د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو عملیات د خیبر تر نامه لاندې اعلان کړل!

pattang
08.05.2014

[img:0cf433cdce]http://nunn.s3.amazonaws.com/taliban/taliban-logo.jpg[/img:0cf433cdce]

له خپل لورې د هېواد په ګوټ ګوټ کې نوي پیل کېدونکي عملیات د خیبر تر نامه لاندې اعلان کړل او وايي، د را روانې اونۍ له دوشنبې ورځې څخه به پيل شي.

په دې اړه د طالبانو اعلامیه:

بسم الله الرحمن الرحیم

الله اكبر الله اكبر الله اكبر ولله الحمد

انفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (۴۱) التوبه

د افغانستان مجاهد او په دین مین ولسه !

ستاسي د ۱۳ کلن جهاد، سرښندنو او قربانیو له برکته نورې ان شاء الله هغه شیبې ډیرې رانیږدې شوې چې وحشي یرغلګرمو د هیواد له سپیڅلي حریم څخه پښې سپکې او الله تعالی راباندې د خپل اسلامي هیواد د مکملې آزادي او خپلواکي نعمت ولوروي.

ولله العزة ولرسوله وللمؤمنین .... الله اکبر الله اکبر الله اکبر و لله الحمد وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّـهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ....

مسلمان مجاهد ملته !

د دې لپاره چې نورموهم د الله تعالی رضا او له خپل اسلامي ټاټوبي څخه د دفاع په لاره کې ایماني مسؤلیت په بشپړه توګه سرته رسولی وي دا دی یوځلي بیا د نوي عملیاتي کال په رارسیدوسره د یرغلګرو او د هغوی د بي مروته ملاتړو په خلاف د خیبر په نوم خپل پسرلني عملیات اعلانوو!

دخیبرغزاچي داسلام دسترپیغمبرمحمدمصطفی صلی الله علیه وسلم له لوري دهجرت په اوم کال داسلام له دښمنانو سره ترسره شوه اوپه نتیجه کې یې ددښمن مظبوطي کلاګاني اولوی لوی مراکز فتحه شول اوکفارپه بشپړه توګه له سیمي ووتل مسلمانانو ته ډیرزیات غنیمتونه په لاس ورغلل موږهم سږکال په همدي نامه نیک تفاول کوواوله الله تعالی نه امیدلرو چي نوربه مو هیواد په بشپړه توګه له کفارو ازاداولوی لوی مراکزبه یې هم فتحه شي انشاءالله تعالی .

د خیبر په نوم دغه پسرلني عملیات به د ټول هیواد په سطحه دراتلونکې دوشنبي په ورځ دروان ۱۴۳۵ هجري قمري کال د رجب المرجب دمیاشتې په ۱۳ نیټه چې د۱۳۹۳هجري شمسي کال د ثوردمیاشتې له ۲۲ او د ۲۰۱۴ م کال د می د میاشتې له ۱۲ نیټې سره سمون خوري د سهار په ۵ بجو د الله اکبر په ویلو سره پیل کیږي.

الله اکبر الله اکبر الله اکبر ولله الحمد.

دتیر په څیر به د دغومبارکو جهادي عملیاتولومړني مستهدفین (په نښه شوي) یرغلګر بهرنیان، په مختلیفو نومونو د هغوی اړوند جاسوسان، د هغوی پوځي او ملکي قراردادیان او تر هرنامه لاندې له هغوی سره مربوط کارکوونکي،ترجمانان،اداري کارمندان او دهغوي لوجیستیکي اکمالوونکي پرسونل وي.

همدا راز به د خیبر په نوم جهادي پسرلنیو عملیاتو په نښه شوي کسان د کابل رژیم ټول لوړپوړي چارواکي ،دکابینې غړي، پارلماني وکیلان ، امنیتي منسوبین په دفاع او داخله وزارتونو کې د بهرنیانو ملاتړي افسران ، په عدلیه وزارت او سترې محکمې کې د مجاهدینو محکوموونکي څارنوالان او قاضیان او همدا راز د ملي امنیت په نوم ریاست کې د مجاهدینو تعقیبوونکي او ځوروونکي جاسوسان وي.

د تیر په څیربه دخیبرپه پوځي عملیاتو کې له پرمختللیو محاربوي تجربوڅخه کار اخیستل کیږي، کفرځپونکي استشهادي عملیات،ددښمن په صف کې دننه نفوذي بریدونه،دغلیم لوی اونسبتاخوندي مرکزونه په درنووسلواولیري وییشتونکوتوغندیوویشتل او د دښمن د مورال لویدلو ځواکونو په تجمعاتو مخامخ تهاجمي تعرضونه به د دغو پسر لنیوعملیاتو له مهمو تکتیکونو څخه وي.

