د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ديو ځوان شاعر ځوانه غزل

صادق مينوال
19.02.2005

٧٨٦
درنو مينوالو سلامونه ٠
زه کوښښ کوم چې د پښتو ژبې دځوانو شاعرانو نوي او ښکلي شعرونه ستاسې درانه حضور ته وړاندې کړم٠
خدای دې وکړي چې زه په خپل کوښښ کې بريالی شم او ستاسې دشاعرانه زوق تنده خړوب شي٠
دښا غلي لطف الله ''خيرخوا'' ښکلی غزل ولولئ.
هيله ده چې خوښ مو شي ٠

بتکده او جو مات
هسې نه ، چې دې ابک درته ميرات شي
زړه لوګی شه دی، چې ستانظر پرې مات شي
په يوه خند ا خو ، حق نه ا د ا کيږ ي
ستا پر حسن خو تر دې هم زيات زکات شي
ستا د حسن مثا ل ياره د چينې دی
نه کميږي، څو کم شي ،هو مره ز يات شي
تا چې کوم ځای کې سجده خالق ته ايښې
هغه ځمکه دې مينا شي، عر فا ت شي
دوا ړه سترګې دې چې ډکې شي له اوښکو
يوه ستر ګه دې د جله ، بله فرات شي
د ا و طن خو د مينو ا و ښکې غواړ ي
چې د مينې باران ، نه وي هر څه قات شي
په يوه زړه کې خو د وا ړه نه جو ړ يږ ي
يا دې جو ړه بتکده او يا جو ما ت شي
د '' خير خوا '' غزل په پيل کې سند ريز وي
تر ا خيره چې ر سېږ ي منا جا ت شي
لطف الله ''خيرخوا '' نړيوال ا سلامي پوهنتون اسلام اباد

په ډېره مينه او ادب
ستاسو ''مينوال'' اسلام اباد


Storay
17.07.2005

ډير اعلي ډير ښه غزل ده


نوي غزل

Muhammad Hafeez
24.01.2006

چه په دام د تورو سترګو ګرفتار شوم
داسې ښکاري چه د ټول عمر بيمار شوم
تا چه زړه له ما نه يوړو بې ګناه ئي
ما چه زړه درباندې باېلو ګنهګار شوم
ما خو تاله خنداګاني درکولي
اه! په خپله د غمونو سره يار شوم
ما خو ګله ته د پګړي ګل کړي
ولي ولي د اوربله راګوزار شوم
که هر څو دي [color=red:edd28c3c84][size=18:edd28c3c84]عنايت [/size:edd28c3c84][/color:edd28c3c84]په ژړا سر دي
درنه ځار وم درنه ځاريم درنه ځار شم


مرمرينه ماڼۍ

الهام
06.05.2006

زه خپله لار دې وهه دواړه سره نه لګيږي
چرته جونګړه زما چرته مرمرينه ماڼۍ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more