سياست او روانې چارې
د تړل شوې موضوع ځواب
م . ق
01.05.2014
السلام علیکم ورحمة الله،
جناب حلیمي صاحب، ښې هیلې تاسو ته هم.
محترم حلیمي صاحب، له بزرګوارۍ له مخې، ولې مو داسې اساسي موضوع او بحث وتړلو چې ډیر خلک پکې د جهالت له امله د ایمان په زیان کې اخته دي، پریږده چې خلک پوه شي او حق ورته ورسي او زمونږ غاړه خلاصه شي.
حلیمي صاحب تاسو لیکلي وو چې:
[quote:ea8e76c7c8]
مبارز صاحب بیا شې هیلي !!
محترم مبارز صاحب لکلي چه :
اقتباس:
یوازې اخلاق او اداب خو بیا اسلام نه دی، نو نه پوهیږم چې دا به څرنګه مذهب وي، په اسلام کې خو دا رنګه مذهب نشته
د مدینې سردار د بي بي فاطمې پلار ، نبينا صلىاللهعليهوآله أول شافع يوم القيامة ، په نـــــــــــبـــــــوي انداز داسي فرمايي چه :
-----------------------------------اكمل المؤمنين ايمانا احسنهم خلقا
--------په مسلمانانو کښي د کامل ایمان خاوند هغه شخص دی چه د هغه اخلاق د ټولو نه ښه وي
په اسلام کښي چه کوم شی د ایمان د کمال معیار ګڼل شوي دي هغه ښه اخلاق دي ، او اخلاق هغه يوازنۍ مېوه ده چه د ایمان درخته په پېژندل کېږي
[/quote:ea8e76c7c8]
پدې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم، اکمل المؤمنین وئیلي، یعنې په مؤمنانو کې ترټولو د کامل ترین ایمان والا کس! دا یې نه دي وئیلي چې په انسانانو کې یا په دیموکراتانو او سیکولرستانو کې د کامل ایمان والا! ځکه چې دیموکراتان اوسیکولرستان اصلا ایمان نه لري نو کامل به څنګه شي.
د مؤمنانو تعریف قرآن مجید داسې کړی:
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّـهِ وَالَّذِينَ آوَوا وَّنَصَرُوا أُولَـٰئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يُهَاجِرُوا مَا لَكُم مِّن وَلَايَتِهِم مِّن شَيْءٍ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا ۚ وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَىٰ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ ۗ وَاللَّـهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿٧٢﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ ﴿٧٣﴾ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّـهِ وَالَّذِينَ آوَوا وَّنَصَرُوا أُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ.
ژباړه: بې شکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی او هجرت یې کړی او جهاد یې کړی په خپلو مالونو او نفسونو د الله په لار کې، او هغه کسانو چې ځاي یې ورکړ او مرسته یې ورسره وکړه، دغه کسان بعضې د بعضو دوستان دي او هغه کسانو ایمان یې راوړی خو هجرت یې نه دی کړی (دارالاسلام ) ته، نو هغوي سره ستاسې د دوستۍ هیڅ شی نشته! تردې چې هجرت وکړي (چې هجرت یې وکړو بیا ستاسې دوستان شو) او که له تاسې څخه د دین په کار کې مرسته وغواړي نو پر تاسو مرسته لازمه ده، مګر د هغه قوم خلاف نه چې ستاسې ورسره میثاق وي، او الله ټول هغه کارونه ګوري چې تاسې یې کوئ.
بیا وروسته وایي چې (اولئک هم المؤمنون حقا) یعنې همدغه خک حق مؤمنان دي، مفهوم مخالف دا راووځي چې څوک د دوي خلاف او متضاد وي هغوي حق مؤمنان نه دي، او دا رنګه خلک مونږ ته الله پاک په سورة بقره کې داسې راپیژني:
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّـهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ ﴿٨﴾ يُخَادِعُونَ اللَّـهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿٩﴾ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّـهُ مَرَضًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ ﴿١٠﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ ﴿١١﴾ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـٰكِن لَّا يَشْعُرُونَ ﴿١٢﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ ۗ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَـٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ ﴿١٣﴾ وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَىٰ شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ ﴿١٤﴾ اللَّـهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿١٥﴾ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَىٰ فَمَا رَبِحَت تِّجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ ﴿١٦﴾
دغه مبارک ایتونه د داسې خلکو په حالت ډېر ښه صدق کوي.
ژباړه او وضاحت به وروسته پر لیکه کړم.
مننه
ع کريم حليمي
02.05.2014
وعلیکم السلام و رحمة الله
[quote:e7c6f69c50]
دیموکراتان ………. اصلا ایمان نه لري نو کامل به څنګه شي.
