سياست او روانې چارې
طالبانو پخپلو کې درندې وسلئ استعمال کړیدي.
اتل
08.04.2014
محترمو لوستونکو، السلام علیکم
پاکستاني طالبان چې جنګ ونکړي پمن کیږي. اوس چې د حکومت سره د هغوی اوربند جاري دئ، پخپلو سره جنګیږي. وړمه ورځ د پاکستاني طالبانو یوې ډلې د بلې ډلې د یوه ګروپ قوماندا د خپلو ملګروسره وواژه.
نن بیا رقیبو ډلو په خپلوکې درندې وسلې استعمال کړي او لس تنه طالبان وژل شویدي.
پاکستاني طالبان د ګور د چنجیو غوندې چې د مړې غوښې خلاصې شي بیا پخپلو کې یو او بل خوري. پاکستاني طالبان هم همدغې چې د پاکستاني قواوو د هیبت او ویرې یې اوربند منلئ او د بل چا سره جنګ نشي کولای، پخپلو کې سره خوري او په عین حال کې کوښښ کوي چې د اور بند نه اوږه خالي کړي او په یوه پلمه، بیله دې چې د حکومتي قواوو ترغضب لاندې واقع شي عام ولس تر بریدونو لاندې ونیسي او خپلې سخې ورباندې سړې کړي.
پاکستاني طالبان نه دسولې خبرو ته متعهد دي اونه هم دخپل ولس یو یو او بل ته وفاداردي. پاکستاني طالبان د خودسرۍ، بې قانونۍ، پرولس دظلم او ستم نه پرته په بل شي نه پوهیږي. قتل، زور او جبرددوی د ورځني ژوند برخه ګرزیدلي، او دوی په ټولنه کې نشي مدغم کیداي ځکه چې د بل کاروبارجوګه ندي. د پاکستان طالبان د پرازیت يه توګه د پاکستان بالخصوص دپښتون ولس د اوږې پیټئ دي. دا ملت تر هغې د آرامۍ سا نشې ایستلئ چې د طالبانو د تحریک نه آزاد شوئ نه وي.
دا لاندې رپوټ ډېوې خپور کړيدئ:
======
جنوبي وزيرستان : دپاکستاني طالبانو ترمينځ نښته کې ١٠ جنگيالي وژل شوي
سرچينې وائي چې ددغه نښتې په مهال دواړو خواؤ ديو بل په ضد درنې وسلې کارولي دي.
TEXT SIZE
08.04.2014
پيښور — راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان په شکتوئي سيمه کې دطالبانو ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځ دنهې په ورځ ترسره شوې يوه نښته کې نور ١٠ جنگيالي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي چې ددغه نښتې په مهال دواړو خواؤ ديو بل په ضد درنې وسلې کارولي دي.
دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان ددوؤ تندروه ډلو خان سيد چې په سجنا شهرت لري اؤ ولي الرحمان ډلو ترمينځ داتوار په ورځ شوې نښته کې هم پينځه جنگيالي وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ چې ورسره تر دې مهاله ترسره شوؤ نښتو کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٥ؤ ته رسيدلې ده.
دپاکستان پوځ جنوبي وزيرستان کې کال ٢٠٠٩م کې دپاکستاني طالبانو دتحريک دجنگيالو پشمول سيمه کې دموجودو تندلارو په ضد ستر پوځي عمليات ترسره کړي وؤ چې پکې دپوځ له لوري دسلگونو جنگيالو دوژنې ادعاوې شوې وې.
Re: طالبانو پخپلو کې درندې وسلئ استعمال کړیدي.
pattang
08.04.2014
دغه خبرې د امريکا غږ چې د سي ای اې راديو دی خپروي یې!
دغه خبرې واقعت نلري له پروګرام شوي ديچيتلي څخه په خپل
وار او مخصوص سيګنال راوځي !
