د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا ستاسي په خوږو بنډارونو كې مونږ ته د خبرو كولو اجازه سته او كه يا


څاروان
19.02.2005

د ټول افغان ويب پاڼي مسئولينو او ګرانو لوستونكو ګرم او نرم سلامونه درشغوم هيلمن يم چي په خپلو دربارونو كي به ئي د قبول وړ وه ګرځوي.
څه وخت وړاندي د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو ولسوالي كي د څه ملګرو سره د يوه كلي د ملك په ميلمستون كي په پنډار اخته وم. چاي مو چشلي چي يوه وروره له جبه څخه د ښاښۍ مجله راوكښله او ويل ئي چي دغه مجله يوه ډانګ پييلي طنزيه او انځوريزه خپرونه ده او زه غواړم چي بعض مضمونونه ئي د ټول افغان ويب پاڼي د بحث په فورمونو كي نشر كړم نو وړاندي له دي چي د مجلي په اړوند څه ځني وپوښتم ورته ومي ويل چي زړګيه دغه ټول افغان په اړوند څه معلومات راكړه.
د ګران دوست كور د اباد وي سمدلاسه ئي پته راته پر كاغذ وليكله خو چي كله پښتونخوا ته راغلم كور ته له تګ څخه مي وړاندي دغه ويب پاڼه وكتله چي په ليدو ئي ډير زيات خوشحاله شوم او په همدي هيله چه د ټول افغان پدي ښكلي ويب پاڼه كي به له ملګرو سره څه بنډار وكړم ما هم خپل نوم ثبت كړو خو خداي دي وكړي چي زما راتګ ستاسي د خفګان سبب ونه ګرځي.
په ټول افغان كي د خورو ورو پښتونو ليكني مي چه وكتلي نو دا لنډۍ ذهن ته راغله:
----------
[color=darkblue:07d7b06000]د پښتو ژبي بخت بيدار شو
زلمي ليكونكي په هر ځاي كي پيدا شونه
چه پښتو ژبه پري وياړ كړي
داسي ليكونكي دي خداي هر ځاي پيدا كړينه
داسي ليكونكي خداي پيدا كړه
اوس به پښتو ژبه پري ډير وياړ كوينه[/color:07d7b06000]
---------
[color=white:07d7b06000]يادونه:[/color:07d7b06000]

وړاند له دي چه كوم مضمون وليكم نو لومړي څو خبري سپينول غواړم:
1. د وحشي روسانو د يرغل له كبله زه په ډير كم عمر كي د خپلي كورني سره له هيواده كډه په سر سوي يم نو ليك او لوست مي پر نورو ژبو كړي له همدي وجه بايد ياد ولري چه زما ليكني به ګرامري غلطياني ډيري زياتي لري خو انشاء الله چه مفهمو به ئي واضح وي.
2. له دري ورځو راهيسي د ټول افغان ويب پاڼي بعض مضمونونه مي كتلي چي بعض وروڼو ته چه نوي راغلي داسي خبري په اوله ليكنه كي سوي چه د هغه زړه ئي له ټول افغان څخه بد كړي او بيا ئي مخ نه دي راړولي نو هيلمن يم چه زما سره داسي ونكړي داد ته به مي پريژدي. ځكه كه مو وشړلو نو بيا به مونږ دغه څه له ځان سره تكرار وو:

[color=darkred:07d7b06000]هغه به بيا لا څنګه راشي
چه معشوقه عاشق پخپله اوشړينه
په هغه وخت به ډير خفه شمه
كه مي جانان له خپلي خوانه وشړينه[/color:07d7b06000]

[color=white:07d7b06000]او يوه خبره بايد ياده ولري:[/color:07d7b06000]

[color=darkblue:07d7b06000]څوك چه شړي دي ته پام اوكړي
چه دغه څوك دي ميلمستون ته ستا ولي راځينه؟[/color:07d7b06000]

ستاسي نوي ميلمه

څاروان



ع کريم حليمي
19.02.2005

ځاروان صاحب سلام ٠خدای دي راوله په خير راغلې ٠ ډير در خوشحاله سوم چه نن مو بيا يوبل افغان ورور پيداسوپه ټول افغان کښي ٠

