د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پاکستاني طالبان د صلحې د خبرو صادق شریکباڼي ندي.

میرویس
05.05.2014

السلام علیکم
پاکستاني طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې د صلحې په خبرو کې صادق ندي. دوی له یوې خوا د صلحې خبرې کوي او له بلې خوا دصوات نه شنکلې او دمالم جبي سیمو ته وراوښتي اد دحکومتي قوااو سره په جګړه کې یې یو عسکر وژلئ، خو ددوی د خوا هم څلور تنه وژل شویدي.
پاکستاني طالبانو په خپله تاریخچه کې دا خبره ثابته کړې چې د هیڅ ډول تړون او موافقو ریاعیت نه کوي. له یوې خوا صلح غواړي او له بلې خوا دهشت، وحشت او قتال کوي.
پاکستناني طالبان پخپلو کې هم یو او بل ته وفادار ندي. په خپل منځي جګړو کې هم ددوی لوی قوماندانان او مشران وژل شویدي. دوی په عنعنوي ډول د مځکې د کنترول، پولي عایداتو د منابعو، د لویو لارو د شوکو او غلا او په ولس د جبر او په زور د عامه او خصوصي شته منیو د غبن په وجه پخبلو کې یې جګړې ګړې او کوي یې.

پاکستاني طالبان له یوې خوا اعلان کوي چې په عامه ځایونو کې دماکې او بې ګناه خلکو وژل ناروا او د شریعت مخالف کار دئ، خو د خپل منافت پر بنا يې تل همدغه شان کترونه کړي او کوي یې.
http://www.voadeewaradio.com/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more