[quote:d0ea9f1b2b="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
پاکستاني طالبان چې جنګ ونکړي پمن کیږي. اوس چې د حکومت سره د هغوی اوربند جاري دئ، پخپلو سره جنګیږي. وړمه ورځ د پاکستاني طالبانو یوې ډلې د بلې ډلې د یوه ګروپ قوماندا د خپلو ملګروسره وواژه.
نن بیا رقیبو ډلو په خپلوکې درندې وسلې استعمال کړي او لس تنه طالبان وژل شویدي.
پاکستاني طالبان د ګور د چنجیو غوندې چې د مړې غوښې خلاصې شي بیا پخپلو کې یو او بل خوري. پاکستاني طالبان هم همدغې چې د پاکستاني قواوو د هیبت او ویرې یې اوربند منلئ او د بل چا سره جنګ نشي کولای، پخپلو کې سره خوري او په عین حال کې کوښښ کوي چې د اور بند نه اوږه خالي کړي او په یوه پلمه، بیله دې چې د حکومتي قواوو ترغضب لاندې واقع شي عام ولس تر بریدونو لاندې ونیسي او خپلې سخې ورباندې سړې کړي.
پاکستاني طالبان نه دسولې خبرو ته متعهد دي اونه هم دخپل ولس یو یو او بل ته وفاداردي. پاکستاني طالبان د خودسرۍ، بې قانونۍ، پرولس دظلم او ستم نه پرته په بل شي نه پوهیږي. قتل، زور او جبرددوی د ورځني ژوند برخه ګرزیدلي، او دوی په ټولنه کې نشي مدغم کیداي ځکه چې د بل کاروبارجوګه ندي. د پاکستان طالبان د پرازیت يه توګه د پاکستان بالخصوص دپښتون ولس د اوږې پیټئ دي. دا ملت تر هغې د آرامۍ سا نشې ایستلئ چې د طالبانو د تحریک نه آزاد شوئ نه وي.
دا لاندې رپوټ ډېوې خپور کړيدئ:
======
جنوبي وزيرستان : دپاکستاني طالبانو ترمينځ نښته کې ١٠ جنگيالي وژل شوي
سرچينې وائي چې ددغه نښتې په مهال دواړو خواؤ ديو بل په ضد درنې وسلې کارولي دي.
TEXT SIZE
08.04.2014
پيښور — راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان په شکتوئي سيمه کې دطالبانو ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځ دنهې په ورځ ترسره شوې يوه نښته کې نور ١٠ جنگيالي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي چې ددغه نښتې په مهال دواړو خواؤ ديو بل په ضد درنې وسلې کارولي دي.
دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان ددوؤ تندروه ډلو خان سيد چې په سجنا شهرت لري اؤ ولي الرحمان ډلو ترمينځ داتوار په ورځ شوې نښته کې هم پينځه جنگيالي وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ چې ورسره تر دې مهاله ترسره شوؤ نښتو کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٥ؤ ته رسيدلې ده.
دپاکستان پوځ جنوبي وزيرستان کې کال ٢٠٠٩م کې دپاکستاني طالبانو دتحريک دجنگيالو پشمول سيمه کې دموجودو تندلارو په ضد ستر پوځي عمليات ترسره کړي وؤ چې پکې دپوځ له لوري دسلگونو جنگيالو دوژنې ادعاوې شوې وې.[/quote:d0ea9f1b2b]
Dr.Afghan
09.04.2014
تاسي خو په پاکستاني طالبانو پسي داسي راخيستې ده, باور وکه چي در باندي بد ګمانه شم چي له ائئ ايس ائئ نه خو به څه شی اخلۍ نه٠ او دایې لا بله چي له پاکستان سره د دوشمني ټول کرېډيټ پخپله اخلۍ٠
larghonay laraway
09.04.2014
نه پوهېږم چې دا ډاکټر افغان به د فيل د غوږ په کومه سوړه کې اوسي.
دی اوس هم نه پوهېږي چې طالب او ISI د يوې سيکې دوه مخونه دي.
