د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

فاڼو ګر ملا فضل الله دا ماران نشي منتر کولئ.

میرویس
09.05.2014

ګرانو لوستونکو، سلامونه
د پاکستاني طالبانومشر ملافضل الله خو ظاهراً خان سید سجان د جنوبي وزیرستان د امیر د مقام نه معزول کړ، او عمرخراساني ته یې دشمالي او جنوبي وزیرستان د طالبانو د تحریک قومانده وسپارله. خو دا لانده معلومه چې خان سید سجنا به ځه وکړي، او آیا د شهریار محسود سره به خپله دښمني ختمه کړي؟

د ملا فضل الله له خوا د هغې مسئلئ د حل په برخه کې هیڅ ندي ویل شوي چې د پاکستاني طالبانو ددغو دوو لویو قوماندانانو ترمنځ د شخړې او قتلونو سبب شوې ده.

د پاکستاني طالبانو اصلي مشکل ددغو دواړو قوماندانانو ترمنځ اختلافات ندي، بلکه اصلي مشکل هغه متجانسه ډلې دي چې د مختلفو دلایلو او خپلو خپلو ګټو پر بنا پدې چتر کې راغونډې شوي دي، هره ډله ځانګړي ترورستي اهداف لری او ریموټ کنټرولونه یې د مختلفو تمویلي منابعو په لاس کې دي.

همدا علت دئ چې د پاکستان طالبان د خپل ملک د حکومت سره صلح نشي کولاي. که د حکومت سره د پاکستاني طالبانو د صلحې خبرې خوښې نشي نو ددې دپاره چې په حکومت فشار واچوې د ائتلاف بله ډله ته ګماري چې حملې وکړي او بیا حکومت ته پلمه کوي چې دا ‌ډله خو زموږ ترفرمان لاندې نده.

د حکومت سره د طالبانو د صلحې په لار کې په نورو متعددو خنډونوعلاوه پدې طالبي چتر کې خپل منځي اختلافونه دي، چې د صلحې په خبرو کې د حکومت سره پرمحتګ نشي کولئ. که یوه ډله په خبرو کې پرمختګ وکړي نو بله ډله يې پښه راکاږي او په دماکو او نورو تکتیکونو د صلحې خبرې ناکامه کوي.

د طالبانو اود پاکستان د حکومت تر منځ د خبرو اترو مسئله د ارټ د څرخ کوزیو غوندې ده چې یوه تشیږې بله ډکیږي. ارټ هغه وخت پرچاویږي چې ځا وچه شي. دطالبانو او حکومت تر منځ هم هغه وخت دغه جنجال حتمیږي چې دطالبانو د تحریک ملا ماته شي او تس نس شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more