[/quote:e7c6f69c50]
ټول پاکستان ، هندوستان ، عراق ، یمن او افغانستان خلګ مو له ایمان نه خلاص کړه ، ولي چه ددغه ملکونو خلک اولسواکۍ او جمهوریت خوښوي ، جمهوري حکومت په معنا د دیمکراسي ده
[quote:e7c6f69c50]یوازې اخلاق او اداب خو بیا اسلام نه دی[/quote:e7c6f69c50]
بل إن الأخلاق هي جوهر و ایضاًـ اســــلام د ژوند لپاره یو جامع الهي دستور او شـــــریعت دی
فقال تعالى : ( لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ)(البقرة: 177)
وقد قال النبي صلى الله عليه وسلم : " البر حسن الخلق " [ رواه مسلم ]
عن زينب بنت يزيد بن وسق قالت كنت عند عائشة إذ جاءها نساء أهل الشام فقلن يا أم المؤمنين أخبرينا عن خلق رسول الله صلى الله عليه وسلم قالت كان خلقه القرآن وكان أشد الناس حياء من العواتق في خدرها .
له زينب رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دي وائي چي زه له عائشه رضي الله تعالى عنها سره ناسته وم چي د شام د مسلمانانو ښڅي راغلې او عائشه رضي الله تعالى عنها ته ئي ْوويل چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم په اخلاقو مو خبر كړه هغي په جواب كي ْورته ْوويل: چي د هغه اخلاق قران كريم ْوو او په پردو كي تر پټو پيغلو ئي زياته حيا درلودله.
درنښت
م . ق
02.05.2014
[quote:e5c5aff986="ع کريم حليمي"]
[quote:e5c5aff986]
دیموکراتان ………. اصلا ایمان نه لري نو کامل به څنګه شي.
[/quote:e5c5aff986]
ټول پاکستان ، هندوستان ، عراق ، یمن او افغانستان خلګ مو له ایمان نه خلاص کړه ، ولي چه ددغه ملکونو خلک اولسواکۍ او جمهوریت خوښوي ، جمهوري حکومت په معنا د دیمکراسي ده[/quote:e5c5aff986]
محترم حلیمي صیب، ما دیموکراسي یا جمهوریت نه دی یاد کړی بلکه دیموکراتان ښایم، چې د الله د کتاب مخالفت کوي او په ځمکه یې حاکم کیدو ته نه پریږدي.
(ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون)
پاتي شو هغه مسلمانان چې په دغه ملکونو کې اوسیږي نو په بعضو یې اکراه شوې ( الا من اکره وقلبه مطمئن بالایمان) او بعضې نور یې غواړي چې د اسلامي جمهوریت له لارې اسلام حاکم کړي نو پدې اساس هغوي اجتهاد کړی، او بعضو نورو بیا ددې مخالفت کړی او د جمهوریت خلاف یې سیاسي، علمي او عملي مبارزه پیل کړې، نو مسلمانان دیموکراسي نه خوښوي خو دا پر دوي د غرب د لاسپوڅو لخوا تپل شوې ده.
[quote:e5c5aff986="ع کريم حليمي"]
[quote:e5c5aff986]یوازې اخلاق او اداب خو بیا اسلام نه دی[/quote:e5c5aff986]
بل إن الأخلاق هي جوهر و ایضاًـ اســــلام د ژوند لپاره یو جامع الهي دستور او شـــــریعت دی[/quote:e5c5aff986]
د اسلام اصل ایمان او توحید دی، اخلاق وغیره یې جزئیات دي، د ایمان او توحید نه پرته هر عمل هباء منثورا دی، او د ایمان او توحید تقاضا د کتاب الله حاکمیت دی.