طالب د انګريز په مفکوره، د CIA په لګښت، د پاکستان د ISI په جعلي فابريکه کې جوړ شوی يو شی دی.
pattang
09.04.2014
که ستا خبره په پټو سترګو ومنم نو هغوی به
یې پټ ځيره خواره وي !
ټول شاهدي ورکوي چې هغوی خو ځانونه پرې وژني ، کورونه يې
په نس وږي دي، په شکېدليو څپلويو او وږي نس جنګ هم کوي !
خو ستا سې ټول له جمهوررئيسه را نيولې تر ميډيا ، له ماموره
تر چپړاسي پورې ټول د cia ځيره خواره او بين المللي
مشهورسوالګر ياست چې دسوال او سپېګانې پېسې هم غلاکوۍ !
او دنورو حق خورۍ او دالړۍ به (( تداوم او تحول )) در پکښې
تل روانه وي !
زه به له تا او له نورو څخه يو سوال وکړم او لطفا ځواب یې راکړۍ!!
چې داسې دی نو تاسې د صليبي اشغالګرو پر ضد ولې ملي قيام
نکوۍ چې پښتون وژنې ته ټکی کېږدی او ناموس مو پر ځای کړۍ؟؟؟
خونه تاسو دالر وهۍ او دچرګۍ په خبرو اولس او مونږ غلطوۍ !!
محترم لاروي صيب ، ته محترم سړی یې لکه دانور(!) په ګرداب کې
بند پاتې یې نو زما ليکنه شخصا تاته متوجه نده بلکې ټول فاسد رژيم
ته مې کړې ، داچې بحث زما او ستا دی نو ته مې مخاطب کړی یې!
که زما توري ستا ددرد سبب شي معذرت غواړم !!
[quote:a5b9b43389="larghonay laraway"]نه پوهېږم چې دا ډاکټر افغان به د فيل د غوږ په کومه سوړه کې اوسي.
دی اوس هم نه پوهېږي چې طالب او ISI د يوې سيکې دوه مخونه دي.
طالب د انګريز په مفکوره، د CIA په لګښت، د پاکستان د ISI په جعلي فابريکه کې جوړ شوی يو شی دی.[/quote:a5b9b43389]
Dr.Afghan
13.04.2014
لاروی صاحب او نورو ټولو وطندارانو السلام علیکم. ډېره بخښنه غواړم چي ستا سي فورم ته بې اجازې درغلی وم. خبره دي سمه چي ده٠ زه يو متخصص ډاکتر په عامو، سپېرو او در په در افغا نا نوکي اوسم چي خدای خبر په کومه سوړه کي پراته او کومي سوړي ته منډه وهي. تا سو او نور ټول ليکوالان ماته دډېر قدر وړياست او احترام درته لرم. دومره به ضرورووايم چي په ډېروعاموخلکو کي داوسېدو له کبله، کېدای شي زه په بعضو شيانو کي نسبت زيات معلومات ولرم.
دپاکستان طالبانو چي دپاکستان فوځ له کوم ګواش سره مخامخ کړی دی، کېدای شي افغانان يې راتلونکي ٥٠ کاله بعد هم ونه کولای شي٠ په دې باره کي ما ته ډېري خبري مناسب نه شکاري چي یې وليکم.
دايئ ايس ايئ له افغانستان سره دوشمني خو له چا پټه نه ده، نه مونږځني منکير يو او نه په نفرت کي څوک ترې له ځانه پورته بولو٠ خو والله که مي دا هم ايمان مني چي د اسلام دوشمنان په افغانستان کي په يوه اوبله بهانه ومنم.
اتل
16.04.2014
ډاکتر افغان صاحب، السلام علیکم
ورورجانه ته خو مذهبي افراطیت چې په اسلام کې حرام دئ داسې ړوند او کوڼ کړئ یې چې د طالب نه پرته بل هیڅوک نه ویني، او یاخو هم پر هر څه پوه یې، خو د هر شی نه انکار کوي او د بدعت او خوارجو ملاتړ کوي. تاسې ته د افغان او افغانستان منافع هسې داوتې بوتې ښکاري.
