سياست او روانې چارې
د مرتجع او روشنفکره طالبانو کشمکش - دریمه برخه
میرویس
07.05.2014
السلام علیکم، ګرانو وطنوالو
تاسې ددې پروګرام په دوو لمړیو برخو کې د طالبانو دتحریک د پیل راهیسي د معتصبو او میانه روو طالبنو تر منځ دعقیدوي اختلافاتو او کشمکش په باب معلمومات ولوستل او په دویمه برخه کې هم د میانه روو،روشنفکره او صلح خوښونکو طالبانو د نومونو سره آشنا شوي.
اوس به راشو دیته چې دطالبانو په تحریک کې د انشعاب بل عامل دطالبانو دپاڼوګرو منافع دي. متعصب اوتیاره طالبان چې تعصب او کوتاه بینۍ یې سترګې ورتړلې دي اود افغانستان ددښمنانو په دوربل کې ښکیل دي تورو کفچه مارانو غوندې د خپلو پاڼو ګرانو د منتر بیم ته شیشنیږي، هنیږي او ګډیږي، دطالبانو دهغې ډلې سره چې دافغان ددښمنو پاڼو ګرانو ترمنتر لاندې نشي راتلئ، د ملک اولس ګټې ترشخصي ګټو مرجح ګڼی، حقیقي مسلمانان دي، دوست او دښمن پیژندلئ شي، ملایم او روشنفکره دي، دښمني کوي، او د خپلو بادارانو په امر یې وژني او یايې دافغانستان دښمنو قاتلانو ته ورحواله کوي.
د طالبانو په تحریک کې دغسې اختلافونه تل روان وو. چون دطالبانو ټول مشران په خارج کې پراته دې، په خارج کې تمویل او سنبال کیږي، نو پدې لحاظ ښه طالبان د بدو طالبانو سره علني مقابله نشي کولئ.
اوس چې دښو او بدو طالبانو، یا حق او باطل ترمنځ مبارزه جدي شویده طالبان په دریو ډلو ویشل شویدي. دطالبانو تورې ډلې او د هغوی پاڼو ګرانو د رهبرۍ د ښورا غړئ او د پوځي چارو مسؤل ملا عبدالقیوم ذاکر بدې بابت ماقوف کړ چې ګواکي ویې نکړئ شو چې په افغانستان کې انتخابات ګډ وډ کړي.
بدو طالبانو او د هغوی پاڼوګرانو د ملا محمد عمر آخند ورور ملا عبدالمنان هوتک دهغه په دعوض مقرر کړ او دې کار پرښو او بدو طالبانو برسیره یوه بله را وټوکوله او ددغو دواړو ډلو نه جلاه شوه.
د ملا ذاکر په ماقوفۍ باندې د طالبانو مشران لکه طیب آغا، حافظ مجید، ملا عیسی، خادم عبدالرؤف، ضیا آغا اوتورک آغا په غوصه شول. خو ملا ګل آغا، ملا ثاني، ملا لالئ، ملا ابراهیم مشهور په صدر، او مولوي حکیم د ملاذاکر د ماقوفۍ ملاتړ وکړ او د کوټې د شوری د معاون اختر محمد منصور پیروي یې وکړه.
خو په عین وخت کې د طالبانو دریمه ډله چې ملا حسن رحماني، ملا عبدالرازق، امیرخان متقي او سراج الدین په برکې نیسي، ددغې فیصلې نه وروسته ددو نورو ډلو نه جلا شوه.
په عین حال کې د طب آغا دوه وروڼه ملا طاهر آغا او یونس آغا د طالبانو د پخواني یوه مشر او ملا محمد عمر دزوم ملا معتصم آغا جان سره دتماس درلودلو په تور په کوټه او کراچئ کې ونیول شول.
دروان جریان نه داسې ښکاري چې د طالبانو د روشنفکرانو او مرتجعینو ترمنځ کشمکش نه یوازې ددوی تر منځ مسئله ده، بلکه د طالبانو هرمشرکوښښ کوي چې د ځان د بقا دپاره پدې تحریک کې ډلې ټپلې جوړې کړي او په نتیجه کې د طالبانو تحریک ړنګیږي، ځکه چې د طالبانو پخواني یوه مشر اکبر آغا هم په کابل کې د افغانستان د [ژغورنې لار]په نامه یو سیاسي ګوند اعلان کړ.
دطالبانو خپلمنځي کشمکش او دقدرت په سر د هغوی دښمنۍ د طالبانو غولیدلي جګړه ماران هوښیار کړي او دوی به هم په مدار مدار ددې ډلې سره قطع علاقه وکړي.