د دخیبر په نوم کلنیو جهادي عملیاتو د پلي کیدو نقاط به د بهرنیو یرغلګرو ځواکونو پوځي تجمعات ، دیپلوماتیک مرکزونه سیارکاروانونه او همدا راز له هغوی سره د ملاتړ کوونکو داخلي مزدورانو پوځي مرکزونه ، د دفاع ،کورنیوچارو، ملي امنیت اواربکی اجیرانومربوط ثابت تأسیسات او د هغوی ګرځنده کاروانونه وي.

داچې سږنی کال د خپل ځانګړي زماني اهمیت له مخې د مجاهدینو د ۱۳ کلن جهاد په تاریخ کې ترټولو مهم کال ګڼل کیږي نو مجاهدین به د تیرو کلونو په نسبت په فوق العاده توګه د دې کال د پسرلنیو عملیاتو د پلانولو لپاره له ډیرو پیچلیو محاربوي تکتیکونوڅخه کار اخلي، داسې محاربوي تکتیکونه چې له یوې خوايي دیرغلګر دښمن په ځپلو کې اغیز زیات وي او له بلې خوا ورکې د ولسي وګړیو د ځاني اومالي تلفاتو په ټینګه مخنیوی وشي.

د خیبر په نوم جهادي پسرلنیوعملیاتو طراحي د اسلامي امارت د تکړه او مسلکي ماهرینو اودجهادي سنګرونو د زړورو پوځي قومندانانو لخواشوې چې د هیواد د هرې سیمې او برخې ټول محیطي او موسمي شرائط ورکې په دقیقه توګه په پام کې نیول شوي او د ټاکل شوې پلان له مخې به هرځای په خپلې د قیقې نیټې کې پلي کیږي.

د اسلامي امارت مجاهدین چې یواځې د الله د رضا، د خپل هیواد له حریم څخه د دفاع او هیواد والو د تحفظ لپاره خپل سرونه قربانوي،له خپلو ټولو مسلمانو هیواد والوڅخه په درناوي غوښتنه کوي چې د دښمن په ځپلو او وهلوکې ورسره مرسته وکړئ، دهغوی په لیکوکې له کارکولو څخه ډ ډه وکړئ، د هغوی له پوځي او استخباراتي تجمعاتو او مرکزونوڅخه لیري اووسئ او د الله تعالی درضا، دخپل هیواد د دفاع او خپلو مجاهدینو وروڼوسره د دیني تعاون په لاره کې خپل مسؤلیت سرته ورسوئ!

همداراز د کابل د شړیدلې ادارې ټولو کارکوونکو ته یوځلې بیا اعلانوو چې د یرغلګرو کفارو له ملاتړنه په لاس اخیستوسره د خپلو مجاهدینو ترڅنګ ودریږئ،د دښمن له لیکو راووځئ ، ددښمن له لیکو څخه د راوتلو په صورت کې اسلامي امارت درته دعزتمن خوندي او پرأمن ژوند تیرولو ډاډ درکوي ، اوستاسي حمایت د ځان اخلاقي فریضه ګڼې.

د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې د لوي الله په نصرت اود خپل مجاهدولس په بی ساری ملاتړپه افغانستان کې د ټولوبهرنیویرغلګروځواکونوپه بشپړ شکست پوره باور لري له دې اسلامي هیواد څخه د ټولویرغلګروځواکونوپه بلاقیداوشرطه وتلو ټینګار کوي او دغه هدف ته د رسیدو لپاره دوسله وال جهاد تداوم ضروري بولي باید یوځل بیا په ډاګه کړو چې په هیواد کې د کفري یرغلګرو په وجود کې زموږ دین او فقهي مراجع موږ ته دیرغلګرو په وړاندې دمسلح جهاد امر کوي او جهاد فرض عین بولي بناء هغه اشغالګر او داخلي ملګري یې چې فکر کوي دبهرنیو ځواکونو دشمیر په کمولو سره به زموږ جهادي اراده کمزوري شي باید په دې پوه وي چې داسلامي اساساتو له مخې په دار اسلام کې لکه څنګه چې زرګونو اشغالګرو ته داوسیدلو جواز نشته ، محدود او د شمیر له اړخه کم اشغالګر هم کټ مټ همدا حکم لري چې له اسلامي خاورې شړل یي د ټولو مسلمانانو وجیبه ده .

بناء دافغانستان اسلامي امارت هوډ لري چې دالله تعالی په نصرت اودخپل مسلمان اولس په ملاتړ به دکفري یرغلګرو دوروستي عسکر دوتلواواسلامي نظام ټینګولوتر مهاله د جهاد مقدسې فریضې ته ادامه ورکوي ان شاءالله . الله اکبر ، الله اکبر ، الله اکبر ولله الحمد

والسلام

داسلامي امارت رهبري شوری

۱۴۳۵/۷/۹هـ ق

۱۳۹۳/۲/۱۸هـ ش ــ 2014/5/8م


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more