سياست او روانې چارې
ړوند یو ځل همساورکوي، خو دطالبانو نه هره ورځ ورکه وي.
اتل
16.04.2014
ډیرو محترمو او ویاړلو وطنوالو السلام علیکم
زموږ محترم طالبان صاحبان نه خپل عقل لري او نه د بل مني. ما پرخپله محدوده پوهه مکرراً طالبانو ته ویلي چې پردئ غوښه پر ځان پورې نه نښلي. یو ځل د اُسامه په مشرۍ دالقاعدې عربي ترورستانو دوکه کړۍ، ستاسې امارت یې د خپلو اغراضو په وجه چپه کړ او زموږ ملک یې په اجنبي قواقو اشغال کړ. طالبانو صاحبانو تاسې ددې ناورین نه سبق زده نګړ، او خپل جهل ته مو دوام ورکړ. پاکستاني. چچن، ازبک. تاجک، اویغور او نور ترورستان مو راوستل چې تاسې ته امارت وګټي. تاسې ته بیابیا وویل شول چې دغه ترورستان ستاسې اوستاسې د ملک په خیر فکر نه کوي بلکه خپل اهداف لري.
افغان ولس دوامدار شکایتونه درته وکړل، خو تاسې ونه منل. تاسې پاکستانیان راوستل اوحتی په زوراو جبر مو زموږ پښتنو لوڼې ورته نکاح کولې چې یومثال یې په وردګو کې دئ. تاسې طالبانو په زور د یوه وردګ نه همدغو پاکستانینو ته د هغه لور وغوښته چې اوس د ننګرهار د سپین غر په ولسوالۍ کې په جګړه ورسره اخته یاستئ.
وردګ چې د لور د درکولو نه انکار وکړ، هغه مو د هغه دزوی سره وتښوتل چې د لور درکولو ته یې مجبور کړئ. هغه پښتون نارینه د ځنځیرنه ځان خلاص کړ د سترګو په رپ کې یې د پاکستاني نه ټوپک واخیست ستاسې د طالب سره یې هه مردارکړ او زوی یې د خپلې کورنۍ سره حکومت ته تسلیم کړه چې ساتنه یې وکړي.
ړوند یو ځل همسا ورکوي، خو ستاسې نه هره ورځ ورکه وي، ځکه چې خپله خبره ومنۍ د بل چا خبره هسې د اوښ پسکۍ درته ښکاري. که تاسې د ولس فریادونه اوریدلي واي، ولې به تاسې ګټلئ حکومت دلاسه ورکاوه، ولې به خلکو ستاسې په مقابل کې پاڅونونه کول، ولې به زموږ ملک اشغال کیده او نن به ولې تاسې مجبور کیدئ چې ستاسې په اصطلاح د خپلو میلمنو او زموږ په اصطلاح د افغانستان او اسلام ددښمنانو سره په جګړه کې کیوزئ.
متل دئ چئ خپله لاسه ګله لاسه. تاسې اوس باید دا سبق زده کړئ وي چې ستاسې د نا عاقبت اندیشه اعمالو په وجه ولسونو قیامونه وکړل او افغان ولس ستاسې د شبکو دبکو سره سره د رایو مرکزونو ته مخه کړه او دایې درته جوته کړه چې طالبه ستا او ستا د ګټندویانو ترورستانو نه موږ تر پزې راغی یو نور نه تاسې غواړو او نه ستاسې بدعتي قاتلان، ترورستان، د افغان او اسلام دا قسم خوړلي دښمنان. طالب جانه دغه غله چې تا راوستي ستا دې مبارک وي. او طالبه تا هم نور نه غواړو.
=====
په سپین غر ولسوالۍ د دوو وسله والو ډلو ترمنځ سخته نښته روانه ده
27.01.1393
د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ سخته وسله واله نښته روانه ده.
د ننګرهار د سپین غر ولسوال قاسم خان ازادۍ راډيو ته ویلي، چې نن شاوخوا لس نیمې بجې د دې ولسوالۍ په شډل بازار سیمه کې د طالبانو امارت او د لشکر اسلام وسله والې ډلې ترمنځ نښته پيل شوې او اوس هم په شدت سره روانه ده.
ولسوال وايي، ډزې اوریدل کیږي او د نښتې په اړه نور جزیات ورسره نشته.
بل خوا د سیمې یوه اوسیدونکي خان شینواري ازادۍ راډیو ته ویلي، چې د جګړې له سیمې څخه زیاتره خلک له کورونو وتلي او د درنو ډزو اوازونه اوریدل کیږي.
بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته په ټیلیفوني اړیکه کې یاده نښته تاييد کړې او په خبره، يې دوی ځکه د یادې ډلې پر وړاندې وسله را پورته کړه، چې دوی به په دې سیمو کې عام خلک ځورول.
خو د منګل باغ وسله والې ډلې د يادې پيښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
http://pa.azadiradio.org/content/article/25334945.html