افغانان ډېر نازولي دي ٠ او ناز، نواز غواړي اما اکثره نه پوهيږي چه ناز څه دۍ ٠
موږ او تاسو عاشقان يو د ټول افغان ٠ که معشوق و عاشق ته هر څومره ،يا،نه ئې کوم ،راځه ورکسه ،نه دي غواړم ، وغيره
نو عاشق بيا هم نه خوابدۍ کيږي ٠ که خوابدی منځ ته راغلي ٠ نو عاشقي نسته
او ناز هم ختم شي ٠
د ټول افغان ليکوالان دي ، راته ليکي چه : يا ، نه نه ،اشنايي نه درسره کوم ٠
دغه ته وائې نازونه ٠
ناز به ئې اخلو ٠ نو چه ناز ئې واخلو ٠ اخير به مو دوستان شي ٠ که چيري بعضي دوستي نه راسره کوي


م ن غروال
19.02.2005

ښاغلئ ځاروان ورور سلامونه ومنئ!
ستاسو راتګ د ټول افغان وياړلې پاڼې ته نيکمرغه بولم او ښه راغلاست درته وايم٠
خداي ج دې نه کوي چې د ټول افغان کارکوونکي يا هم د هغه مسئولين څوک شړلي وي او ياهم چا ته يي کومه ناخوښوونکي کلمه ذکر کړي وي، اما له بده مرغه بعضې دوستان سم په راتلو سره داسې ناوړه او له کلتوره وتلې لهجې استعمال کړي چې د پښت نامه په ورکه ده٠
خير تاسو چې په وزيريستان کي مېشت ياست هيلمن يم د هغه چاپيريال په هکله به د خپلو سترګو حال په ټول افغان پاڼه کي انځوروئ٠
ستاسو د زياتو همکاريو په هيله!
په درناوې
غروال


نقاد
19.02.2005

څاروان صاحب هر کله راشئ، سلامونه اونېکې هیلې مې ومنئ، ټول افغان ته ستاسو راتګ بختور بولم ، خدای دې وکړي چې د پښتونخوا په هکله د ګرانو لوستونکو د مالوماتو پانګه لا پیاوړی کړئ .سربیره پرې دې که زمونږ دلیکوالانو لیکې دآزاد اومحکوم پښتونستان لیکوالانوته وغځیږي او هلته هم ګڼ شمیرلوستونکي او لیکونکي ولرو ټولو ته به ډیره ګټوره تمامه شي . ددې وېب پاڼې نوم هم په تصادفي توګه (( ټول ټول ټول افغان )) نه دی . کاشکې :
لکه باڼه وریځې لېمه افغانان ....داسې راټول شي پښتانه افغانان .
ددې سپېڅلي هدف له پاره ستاسوپه شان هر ځلمي ته چلنج ورکوو چې د ټول افغان له لارې هم قامي خدمت ته ملا وتړي . بری او نیکرغي موغواړم . په مینه درنښت اوسلامونو.


hotak
21.02.2005

پخير راغلىڅاروان أشنا
ملامت نه يى چي دومره وروسته له ټول افغانه خبرشوى.څوك چي دخوگياڼيوپه حجروكي بنډارونه وهي هغه همداسي ناخبره ښه دى.خيرښه دي وكرل چي راغلى.خوپام كوه دومره غټه لوره به يى نه ډنگوى.دلته ډيركبرژن په گونډو شويدي.هغوي چي ځانونه به يى دوچي خانان بلل دلته يى په موژغريبانانو بابايي چلوله.چابه ځانونه دډيموكراسي خانتماگان بلل.چاله ځانه دمنطق اوفلسفى زمريان جوړكړي وو.لنډه داچي دلته هريومن وو نيم منى يو هم نه وو.خوكله چي دوي پوه شول چي ياره دلته دهوتك په څيرداسي ملنگان شته چي پخپله افتادگۍ كي لوي گړنگان دي نويى څټ وگراوه(دلته نو دڅټ گرولو اصطلاح زماپه څيراحمقان كاروي.كنه اصل خو نودادى چي به دا دا يى وگروله......) او له فورمه تيښت‌ي ته اړوتل.........
ته هم پام كوه كنه نو بيا....................................



څاروان
24.02.2005

محترمو ليكوالانو او ګرانو لوستونكو
-------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

محترم حليمي صيب، غروال صيب، نقاد صيب، او هوتك صيب ستاسي ټولو څخه ډيره مننه كوم چي ماته مو ښه راغلاست ويلي. او انشاء الله په اينده كښي به په ګډه سره مختلفي موضوعګاني د بحث لاندي نيسو.

څاروان



څاروان
24.02.2005

حليمي صيب له نرمو سلامونو څخه ورسته.