ستاسې د وینا مطابق چې (اســــلام د ژوند لپاره یو جامع الهي دستور او شـــــریعت دی) نو ددغې دستور مخالفت کفر نه دی؟ دیموکراتان د دغې الهي دستور مخالفت نه کوي؟
[quote:e5c5aff986="ع کريم حليمي"]فقال تعالى : ( لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ)(البقرة: 177)
وقد قال النبي صلى الله عليه وسلم : " البر حسن الخلق " [ رواه مسلم ][/quote:e5c5aff986]
جناب حلیمي صیب، ډېر ښه زما لپاره دې دلیل رانقل کړی، وګوره په ایت شریف کې یې ښکاره وئیلي دي چې نیکي دا نه ده چې تاسو قبلې ته مخ کړئ په لمانځه کې بلکه نیکي دا ده چې تاسې په کتاب باندې ایمان راوړئ او عمل پرې وکړئ، ددغې ایت څخه په مخکې ایت کې فرمايي:
ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّـهَ نَزَّلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ ۗ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِي الْكِتَابِ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ ﴿١٧٦﴾ البقرة
ژباړه، دا په دې سبب چې الله پاک کتاب په حق سره نازل کړی او هغه کسان چې په دې کتاب کې اختلاف کوي او نه یې مني نو په ډېرې لرې بدبختۍ او مخالفت کې واقع دي،
ورپسې بیا دغه ایت دی چې تاسې نقل کړی، نو د دغه دواړو مبارکو ایتونو څخه په ښکاره دا جوتیږي چې ایمان په لمونځونو او قبلو باندې نه دی بلکه ایمان دادي چې کتاب الله په تمامه معني په حق سره ومنئ او عملي یې کړئ، او د دغې ایتونو څخه مخکې دوه نورو ایتونو کې خو بیا هغه چا ته لویه سزا ټاکل شوې چې د پيسو لپاره د کتاب الله حق خبرې پټوي فرمايي:
إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلَ اللَّـهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۙ أُولَـٰئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّـهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿١٧٤﴾ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَىٰ وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ ۚ فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ ﴿١٧٥﴾
ژباړه: بې شکه هغه کسان چې پټوي د هغه کتاب څخه چې الله نازل کړي ددې د پاره چې لږې پیسې پرې واخلي نو دغه خلک په خپلو خېټو کې اور خوري( د حرامو خوړل د دوزخ د اور خوړل دي) د قیامت په ورځ به ورسره الله نه خبرې وکړي او نه بې د ګناهونو څخه پاک کړي او دوي لپاره به ډېر دردناک عذاب وي، دا هغه خلک دي چې د هدایت په بدل کې یې ګمراهي اخیستې او د مغفرت په بدل کې یې عذاب اخیستی، پس حیرانتیا ده چې څشي دوي لره په اور باندې صبرناک کړل(یعنې د اور عذاب به څنګه وزغمي)
د البر په باره کې ډېرې خبرې دي لکه چې وايي (ولکن البر من اتقی)
په همدغه سورة بقرة کې د پورتني ایتونو په تایید بعینه هماغه مطلب رانقل شوی:
وَآمِنُوا بِمَا أَنزَلْتُ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوا أَوَّلَ كَافِرٍ بِهِ ۖ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ ﴿٤١﴾ وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٤٢﴾ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ ﴿٤٣﴾ أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿٤٤﴾
دلته وګورئ په کتاب الله ایمان نه راوړل، التباس الحق بالباطل او کتمان الحق ته د البر مخالفت وئیل شوی، نو البر دادی چې تاسې لومړی په کتاب الله سم ایمان راوړئ، التباس الحق بالباطل او کتمان الحق مه کوئ، او کنه تاسې دغه کار کوئ نو بیا تاسې تر ټولو لومړی کافر یاست (ولا تکونوا اول کافر به)
[quote:e5c5aff986="ع کريم حليمي"]عن زينب بنت يزيد بن وسق قالت كنت عند عائشة إذ جاءها نساء أهل الشام فقلن يا أم المؤمنين أخبرينا عن خلق رسول الله صلى الله عليه وسلم قالت كان خلقه القرآن وكان أشد الناس حياء من العواتق في خدرها .
له زينب رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دي وائي چي زه له عائشه رضي الله تعالى عنها سره ناسته وم چي د شام د مسلمانانو ښڅي راغلې او عائشه رضي الله تعالى عنها ته ئي ْوويل چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم په اخلاقو مو خبر كړه هغي په جواب كي ْورته ْوويل: چي د هغه اخلاق قران كريم ْوو او په پردو كي تر پټو پيغلو ئي زياته حيا درلودله.
[/quote:e5c5aff986]
د عایشې رضی الله تعالی عنها دغه حدیث هم زما لپاره دلیل دی، ځکه چې هغه فرمايي چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم اخلاق قرآن کریم وو، یعنې د قران کریم په ټولو اوامرو او نواهي او احکامو عمل همدغه اسلامي اخلاق دي، او د قرآن کریم د احکامو نه منل او نه حاکمول او نه عملي کول د اسلامي اخلاقو مخالفت دی او څوک چې د قرآن کریم حاکمیت نه مني هغه اسلامي اخلاق نه لري، پاتې شو غربي اخلاق (Ethics, Moral Character) نو په هغې خو څوک نه مسلمانیږي! هندو ستړی او خداي ناراضه.
