د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د طالب سره بحث ځان وژنه ده!، نوې څیړنه!

طالب ISI
12.05.2014

ډنمارکي څېړونکي وايي، له مېړه، ملګرو اوخپلوانو سره د ډېر بحث کولو او لفظي شخړو له کبله د عمر په نیمايي کې د مرګ خطر ډېږي.
د وبا ساینس او د ټولنیزې روغتیا په یوې مجلې کې راغلي چې د څېړونکو په خبره په پرله پسې ټوګه بحث کول د نارینه وو او بې روزګاره خلکو لپاره ډېر خطرناک دي.
ورته مطالب
غوسه د زړه د حملې چانسونه ډېروي
د روغتیا نړیوال سازمان بېړنی وضعیت اعلان کړ
څېړنه: دولفین یو بل ته نومونه اخلي
تړلي موضوعات
روغتیا
په څېړنه کې دا هم روښانه شوې چې په اړیکو او هیلو کې پریشاني د مرګ لامل کېدای شي.
په دې څېړنه کې داسې هم ویل شوي چې د فشار او روحي فشار توانايي په هر انسان کې بېله وي، او له دې پېښې اغیزمن کېدل د انسان پر شخصیت پورې اړه لري.
د کوپن هاګن پوهنتون څیړونکو له نظره د پرله پسې بحثونو او جګړو له امله مرګ دوه یا درې برابره را لنډېدی شي.
خو تر اوسه روښانه نه ده، چې دا کار ولې کېږي.
تر دې مخکې څېړنو کې ویل شوي وو چې انسان که له خپلې مېرمنې، مېړه، ماشومانو او یا له خپلوانو سره ډېره لانجه کوي، نو د زړه د درېدا او د زړه د ناروغیو امکان ډېروي.
په تېرو څېړنو کې دا ښودل شوې وه که ستاسو ډېر دوستان وي او له ټولو سره ښې اړیکې ولرئ، نو ستاسو پر روغتیا مثبت اغېز کولی شي.
د نویو څېړنو له مخې، څېړونکي وايي، په غوسه او فشار کې د ساه اخیستو او ویستو له کبله د فشار جګېدل او د زړه د ناروغۍ خطر هم ډېرېدلی شي، چې دا ټول د مرګ سبب ګرځي.
دغه څېړنه وايي، د لفظي شخړو او فشار له کبله د وینې کولسټرول هم ډېرېږي پر روغتیا منفي اغېز کوي.
په څېړنه کې له ۳۶ نه تر ۵۲ عمر لرونکو ۹،۸۷۵ کسانو ګډون کړی و.
د څېړنو پرمهال، دا څرګنده شوه، چې له مېړه یا مېرمنې او ماشومانو سره پرله پسې شخړه او لانجه کول له ۵۰ تر ۱۰۰ سلنې پورې د مرګ خطر ډېروي.
د کوپن هاګن پوهنتون ډاکټر رکیلد په وینا، په ورځني ژوند کې اندېښنې او شخړې دودیزه چاره ده، خو که څوک له خپلوانو سره هر وخت لانجې او داوې دنګلې کوي، شاید دا کار یې د مرګ تر پولې پورې بوځي


larghonay laraway
12.05.2014

ښه څېړنه ده خو ناشنا نوم دې ورکړی!


Re: د طالب سره بحث ځان وژنه ده!، نوې څیړنه!

pattang
12.05.2014

دغسې يو نوم ورکول ، لودګي په طاقت د څلورو ده !
دوهم داخبرې خو مونږ ته د انا له وخته هم مالومې دي نو تا ولې
هېرې کړې؟ اوکه بيا دې وهلي !

په اولس کې وېيل کې‌ږي :

- ډېرو غمونو ژوړ کړم .
- ډېر غم مه کوه مريض به شې .
- پلانی سړی له غمه مړ شه .
- جنجال مکوه چې جنجال دعمر کموي .
- له بحث او غمه یې فشار جګ شوی وو .
- او او ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

نو پردې کې خو کومه نوې خبره نشته ! دا خبرې خو هم علمي او
هم کليوالي مالومې دي او متفقې سر، سره خوري !

دا ډينمارکی ويګينګر ګمان کوم چې خپل بچلر بری ليک پرې اخلي ‍!!

شهيره ! فکر کوه چې تيارې کندې ته لوېږې !!

[quote:d6c273e51d="shaheer"]ډنمارکي څېړونکي وايي، له مېړه، ملګرو اوخپلوانو سره د ډېر بحث کولو او لفظي شخړو له کبله د عمر په نیمايي کې د مرګ خطر ډېږي.
د وبا ساینس او د ټولنیزې روغتیا په یوې مجلې کې راغلي چې د څېړونکو په خبره په پرله پسې ټوګه بحث کول د نارینه وو او بې روزګاره خلکو لپاره ډېر خطرناک دي.
ورته مطالب
غوسه د زړه د حملې چانسونه ډېروي
د روغتیا نړیوال سازمان بېړنی وضعیت اعلان کړ
څېړنه: دولفین یو بل ته نومونه اخلي
تړلي موضوعات
روغتیا
په څېړنه کې دا هم روښانه شوې چې په اړیکو او هیلو کې پریشاني د مرګ لامل کېدای شي.
په دې څېړنه کې داسې هم ویل شوي چې د فشار او روحي فشار توانايي په هر انسان کې بېله وي، او له دې پېښې اغیزمن کېدل د انسان پر شخصیت پورې اړه لري.
د کوپن هاګن پوهنتون څیړونکو له نظره د پرله پسې بحثونو او جګړو له امله مرګ دوه یا درې برابره را لنډېدی شي.
خو تر اوسه روښانه نه ده، چې دا کار ولې کېږي.
تر دې مخکې څېړنو کې ویل شوي وو چې انسان که له خپلې مېرمنې، مېړه، ماشومانو او یا له خپلوانو سره ډېره لانجه کوي، نو د زړه د درېدا او د زړه د ناروغیو امکان ډېروي.
په تېرو څېړنو کې دا ښودل شوې وه که ستاسو ډېر دوستان وي او له ټولو سره ښې اړیکې ولرئ، نو ستاسو پر روغتیا مثبت اغېز کولی شي.
د نویو څېړنو له مخې، څېړونکي وايي، په غوسه او فشار کې د ساه اخیستو او ویستو له کبله د فشار جګېدل او د زړه د ناروغۍ خطر هم ډېرېدلی شي، چې دا ټول د مرګ سبب ګرځي.
دغه څېړنه وايي، د لفظي شخړو او فشار له کبله د وینې کولسټرول هم ډېرېږي پر روغتیا منفي اغېز کوي.
په څېړنه کې له ۳۶ نه تر ۵۲ عمر لرونکو ۹،۸۷۵ کسانو ګډون کړی و.
د څېړنو پرمهال، دا څرګنده شوه، چې له مېړه یا مېرمنې او ماشومانو سره پرله پسې شخړه او لانجه کول له ۵۰ تر ۱۰۰ سلنې پورې د مرګ خطر ډېروي.
د کوپن هاګن پوهنتون ډاکټر رکیلد په وینا، په ورځني ژوند کې اندېښنې او شخړې دودیزه چاره ده، خو که څوک له خپلوانو سره هر وخت لانجې او داوې دنګلې کوي، شاید دا کار یې د مرګ تر پولې پورې بوځي[/quote:d6c273e51d]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more