د موضوعګانو سرپاڼه
سياست او روانې چارې
په ننګرهار ولایت کې بمي چاودنې
صبور
23.04.2014
ټولو قدرمنو هیوادوالو ته سلامونه او نېکې هیلې،
د خبری آژانسونو له مخې یوه بمي چاودنه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د دامان په سیمه کې رامنځ ته شوې چې له دغه چاودنه امله دوه تنه بېګناه ملکي مسلمانان سخت ټپیان شوي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.
د ننګرهار ولایتي خبری چاری وايي، چاوده د ولسي وګړو په کرولا موټر سړک د غاړې د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
مهمه خبره خودا ده چې طالبان دغه شیطاني برید مسؤولیت پر غاړه اخستی او په ډېره بېشرمی ادعی کوي چې ګویا په دغه چاودنه کې یې د کنړ ولایت د ملي امنیت مدیر وژلی دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.