حلیمي صیب غصه کیږو به نه او دلایل به وایو! چې خفه نشې :)
ع کريم حليمي
02.05.2014
مبارز صاحب هم دغه می عقیده وه او ده ، ان شاء الله چه د هم دې عقیدې سره به مـــــــــړه کېږو
[code:1:f4e3976166] د عایشې رضی الله تعالی عنها دغه حدیث هم زما لپاره دلیل دی، ځکه چې هغه فرمايي چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم اخلاق قرآن کریم وو، یعنې د قران کریم په ټولو اوامرو او نواهي او احکامو عمل همدغه اسلامي اخلاق دي، او د قرآن کریم د احکامو نه منل او نه حاکمول او نه عملي کول د اسلامي اخلاقو مخالفت دی او څوک چې د قرآن کریم حاکمیت نه مني هغه اسلامي اخلاق نه لري[/code:1:f4e3976166]
ستاسو د خبري په تأیید او ټنګ تعقید : وایم ، څوک چې د قرآن کریم حاکمیت نه مني هغه اسلامي اخلاق نه لري !!
محترم مبارز صاحب ، دا خو ډېر ابتدايي خبره ده ، که ایمان نه ؤ ، هيڅ نیک اخلاق په درد نه خوري چه ایمان نه وي نو بیا اخلاق هم نسته ، بې ایمانه اعمالو ته طبعا Ethics, Moral Character وایو ، پر دغه ایة شریف خو هغه وخت موږ او تاسو پوهېدلو ، کوم وخت چه مو شيدې رودلې ، وَقَدِمْنَا إِلَىٰ مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُورًا
دوه کاله دي سردرد راکی ، خدای دي انصاف درکي !!! که تاسو په لمړۍ ورځ ویلي وای چه ایمان اول او لمړی شرط دی ،پس نو بیا بحث دومره نه غزېدلی
کلونه کلونه دي زما ماغزه وخوړل ، خدای دي انصاف در لره درکي
درنښت
م . ق
03.05.2014
[quote:2869cb792d="ع کريم حليمي"]
دوه کاله دي سردرد راکی ، خدای دي انصاف درکي !!! که تاسو په لمړۍ ورځ ویلي وای چه ایمان اول او لمړی شرط دی ،پس نو بیا بحث دومره نه غزېدلی
کلونه کلونه دي زما ماغزه وخوړل ، خدای دي انصاف در لره درکي
درنښت[/quote:2869cb792d]
نآآآآآ حلیمي صاحب، تاسې له لومړي سره دین د اخلاقي چارو پورې محدوداوه، او قرآن مجید مو د یو سیاسي نظام لپاره د یو بشپړ قانون په حیث نه مانه! دا خو ددې بحثونو برکت وو چې تردې ځایه راورسیدئ، بحثونه ټول پرې شاهد دي.
وګوره په همدې بحث کې ستاسې د خبرو څخه اقتباسونه:
۱: [quote:2869cb792d]اسلام د اخلاقي قواعدو یوه مکمله تمامه مجموعه ده : په حیات کښي هر فرد او هره موسسه که حکومت وي له موسسه تعلمي وي ، که موسسه تجارتي وي ……… په تنظم کېدای سي (( دواړه (فرد ،حکومت) کولی سي چه اسلامي اخلاقي قواعد استخدام کړي ) چه هم ځان په ښایسته کړي او هم حکومتي نظام
قال الله تعالی : اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتى
که تاریخ ته سترګي ور واړو د تیر ۴۰۰ کاله را دېخوا حکومتونو ته وګورو ، چپله د وزارت عدلیی نه
نور ټول نظام د ماکیاول په اصول چلیږي
د سعودي ، پاکوستان ، ایران ، ملیزیا ، هندوستان ، کابل ټول د ماکیاول
د اصول نه استفاده کوي
جهـــــــــــــــــان پر مــــــــــــــــاکیــــــــــــــــاولزم ولاړ دي [/quote:2869cb792d]
۲: [quote:2869cb792d]اسلامي اخلاق د : فامیلي او ټولنیز ، سیاسي او حربي ، تجارتي او زده کړو او تحصیل ، بین المللی اړېکو او د ژوند د ټولو اړخونو لپاره یو کامل او تمام دستور او شریعت دی [/quote:2869cb792d]
۳:[quote:2869cb792d]زما مذهب : أخلاق الشرعيت او آداب الإسلاميت ، اوبس[/quote:2869cb792d]
هوښیاران او پوهان د پورته ټولو اقتباسونو په مفهوم پوهیږي.
په هر صورت اصلي سردردی خو زما دی چې بار بار خپل دریځ او ستاسې دریځ روښانوم، نورې خبرې به بیا کوو که ژوند وو، دا خو بحثفورمونه دي او بحثونه به جاري وي له خیره!
تر بیا دې الله مل