د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د حقانیانو تنده چې د مسلمه امت په وینو ماته نشوه، نو یې دهغوی په رضارکارو معالجینو د ټوپک خوله راواړوله

میرویس
25.04.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
نه یوازې دا چې د حقاني ترورستې شبکې د افغانستان سره د خپل ملک په توګه ټولې اړیکې شلولې، په خارج کې بودو باش لري، بلکه په خارج کې د خپلو بادارنو په هدایت او هرارخیزه مرسته ددسیسو پلانونه جوړوي او په افغانستان کې د ننه یې عملې کوي.

د کیوړ په روغتون کې خارجي ډاکترانو دنیازمندو ناروغانوپرعلاج علاوه افغان ډاکتران روزل چې نورو ملکونو ته دعلاج دپاره د افغان ناروغانو حاجت پاتې نشي. ددې دپاره چې په داخلي طبابت د ولس عقیده متزلزله شي، او امنیت بې ثباته شي، خارجي مرستندویه ادارې وتلو ته مجبورې شي، داځل د حقاني شبکې د کيوړ په روغتون کې درئ خارجي ډاکتران ووژل او یو طبي پرسونل یې زخمي کړ.

افغانان چیرې هم خپل میلمه بیا هغه میلمه چې ددوی مرستې ته ورغلئ وي، نه داچې وژني نه، یلکه د خپل سر په بیه یې ساتنه کوي. خو حقانیانو چې ټول افغاني صفات یې د لاسه ورکړي او خارجي شویدي، نه پدې ارزښتونو پوهیږي او نه هم کوم اراهمیت ورته لري، بلکه دا ورته مهمه ده چې څنګه دافغانستان او افغانانو پر ستوني دخپلو بادارنو منګولې خښې کړي.

د صحت عامې وزیرې ثریا دلیل وویل چې د کيوړ روغتون داسې طبی خدمات وړاندې کول چې په داخل کې نه وو محی. دې روغتون په کال کې د اوه دیرش زره او د خپل خدمت په ټوله دوره کې ددوه نیم لکه بې وزله ناروغانو علاج کړيدئ.
د حقاني ترورسته شبکه په هغو عام المنفعه مؤسساتو زیاتې حملې کوي چې اعظمي خیر یې ولس ته رسیږي. د حقانې ترورستي شبکه د افغانستان د ولس سره د دښمنۍ او خپلو بادارانو داغراضو دپوره کولو دپاره جهاد پلمه کوي او د الله جل جلاله احکام تر پښو لاندې کوي او د اسلام نه دولس پر خلاف دوسلې په توګ کار اخلي.

افغان ولس د حقاني او طالبانو په تذویر کامله آګاهي لري او دهغوې غیر اسلامي اعمال اومظالم چې کلونه کلونه یې پرافغانانو تحمل کړي په کلکه غندي او د کيوړ په روغتنو کې قتلونه پخپلو منافعو باندې د حقانیانو او طالبانو تجاوز ګڼي؟
د ناحقانیانو او دغسې نورو تروستي ډلو ستم د ولس اراده نشي ماتولئ.

ولس د جمهوري ریاست او ولایتئ شورا ګانو په انتخباتو کې د بې ساري ګډون له لارې خپله اراده د افغانستان او افغان ولس قسم خوړلو غلیمانوته اظهرمن الشمس غوندې جوته کړه او خبردارئ یې ورکړ چې دا ولس د هرخارجي دښمن په مقابل کې یو موټئ دئ او د ژوند تر وروستۍ سلګئ به د خپلو ملې نوامسو حفاظت کوي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more