د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د قاتلانو مثلث

میرویس
10.04.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
داسې ښکاري چې د معصومومسلمانو د قتل مثلث تشکیل شوئ وي. پېښوریان متل کوي چې [ټینګ شه محمدین ته، چې دې راکاږي سادین ته]. د افغانستان او پاکستان دطالبانو دقتل ماشینونه لکه چې بس نه وو چې د بلوڅ متحده پوځ هم پکې را ګډ شو.

د بلوڅ متحد پوځ د اسلام آباد د سابو په منډیي کې د بم د چاودنې مسؤلیت په غاړه اخیستئ، او څومره معقوله ادعا یې کړیده چې ګواي دا حمله يې د پاکستان د پوځ د هغو عملیاتو په بدل کې کړیده چې ګڼ شمیز بلوڅان پکې ووژل شول.

دا ادعا او د طالبانو هغه پوچې ادعاګانې د یوې چينې نه اوبه څښي چې وايې موږ بمونه خارجیانو او افغان عسکرو ته ږدو، خو چې ولسي خلک پکې مري زموږ ګناه نده، ځکه چې زموږ قصد د ولسي خلکو وژل ندي. خو دغه ګمراهان ښه پوهیږي چې پدې لویو لارو خو د خارجي او افغان قواوو نه زیات ولسي ګاډي تګ راتګ کوي.
http://www.larawbar.net/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more