محترم:
زما له نظره په عاشقي كښي بايد [color=darkred:d796da753c]محبت او مينه[/color:d796da753c] له جانبينو څخه وي ځكه محبت د دوو زړونو ترمنځ يوه لاره جوړوي خو كه دغه لاره ون وي وي نو بيا به ددغه محبت پايلي د مانده پرغاړه د ګلانو د كرلو وي. او كه زما نظر صحيح نه وي نو هيلمن يم چه پر صحيح نظر مو وه نازوي.

په پښتنه مينه

څاروان



څاروان
24.02.2005

غرواله وروره سلامونه مي قبول كړه.

وروره له نظر څرګندوني څخه مو مننه . ګرانه له كومه چه زه ټول افغان ته راغلي يم او د بعض ليكوالانو وروڼو ليكني مي لوستي دي نو يو لړ وروڼو خپل لسټوڼي او پيڅي رابډ وهلي او شپه او ورځ ئي دا كوشش كړي چه لوستونكو ته دا په ډاګه كړي چه په اوسني عصر د څورلس سوه كاله وړاندي قانون((اسلامي قانون)) تطبيق كول دا د هيواد د پرمختګ په مخ كشي خنډ جوړول دي او پردي وياړي او خوښ دي چه په هيواد كښي مو صليبي ښكيلاك ځواكونه د خپلو هيوادونو د حيوانيت څخه ډك ثقافت زمونږ د هيواد پر مسلمان وګړو د تطبيق كولو كوشش كوي او همدغه ورته پرمختګ ښكاري او ددغه ليكوالانو په ځواب كښي د اسلام اندو ليكوالانو له ځوابونو څخه راته څرګنده سوي چه په ټول افغان كښي اسلام اند ليكوالانو د ګوتو په شمير دي. او كوم چه دي په هغوي كښي ئي بعض په سياست پوري تړي بحثونو كښي شركت كول نه غواړي او بعض ئي ډير كمزوري دي.
[color=darkblue:4616761559]د كلتوره وتلي لهجه استعمالول له بدمرغه له جانبينو څخه سوي خو په سپينه جامه داغ ښه معلوميږي. [/color:4616761559]او په ليكنو كښي بده لهجه استعمالول دي ښكلي ويب پاڼي ته او همدارنګي استعمال كونكي ته ئي ضرر رسيږي چه پدي كار بي له تاوانه نور څه پر نظر نه راځي.
[color=darkred:4616761559]ګران غروال صيب په ليكنو كښي د بدي لهجي او اسلامي اخلاقو څخه لري كلمات استعمالولو زه ئي ډير زيات مخالف يم[/color:4616761559] او په ټول افغان كښي به د خپل توان قدر كوشش كوم چه دغه كار كونكو ته خپله غلطي په ګوته كړم [color=white:4616761559]او كه دغه سهوه زما څخه وسي نو د ټولو ليكوالانو څخه هيله لرم چه ما ته هم خپله غلطي راوه ښيي[/color:4616761559] او الله پاك دي وكړي چه په دغه كار كولو سره د جانبينو د مهرونو لاندي رانه سم.

ستاسي د همكاري پر هيله

--------------------------- څاروان



څاروان
24.02.2005

نقاد صيب د سلامونو جواب مو په وعليكم السلام دركوم او د ښه راغلاست څخه مو مننه.
نقاد صيب لكه څنګه چه د ټول افغان په اړوند ما ته معلومات نه وه نو همداسي به په پښتونخوا كي نورو ډير پښتونو وروڼو ته هم معلومات نه وي خو له كومه چه ماته معلومات سوي دي نو له همغه وورځي څخه ما ټول افغان په اړوند په هر مجلس كښي څه نا څه خبري كړي او ډير پښتانه وروڼه مي پري خبر كړي او هيله مي ځني كړي چه خپل نومونه پكښي ثبت كړي او پر ليكنو شروع وكړي ځكه اوس خو [color=indigo:41e4470f40]حالات داسي راغلي چه د زور لاسونه مو پر خوله دي نو د ټول افغان پر څير ويب پاڼو شته والي د ويښو پښتنو لپاره نيكمرغي ګڼم چه كم نه كم د همدي لاري خپل قومي فرض پوره كړي.[/color:41e4470f40] او د خپل قوم د مشكلاتو د حل لپاره د خپلو نظرونو څرګندوني وكړي.
-------------------

په پښتنه مينه

څاروان



څاروان
24.02.2005

محترم [color=indigo:6470bbbb11]هوتك[/color:6470bbbb11] صيب غريبانه سلامونه او نيكي هيلو مي په خپل عليشان دربار كښي د قبول وړ وه ګرځوي.

