سياست او روانې چارې
د حزبیانو او جمعیتیانو ائتلاف که د پاکستان، روس او ایران ائتلاف
م . ق
22.04.2014
بسم الله الرحمن الرحیم
د ټولټاکنو د قسمي پایلو وروسته کله چې قطب الدین هلال یا حزبیان ونه توانیدل چې واک ته د رسیدلو لپاره مطلوبې رایې ترلاسه کړي نو د غبرګ عبدالله سره په ائتلاف باندې سلا شول، د چا سره چې لا د مخکې نه د شنه بیرغ لاندې ځینې حزبیان راټول شوي وو، په ټولټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او د امنیت ښه والی اصلا د ښکیلو نړیوالو قوتونو خپل مینځي موافقه وه، هر یو ښکیلو ګاونډیانو او نړیوالو قدرتونو د ځانګړو نوماندانو څخه حمایه او سپورټ کولو، اوس چې صرف دوه نوماندان د ډېرو رایو په ترلاسه کولو بریالي شول نو ګاونډیان او نړیوال قوتونه هم اړ شول چې په دواړو کې د یو اړخ خوا ونیسي او خپل ګوډاګیان په حکومت کې شامل کړي چې پدې لړ کې پاکستان، ایران او روس او ترشایې انګلیس هم پدې سلا شول چې د غبرګ عبدالله په مشرۍ خپل ګوډاګیان د واک په ګدۍ کښینوي چې په نتیجه کې یې د حزبیانو، جمعیتیانو او هزاره ګانو ائتلاف شو، د دوي له غټو اهدافو څخه دا هم ده چې پښتانه واک ته د رسیدلو څخه راوګرځوي او د پاکستان او انګلیس په ګټه د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني، له همدې امله پاکستان په ټولټاکنو کې کوښښ وکړو چې د طالبانو په ذریعه د ډیورنډ په کرښه دیخوا قبایل او پښتانه په ټولټاکنو کې د شرکت څخه منع کړي ترڅو د پښتنو کاندید رایه ترلاسه نه کړي او په مقابل کې یې ټلواله په واک کې تلپاتې او لا ځواکمنه شي.
خو د دوي په مقابل کې امریکا او غرب هم اړ دی چې د اشرف غني او پښتنو څخه حمایت وکړي او پرنږدي چې د پاکستان، انګلیس، روس او ایران ګوډاګیان د تل لپاره په مسلمان ملت مسلط شي، د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژندل شي او د امریکا وجود او ګټې د سوال لاندې راشي بلکه پکار ده چې د پښتنو سره یوځاي مشترکې ګټې ولټوي، پدې اړه ما مخکې هم وړاندیز کړی وو چې د پښتنو او ازبکانو سره ائتلاف د دریواړو په ګټه دی او په نړایوالو مسائلو کې هم ترکیه، امریکا او غرب لا سره نږدې کوي او په سیمه کې د پښتنو په څیر یو ځواکمن او تاریخي قوم په ائتلاف کې لرلی شي.
خو پدې لړ کې دوه نورې خواوې هم له نظره نه شي ویستل کیدلی چې یو هند او چین دی او بل د کرزي اداره او پلویان دي، په ظاهره خو داسې ښکاري چې کرزی او ډله به یې هم د غبرګ عبدالله په ائتلاف ورګډ شي، خو په کار ده چې د هند په مرسته کرزی له دې کار څخه راوګرځول شي او اشرف غني هم دې ته اړ کړل شي چې کرزي خیلو ته هم په واک کې د سیاسي حکمت له مخې یو څه ومني بیا وروسته کولی شي چې یو یو یې ګوښه کړي خو اوس د کرزي رایوځاي کول ډېر اړین دي، اشرفي ځوانان دې دا وړاندیز زر تر زره خپل مشر ته ورسوي کنې کښتۍ به یې ډوبه شي ځکه که ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې نو مؤتلفین به په پوره واک او ځواک سره ټاکنې او رایې په لاس کې واخلي، د پښتنو سیمې به ناارامه کړي، اردو، پولیس، امنیت او کمیوسیونونه خو هسې هم د هغوي په لاس کې دي نو په داسې حال کې بیا لاس تړلي پښتانه هیڅ نشي کولی، همدا وخت دی چې باید کرزی په لاس کې واخیستل شي.
ډېره مننه