سياست او روانې چارې
د مرتجع او روشنفکره طالبانو کشمکش - دویمه برخه
میرویس
06.05.2014
د فورم ګرانوګډونوالو، السلام علیکم
ددې پروګرام په لمړۍ برخه کې د مجاهدینو تر منځ د قدرت په سرپه خپلمنځي جنګونو، د طالبانو په راتګ، په هغوی کې د تیاره او روښانه ډلو په باب مو هم یو څه خبرې وکړې، او ومو ویل چې متعصب او تنګ نظره طالبان دداسې ارتجاع خاصیت لري چې بدلون نه مني ځکه چې خپل ضرر پکې ویني او د افغان په وژنه او د ملک په تباهۍ کې خپله بقا لټوي.
موږ د طالبانو د معتصبو او روشنفکره ډلو مشران یاد کړل او ومو ویل چې هغه طالبان چې صلحه غواړي وژل کیږي.
دوی ځکه وژل کیږي چې تیاره طالبان او د هغوی باداران نه غواړي چې جنګ ختم شي. ټنګ نظره طالبان د جنګ په ختمیدو کې د خپلو مزو چړچو خاتمه ویني او د هغوی د بادارانو ناولي اهداف لا ندي برآورده شوي.
د افغانستان نه د طالبانو تر قیادت لاندې چې د ۹/۱۱ حملې وشوي او په نتیجه کې د طالبانو امارت ړنګ شو، د یو څه مودې ورسته چې طالبانو بیا جګړې پیل کړې،
روشنفکره طالبان پدې وپوهیدل چې د ټولې نړۍ په مقابل کې جنګ نشي ګټلئ او اساسي عقیده یې هم په حنګ نه، بلکه په صلحه ده، نو یې په مدار مدار د صلحې لاره غوره کړه تر څو ټول تحریک دې خواته را مات کړي.
مجاهدملا محمد عمر آخند چې پخپله د صلحې ملاتړئ ؤ او نه یې غوښتل چې د صلخې په علني جریان په تحریک کې انشعاب راولي نو یې د خپل مرسیال ملا عبدالغني برادر او د خپل زوم او د طالبانو دوخت د حکومت د مالیې وزیر ملا معتصم آغا جان او نورو نږدې همکارانو له لارې د صلحې جریان پیل کړ. د طالبانو د روشنفکرانو او میانه روانو د ډلې مهم غړي، څه د طالبانو د حکومت په وخت کې او یا راورسته موده کې دغه لاندې کسان وو.
۱. مجاهد ملا محمد عمر آخند
۲. ملا عبدالغني - مشهور په ملا برادر
۳. ملا معتصم آغاجان
۴. ملا وکیل احمد متوکل - دطالبانو د وخت خارجه وزیر
۶. ملا محمد حسن
۷. مجاهد صاحب ـ د طالبانو نماینده په امریکا کې
۸. ملا ضعیف - دطالبانو سفیر په پاکستان کې
۹. ملا عبدالرقیب تخاري - چې په پیښور کې ووژل شو
۱۰.مولوي حمدالله عارض، د فراه- چې په کوټه کې ووژل شو
۱۱.قاري محمد سعید، د کندهار - چې کوټه کې ووژل شو
۱۲.مولوي ذاکر چې د ملا عمر ته ن.دې ؤ - په کوټه کې ووژل شو
۱۳.ملا نورالله زابلئ، چې ملا عمر ته نږدې ؤ په کوټه کې ووزل شو
۱۴. ملا عبدالمالک زابلئ چې ملا عمر ته نږدئ ؤ په کوټه کې ووژل شو
او ډیر داسې نور طالب مشران چې مطبوعاتو ته یې نومونه ندې راوتلې یا وژل شوي او یا نورآفتونه ورباندې را نازل کړئ شویدي.
دغو او ډیرو نورو طالبانو د صلحې کوښښونه کړي چې دغسې ټکې وریاند را نازلې کړۍ شویدي. د ملا معتصم آغاجان په مشرۍ په دوبې کې څو ځله د افغانستان د صلحې د عالي شوری سره غونډې وشوې چې په افغانستان کې صلح ټینګه شي.
خو د طالبانو تیاره قوتونه او د هغوی باداران نه غواړي چې په ملک صلحه ټینګه شي.
دطالبانود زابل دولایت یوه قوماندان ملا داؤد چې یوه نیمه میاشت مخکې د طالبانو نه وواښت وویل چې په طالبانو کې ژوره بې اعتمادي او اختلافونه حکمفرما دي.
ددې پروګرام دریمه برخه په طابلنو کې ددرۍ ګوني انشعاب په برخه کې ده.