له نظر څخه مو مننه كوم او هوتك صيب له دغه اوږدو لستوڼو دي وبيردم ځكه داسي راته ښكاري چه دغه لستوڼي دي له داسي كيسو ډك كړي چه ډير خلك دي پري ځغلولي دي.
[color=darkred:6470bbbb11]او ستاسي دا خبري چه [/color:6470bbbb11]((((خوپام كوه دومره غټه لوره به يى نه ډنگوى.دلته ډيركبرژن په گونډو شويدي...... خوكله چي دوي پوه شول چي ياره دلته دهوتك په څيرداسي ملنگان شته چي پخپله افتادگۍ كي لوي گړنگان دي نويى څټ وگراوه....... او له فورمه تيښت‌ي ته اړوتل.........)))))
[color=white:6470bbbb11]وروره نن د ټوكو ټكالو په فورم كښي د پرديسۍ هجري د تاوده مجلس يارانو په بنډار كښي ستاسي هغه ليكنه ولوسته چه مشرقي وال ته مو كړي وه او زه به ئي دلته ورستي برخه رانقل كړم چه خبره ښه روښانه شي:[/color:6470bbbb11]

(((خير............. سړى به شى. نوى فورم ته راغلى يى. دلته چي اول هرڅوك راځي ځان ورته سياست وال ښكاري خوكله چي يوڅو واره دهوتك سپوري ستوغي واوري نوايله يى مازغه او سد سرته ورشي.
وايي ببرك كارغل يوه دارالمجانين ته دكتلو لپاره ورغى. له يوه ليوني سره يى دروغبړپه وخت نورو ليونيانو وليد. هغوي پرى راټول شو. دنوي ميلمه ملگري گومان يى ورته كړى وو.ډول ډول نخرى يى ورباندي كولى. يوه ليوني ترټايي كش كړ.ببرك ورته ويل پري مي ږده ته مانه پيژنى چي زه ددى هيواد مشريم. ليوني ورته ويل زويه ډيرژر به دي سرته سد ورشي. دلته چي هرڅوك اول راشي ځان ورته ولس مشرښكاري خوچي دليونتون بوړيى كولمې وروشكوي بيانو ايله سم سړى(ليونى) شي......)))

[color=darkred:6470bbbb11]نو پر دي خبره مي سر له وړاند خلاص سوي دي.[/color:6470bbbb11]خو ګوره چه په كومه ورځ پر چپ اړخ له خوبه راولاړ سوي وي او د قلم ژبي دي سپورو او ستوغو ته كار ويلي وي نو په عاجزي درڅخه هيله كوم چه په هغه ورځ زما ليكنه مه لوله ځكه دغه سپوري اوستوغي راته ....... او د منطق او فلسفي په فورم كښي خو د بعض ليكوالانو په ليكونو كښي نور هر څه سته فقط منطق پكښي نه شته.

بايد[color=darkblue:6470bbbb11] يادونه [/color:6470bbbb11]وكړم چه د ټول افغان څخه زما ناوخته خبريدلو لوي سبب دا وه چه د انټرنټ سره مي علاقه كمه وه او د مهاجرت شپي دي په خپل كار او روزګار كي دومره بوخت يم چه د سر ګرولو وخت هم راسره نه پيداكيږي خو خير الله دي خير كړي.

اوس په همدي بسنه كوم او خداي كول نوري خبري به بيا سره كوو

په پښتنه مينه او مننه

-------------------- څاروان



ع کريم حليمي
25.02.2005

ځاروان صاحب زه هم تاوده پاسته سلامنه دراستوم ٠ پر ګلو دي لغړيږي څو سبا رسيږي تاسوته
[quote:6859ee20aa]زما له نظره په عاشقي كښي بايد محبت او مينه له جانبينو څخه وي ځكه محبت د دوو زړونو ترمنځ يوه لاره جوړوي خو كه دغه لاره ون وي وي نو بيا به ددغه محبت پايلي د مانده پرغاړه د ګلانو د كرلو وي. او كه زما نظر صحيح نه وي نو هيلمن يم چه پر صحيح نظر مو وه نازوي. [/quote:6859ee20aa]

