دي نو له دې تېرو خرو او اوسني يابوګانو
څخه به سړی څه زدکړي ! دهغوی خبرې کيفي او جنايې دي !
[quote:fd9fd80be7="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله چې په ملا رادیو هم مشهور دئ، د خپلو دوو قوماندانانو خان سید سجنا او شهریار ترمنځ د ځو هفتو اوږدو جګړو د ختمولو دپاره سجنا ماقوف کړاو په عوض یې خالد عمر خراساني وټاکه.
اخبارونه تبصرې کوي چې خان سید چې په سجنا مشهور دئ دیرې وسلې، بشري قوه او د محسودو په قوم کې زیات نفوذ لري، که د ملا فضل الله امر ته اطاعت ونکړي عواقب به یې ډېر ګران پریوزي.
پدې علاوه سجنا د خپل رقیب په انډول د قاچاق ډیرې لارې او رهروونه، دکاروباریانو نه په زور او جبر د پیسو د اخیسلو منابع او کنترول په لاس کې لري او دغه راز کوښښ کوي چې خپل قدرت نور هم په خپل قوم محسودو کې خپور کړي.
د پاکستاني طالبانو یوه قوماندان د رویتر خبرې آژانس ته ویلي چې که سجنا د ملا فصل الله چې اوس په افغانستان کې پټ دئ د امر اطاعت ونکړي، دا به دهفه رهبرۍ بې اعتباره کړي او دپاکستان د طالبانو په تحریک به غټ ګذار شي.فضل الله ته پکار دي چې د خپلو قوماندانانو قبضه پخپل لاس کې واخلي.
پداسې حال کې چې د تحریک مشر په افغانستان د خپل سردویري په پټه کې زوند کوی او د پاسکتان د طالبانو د تحریک ورځنۍ چارې یې په قبضه کې ندي، او سجنا ترټولو نه یو قوي قوماندان دئ، او له بلې خوا ملا فضل الله تر ټولو افراطي قوماندان خالد عمرخراساني د هغه په ځای مقرر کړیدئ، ځنګه کیدای شي چې سجنا دا ټول وزغمي، د خپل رقیب سره د جنګ نه لاس واخلي او قدرت بل قوماندان ته وسپاري؟ او له بلې خوا ملا فضل الله او خراساني دواړه افراطیان دي او سجنا زیات میان رو دئ او تر دغو دواړو نه د پاکستان د حکومت سره په آسانۍ د صلحې خبرې اتر پر مخ بیولئ شي، ملا فض الله به ونکړئ شي چې د سجنا نه ځان خلاص کړي. دا ټوله درامه د پاکستان د طالبانو د تحریک د تباهۍ نسخه کیدای شي.
www.taand.com[/quote:fd9fd80be7]
اتل
14.05.2014
پتنګ صاحب، السلام علیکم
وروره دا خبرې یوازې د تاند ندي، بلکه نورې میدیا هم دغسې څرګندونې کړي. که لږ نور ورته ځیر شي تاند وايي چې د پاکستاني طالبانو یوه قوماندان چې نو یې ندئ اخیستئ، دا څرګندونې د رویتر خبري آژانس ته کړيدي.
ته به داهم نه مني چئ سجنا او شهریار په خپلو کې سره خوړلي او په لسګونو قوماندانان او یو د بل عادي غړي یې وړژلي دي او ملا فضل الله سجنا ماقوف کړیدئ.
وروره، پدې کې شک نشته چې د سنجنا ماقوفي او په عوض یې د القاعدې د ګوډاګي خالد عمر خراساني مقرري د پاکستاني طالبانو د سقوط سبب شي.
په درنښت.