د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستالني طالبان: د بې ګناه خلکو وژل د شریعت مخالف کاردئ

اتل
22.04.2014

قدرمنو وروڼو، السلام علیکم
د پاکستان د حکومت سره د اوربند دماتولو راهیسي طالبانو بیا حملې پیل کړیدي. دپیښور په علاقه کې په دوو حملو کې یې شپږ تنه وژلي او تر دیرشو پورې یې زخمي کړیدي.
طالبانو د اور بند په موده کې هغه حملې چې په بلوچستان او اسلام آباد د سابو په منډيې کې وشوې و غندلې او ویې ویل چې د بې ګناه خلکو وژل د شریعت مخالف کار دئ.
آیا اوس طالبان چې بیګناه خلک یې په چارصده کې وژلي او زخمي کړیدي څنګه توجیح کوي؟

ولس پوهیږي چې طالبان تل دروغ وایي، د جهاد تر نامه لاندې غواړې ولس او سیمې تر خپله قبضه لاندې وساتي. دوی صلح نه غواړي، ځکه چې که صلح وکړي، بیا به په ولس او سیمه څنګه قبضه لګوي. طالبانو د پښتنو ولسونه دقبایلو په مختلفو علاقو کې ترورستانو ته د ځای د ورکولو، ترورستی کمپونو د جوړولو له لارې یرغمل کړیدي. طالبانو د قبایلو نه د تروریزم مرکز جوړ کړی چې ګاونډي، د مرکزي آسیا او منځني ختیځ ملکونه تر ګواښ لاندې راولي.

طالبان داسې یو آفت دې چې نه صلح ورسره کیدای شي او نه ګډ ژوند. د طالبانو سره هغه وخت ګذاره کیدای شي چې وسلې پر مځکه کیږدي، د خپلو ملکونو قوانین ومني او د نورو حق وپیژني.
http://www.bbc.co.uk/pashto/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more