دعشق تعريف٠
مولانا محي الدين عربي وايي چه که چا عشق تعريف کړي ٠ نوبيائې هم نه پېژني
عشق و افراطي حب (محبت شديد ) ته ويل کيږي ٠
هغه وخت محبت شديد پيداکيږي چه الهام در وبخښي ٠ او يک طرفه وي ، او چه هم متمايز وي ٠ عاشقانه نګاه او کلام صادقانه،خالصانه وي ٠ اما که د هوس خبري وي ٠ نو خود خواهي ،درواغ،ريا پکښې وي ٠
او عشق پر دوه قسمه دۍ ٠ حقيقي او مجازي
حقيقي عشق نو محبوب د خدای په صفاتو او افعالو
حب به دي خپل وي مينه به دي خپله وي ٠ نو عاشوقي امکان لري ٠
که دي محبت او مينه د بله غوښته ٠ فکر دي وي چه د هر شئ او له هر چابه دي زړه شين وي ٠ ښه مثال ئې دنيا ده ٠ چه وايي ، خب د دنيا ٠ ګوره دنيا حب ،مينه نه لري ٠ چون حب زموږ خپل دۍ ٠ نو مجازي عاشقان ئې انسانان دي
نو يو طرفه په فراق عاشوقي خوندوره وي ٠ که نخرې (ناز ) په کښي نه وي نوهم خوند نه لري

اول علم دۍ ٠ بيا نوعشق پيداکيږي ٠
يعني ليدل او په پوهېدل دي ٠ بيا عاشوقي ده ٠
ښايست اول سړی په سترګو چپک ګړي ٠ بيا نو دوهم وار کي ئې په زړه مريض کړي ٠
معشق په ځان ناخبره وي ٠ که معشق هم عالم سو ، پوه سو٠ نوخوند ئې ولاړۍ
د افغان پر قوم به عاشقان کيږو ٠ نومو کټه وکړه ٠


Wares Darwesh
25.02.2005

ښاغلۍ څاروان صيب سلامونه می ومنی٠
وروسته بيا درته دټول افغان ښايسته او په زړه پوری ويب پاڼی (دپښتنو بنډار) ته [color=red:c32058d71f]،که لږ څه ځنډنۍ هم يم، [/color:c32058d71f]ښه راغلاست وايم٠
خدايدی وکړی چی په راتلونکی کښی به موږ په خپلو نيکو او صالحو نظريواوليکنو سره ونازوی ٠
وروستو له هغی چی می ستاسی ليکنی ولوستلی داراته جوته اوهم په دی ډاډه شوم چی انشأالله ډيرخواږه اوګټور بحثونه به سره په راتلونکی کښی ولرو٠
اوس مو په لوی الله سپارم٠
په ډير درناوی وارث درويش٠


نقاد
25.02.2005

[quote:80f98f3bd4]يو لړ وروڼو خپل لسټوڼي او پيڅي رابډ وهلي .... او پردي وياړي او خوښ دي چه په هيواد كښي مو صليبي ښكيلاك ځواكونه د خپلو هيوادونو د حيوانيت څخه ډك ثقافت زمونږ د هيواد پر مسلمان وګړو د تطبيق كولو كوشش كوي او همدغه ورته پرمختګ ښكاري [/quote:80f98f3bd4]
د سلام ، نيکو هيلو او درنښت سره هيله کيږي چې دغسې ليکنې او نه انګيرنې که په ګوته شي چې پورتنۍ ادعا په ثبوت ورسوي ، نو انشأ الله چې اړونده ليکوالان به يې ګوښه کړل شي، په دې شرط چې پورتنۍ ادعا پخپله يوه محض انګيرنه اود نورو په برخه کې يو زياتی يا تيروتنه ثابته نشي.


م ن غروال
26.02.2005

ښاغلئ څاروان ورور وروسته له سلامو!
ليکنه مو راته لږه شکمنه ښکاري فکر کوم تاسو هم د سخت دريځو او افراطي د اسلام په نامه له کورني ياغيانو غواړئ څه وواياست ٠ پدې هکله په کافي اندازه مونږه له وروڼو سره بحث درلولدلۍ دي که بيا هم هر ډول پوښتنه او غوښتنه وي د علم او منطق په مټ به انشأالله تعالی سره ګورو٠
د هر چاسره چې غواړئ په دغه هکله بحث وکړئ ډيره به درته ښه وي چې د هغه وررو ليکني په هماغه اړوند ولولئ تر څو خداي مکړه سؤتفاهم پيدا نشي٠
په درناوې



څاروان
01.03.2005

حليمي صيب
----------- السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

له معلوماتو څخه مو يوه نړۍ مننه.

