د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
واللهُ اعلم!!!
شاه ولي
30.04.2014
السلام علیکم و رحمته الله،
ګرانو هیوادوالو، وروسته له هغه چې پاکستاني رسنیو په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو تر منځ سختې جګړې او اختلافونه رپوټونه ورکړل، د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد وایي چې د تحریک طالبان پاکستان په شاملو ډلو کې د حکیم الله مسعود او خالد سجنا ډلو تر منځ ژور اختلافات شته، او هغه له قبایلو مشرانو څخه غوښتي، چې د پاکستاني طالبانو تر منځ ستونزې حل کړي.
خو له بلې خوا د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد د ملا محمد عمر آخند هغه ټول ادعاوې رد کړي دي، او ویلي دي چې ګڼې د پاکستاني طالبانو تر منځ جګړې رامنځ ته شوې.
نو اوس مونږ نه پوهېږو چې کوم حق دي او کوم باطل، یوازی الله تعالی پوهېږي (واللهُ اعلم).