د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د مرتجع او روشنفکره طالبانو کشمکش - لمړۍ برخه

میرویس
06.05.2014

د فورم ډیرو ویاړلو او پتمنو شریکباڼو، السلام علیکم
پخواني شوروي اتحاد چې د افغان مجاهد ولس په لاس ننګینه ماتې وخوړله، بیا پخپله افغان مجاهدینو د قدرت په سر په خپلمنځي جګړو کې د شوروي د مظالمو نه زیات افغان ولس ځوراوه.

ددې ناروا جګړو د ختمولو دپاره د طالبانو تحریک ظهور وکړ. د طالبانو د تحریک د تومنې د القاع دلمړنیو شیبو نه پدې تحریک کې د روشنفکره، پراخ نظره او معتصبو او کوتاه نظره طالبانو تر منځ خود په خود پولې او مرزونه را وټوکیدل.

د روشنفکره طالبانو په سرکې مجاهد ملا محمد عمرآخند او د متعصبو طالبانو په سر کې د کابل والي ملا رباني چې د پاکستان په سفر کې دپاکستان د ملي سرود د غږولو په وخت کې دنور مجلس سره جګ نشو ځکه چې موزیک حرام دئ، واقع وو.

د وخت په تیریدو د طالبانو تحریک ډیرې لوړې ژورې ولیدلې، روشنفکران نور هم روښانه او جهان دیده شول، او کوتاه نظره معتصبان د القاعدئ عقیدوي پیروان شول او د نورو خارجي ترورستانو ترنفوذ او اثر لاندې د ارتجاع حد ته ورسیدل او مرتجعین شول.

مرتجعین یا د حقایقو نه منکران ولو که د بدلون په حقانیت پوه هم وي هیڅ ډول داسې مؤجه او روا بدلون ته غاړه نږدي چې ددوی منافعو ته تاون پکې اوړي. ښه مثال یې د یوه ذغال فروش دئ چې په ژمي کې یې کاروبار چوک وي، نو د پسرلي او دوبي په راتلو يې خوا بدیږي، او که یې د وسه وشي، نو د ژمي د تیریدو او پسرلي د راتګ مخه به ونیسي.

د طالبانو دغه متعصبه او تنګ نظره ډله هم ذغال فروش غوندې کوښښ کوي چې د طالبانو د تحریک د صلحې د جریان چې د پسرلي راتګ غوندې، د وخت او زمان تقاضا ده مخه ونیسي، ترڅو خپلې ګټې چې د نورو د مرګ او ملک په تباهۍ کې یې لتوې ادامه پیدا کړي او امرار حیات وکړي.

ددې لړۍ دویمه برخه لا په زړه پورې ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more