څاروان



څاروان
01.03.2005

[color=darkred:a31c5bf12b]وارث درويش[/color:a31c5bf12b] وروره په پنډو سلامونه مي درواخله
وروره ستاسي څخه ما ته د ښه راغلاست په ويلو درڅخه يو جهان مننه كوم. او انشاء الله چه په اينده كشي به په شريكه په مختلفو موضوګانو خپل نظرونه څرګندوه خو هيلمن يم چه د نظر د اختلاف په صورت كشي سره خفه نه سو.

په پښتنه مينه او مننه
څاروان



څاروان
01.03.2005

غروال صيب سلامونو ته دي وعليكم السلام وايم او زما له خوا ئي هم قبول كړه.

وروره له نظر څرګندوني دي مننه كوم خو ددي ترڅنګ يوه خبره له اوسه په ډاګه كول غواړم او هغه دا:
[color=white:b377f6b72a]كه د هيواد څخه د ښكيلاكو صليبي ځواكونو وتلو لپاره مبارزه چلول د خپل توان مطابق ، او ددغه ښكيلاكو صليبي ځواكونو د افغانانو سره بد كړه غندل او هيواد وال پري خبرول، د ښكيلاكو صليبي ځواكونو تالي نه څټل، د ښكيلاكو صليبي ځواكونو ډول ته نڅا نه كول، له خپلي خاوري، دين ، ناموس نه دفاع كول او د وخت فرعون ته سجده نه كول، د بيت الابيض (( سپينه ماڼي)) پر ځاي بيت الله (( مكه)) ته مخ كول او ....[/color:b377f6b72a] [color=darkblue:b377f6b72a]افراطي كارونه وي او يا دغه ډله افراطي مسلمانان وي [/color:b377f6b72a][color=indigo:b377f6b72a]نو غروال صيب له اوس څخه ما هم د همدي ډلي په ليست كي ونيسه.[/color:b377f6b72a]

[color=darkred:b377f6b72a]هيله لرم چه زما د پورتني ليكني څخه به زما د نظر څرګندونه شوي وي.[/color:b377f6b72a]

له صليبي ښكيلاكو ځواكونو څخه د هيواد د ازادي په هيله

---------------------------- څاروان


م ن غروال
06.03.2005

ځاروان ورور سلامونه ومنئ
تاسو ليکلي :
[color=white:467e530e3b]كه د هيواد څخه د ښكيلاكو صليبي ځواكونو وتلو لپاره مبارزه چلول د خپل توان مطابق ، او ددغه ښكيلاكو صليبي ځواكونو د افغانانو سره بد كړه غندل او هيواد وال پري خبرول، د ښكيلاكو صليبي ځواكونو تالي نه څټل، د ښكيلاكو صليبي ځواكونو ډول ته نڅا نه كول، له خپلي خاوري، دين ، ناموس نه دفاع كول او د وخت فرعون ته سجده نه كول، د بيت الابيض (( سپينه ماڼي)) پر ځاي بيت الله (( مكه)) ته مخ كول او ....[/color:467e530e3b]
نورې خبرې به پريږدم دومره کولای شم درته وليکم چې نور د افغان مسلمان ولس د جګړې ستړۍ اوستاسو خبره (صليبان) هم هېواد ته د افراطيانو د سياست د نهايت غميزو شپو او ورځو (سياست) له برکته راننوتي او مسؤلين يي هم بايد دوئ وي٠
که په ريښتيا غواړو چې ځانوته يو خپلواک اسلامي هېواد ولرو نو لازمه بريښي چې بايد له اوسني شرايطو معقوله او مناسبه ګټه پورته کړو٠ او ولس ته عملاً ثابته کړو چې مونږ افراط او تېرۍ نه غواړوبلکه واقعاً د خلکو خدمت لپاره کار کوؤ او په سياست هم پوهيږو او هېواد به انشأالله تعالی بيا د تباهيو کندو ته نه ورنسکور کوؤ لکه څنګه چې مو وروسته د نجيب سقوط وروسته وکړل٠
که نه د هيچ چا مخ العياذباالله له مکې معظمې د سپينې ماڼې لورې ته نه هم ګرځيدلۍ دي او نه به هم وګرځي چې ستاسو دا خبره بدرنګه غوندې ده٠
په درناوې [/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more