سياست او روانې چارې
7x2=14x10=140
اتل
22.04.2014
آلسلام علیکم، محترمانو
د روهي رپوټ وایي چې د خوست امنیتي قواوو ددې ولایت په مختلفو برخوکې اوه تنه ماین خشونکي نیولي دي.
که دغه اوه تنه ماین خښونکي چې امنیتئ قواوو په خوست کې نیولي، آزاد پاتې شوي وای، او هر یوه په میاشت کې دوې چاودنې کړې وای، او په اوسط ډول په هره چاونده کې لس تن قتل او زخمی شوي وای نو د ۱۴۰ انسانانو تلفات به یې اړولي وو.
د پاکستان د طالبانو نطاق د اپریل د میاشتې په نهم تاریخ یعنې دیارلس ورځې مخکې وویل چې په عامه ځایونو کې د بمونو الوزول او د بې ګناه خلکو وژل غندو او دا کار د شریعت مخالف دئ. پداسې حال کې د دورند د کرښې ددواړو غاړو طالبان د ملامحمد عمر پیروي کوي، ولي افغان طالبان د بې ګناه انسانانو قتل ته دوام ورکي؟
طالبان تر ابده د ولس پرخلاف د حهاد نه د یوې حربې په توګه استفاده نشي کولاي، ځکه چې ولسونو دا خبره درک کړیده چې چې دا جهاد ندئ، بلکه د طالبانو چل ول دئ چې ولسونه کنترول کړي او پرعلاقو باندې قبضه ولګوي.
طالبان به ډیر زردا خبره درک کړی چې دوی دومره جنایتونه کړي چې ولس یې تر کناه نشي ورتیریداي. که طالبان غواړي چې په خپلو ولسونو کې بیا ژوند وکړي، نو ورله پکار دي چې ډیر زر د تشدد نه لاس واخلي، دولس ارادې ته غاړه کیږدي تر ځو یې ولس بیرته ومني.
http://www.rohi.af/