د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دوی په موږ کې تر ټولو نه عاجزانو ته ضرر رسوي

اتل
25.04.2014

ډیرو محترمو او قدرمنو، السلام علیکم
د حقاني او طالبانو ډلو د خپل تشدد په ټوله تاریخچه کې تر بل هرچانه د ملک حاجتمندانو ته ځاني او مالي ضرر رسولئ دئ. دوی چې هر ځل حملې کړیدي اکثریت مرګ ژوبله خوار غریب ته اوښتې ده.

په ګڼ شمیر مواردو کې د حقاني شبکې د طالبانو د قیادت د اطلاع او حتې خوښې خلاف هم ترورستي حملې کړیدي. د خپلو کرغیړنو اعمالو په وجه د حقاني ډله په نړیواله سویه یوه ترورستي ډله پيژندل شوی او بین المللي تعذیرات ورباندې وضع شویدي.

کله چې تیر کال طالبانو دسره صلیب بین المللي مؤسسه د افغانستان خوار ولس ته د ډیرو ضروري او حیاتي مرستو په وجه وستایله، نو د حقاني دډلې توجه ور واښته او د طالبانو ستایش ته یې شاواړوله او څو هفتې وروسته یې په جلال آباد کې دسره صلیب په مرکز هماغسې پیچلې حمله وکړه لکه پخوا یې چې په کابل کې په سریناهوټل کړي وه.
دحقاني ترورستي شبکې د جلال آباړد حملې نه سمدستي وروسته د کابل د ښار په شهرارا کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت په اداره [آي او] باندې د ورته تکتیک نه په کار اخیستلو داسې حمله وکړه چې ددې ادارې د شاوخوا کورونه هم د اور په لبو کې لولپه شول. د قرغې د سپوږمۍ په رستورانت کې د واده په مراسمو هم د حقاني د ترورستي شبکې په ورته حمله ګڼ شمیر بې ګناه انسانان ووژل شول.

د حقاني ډله د مسلمانانو او افغان ولس سره ازلي دښمني لري. د ننګرهار په ولایت کې یې حاجتمندان د سره صلیب د مرستو نه محروم کړل، دملګرو متونو د مهاجرت په اداره د حملې په وجه یې تر ټولو نه افغانانو ته زیات تاون واړاوه. د سپوږمۍ په رستورانت، د سرینا په هوټل، په کابل کې پر بل هوټل چې زیات خارجیان ورتلل، په کابل کې د هند په دیپلواتیک مرکز د حقاني د شبکې د حملو طریقه هر چا ته معلومه ده او ډول یې پیژني.

د کیوړ په روغتنو د حقاني د شبکې پرونۍحمله د افغانستان د محتاج ولس د حیاتې خدماتو پر شمزۍ سخت ګذار دئ او دغه راز دغسې کاراویي ولس ته ورځ تر بلې د حقانی د شبکې او طالبانو کرغیړن نییت او اراده نوره هم څرګندوي.

طالبان او حقاني لدې غافل دي چې،ددوی دغه ډول اعمال د نړیوالې ټولنې د مرستو په راجلبولو کې زیاته مرسته کوي، ځکه چې نړیواله ټولنه دا نشي زغملې چې طالباڼ، القاعده، د حقاني او نور سیمه ایز او بین المللي ترورستان بیا په افغانستان کې ځالې وکړي او نورې نړۍ ته ګواش شي.


pattang
26.04.2014

دصليبيانو بنديخاني دغلامي او ګوډاګيتوب لويه نښه ده !

دادرس:
د هيواد جنوب کې لا هم بهرني عسکر ناقانونه زندانونه لري

[img:b4e3ca9bf3]http://nunn.s3.amazonaws.com/1114.jpg[/img:b4e3ca9bf3]

د ولسمشر کرزي لخوا د هيواد جنوب ته ليږل شوی پلاوي په خپل راپور کې ويلي، چې هلمند او کندهار ولايتونو کې لا هم بهرني عسکر شخصي زندانونه لري.
کرزي د عبدالشکو دادرس په مشرۍ يو پلاوی د هيواد جنوب ته ليږلی، تر څو دا خبره وڅېړي، چې دغلته د بهرنيانو ناقانونه زندانونه شته کنه؟
دادرس وايي، چې دوی په خپلو سترګو وليدل، چې د کندهار او هلمند ولايتونو کې د بهرنيو عسکرو ناقانونه زندانونه شته.
دادرس وايي، چې د هلمند ولايت ښواربک سيمې او د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه شخصي زندانونه شته.
دادرس زياته کړه، چې د راپور له بشپړيدو مخکې په دغو زندانونو کې د بنديانو د شمېر په اړه څه نشي ويلای.
د يادونې وړ ده، چې ولسمشر کرزي، يو پلاوی ټاکلی و تر څو د هيواد په سويل کې د بهرنيو عسکرو د شخصي زندانونو په اړه پلټنه وکړي او دا هم روښانه کړي، چې دغلته څومره زندانيان له څومره مودې په څه تور پراته دي.
بهرنيو عسکرو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more