وګوره چې اوس همدغسې درندې وسلې پاکستاني طالبان زموږ په ملک کې د ننه د افغان طالبانو سره په جنګ کې استعمالوي. پاکستاني طالبان او افغان طالبان دواړه نه د ولس پروا لري، نه د ملک او نه هم د اسلام. دوی خپلې مادي ګټي ساتي او بیس.
دا لاندې مضمون چې همدلته مې نن اچولئ دئ ولونه چې سر او د زړه غوږونه دې خلاص شي. هغه څه چې تاسې یې انکار کاوه پخپله د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد تائید کړي دي. دا رپوټ د آزادۍ رادیو، او پژواک په شمول ګڼ شمی رسنیو خپور کړیدئ.
=====
ډیرو محترمو او ویاړلو وطنوالو السلام علیکم
زموږ محترم طالبان صاحبان نه خپل عقل لري او نه د بل مني. ما پرخپله محدوده پوهه مکرراً طالبانو ته ویلي چې پردئ غوښه پر ځان پورې نه نښلي. یو ځل د اُسامه په مشرۍ دالقاعدې عربي ترورستانو دوکه کړۍ، ستاسې امارت یې د خپلو اغراضو په وجه چپه کړ او زموږ ملک یې په اجنبي قواقو اشغال کړ. طالبانو صاحبانو تاسې ددې ناورین نه سبق زده نګړ، او خپل جهل ته مو دوام ورکړ. پاکستاني. چچن، ازبک. تاجک، اویغور او نور ترورستان مو راوستل چې تاسې ته امارت وګټي. تاسې ته بیابیا وویل شول چې دغه ترورستان ستاسې اوستاسې د ملک په خیر فکر نه کوي بلکه خپل اهداف لري.
افغان ولس دوامدار شکایتونه درته وکړل، خو تاسې ونه منل. تاسې پاکستانیان راوستل اوحتی په زوراو جبر مو زموږ پښتنو لوڼې ورته نکاح کولې چې یومثال یې په وردګو کې دئ. تاسې طالبانو په زور د یوه وردګ نه همدغو پاکستانینو ته د هغه لور وغوښته چې اوس د ننګرهار د سپین غر په ولسوالۍ کې په جګړه ورسره اخته یاستئ.
وردګ چې د لور د درکولو نه انکار وکړ، هغه مو د هغه دزوی سره وتښوتل چې د لور درکولو ته یې مجبور کړئ. هغه پښتون نارینه د ځنځیرنه ځان خلاص کړ د سترګو په رپ کې یې د پاکستاني نه ټوپک واخیست ستاسې د طالب سره یې هه مردارکړ او زوی یې د خپلې کورنۍ سره حکومت ته تسلیم کړه چې ساتنه یې وکړي.
ړوند یو ځل همسا ورکوي، خو ستاسې نه هره ورځ ورکه وي، ځکه چې خپله خبره ومنۍ د بل چا خبره هسې د اوښ پسکۍ درته ښکاري. که تاسې د ولس فریادونه اوریدلي واي، ولې به تاسې ګټلئ حکومت دلاسه ورکاوه، ولې به خلکو ستاسې په مقابل کې پاڅونونه کول، ولې به زموږ ملک اشغال کیده او نن به ولې تاسې مجبور کیدئ چې ستاسې په اصطلاح د خپلو میلمنو او زموږ په اصطلاح د افغانستان او اسلام ددښمنانو سره په جګړه کې کیوزئ.
متل دئ چئ خپله لاسه ګله لاسه. تاسې اوس باید دا سبق زده کړئ وي چې ستاسې د نا عاقبت اندیشه اعمالو په وجه ولسونو قیامونه وکړل او افغان ولس ستاسې د شبکو دبکو سره سره د رایو مرکزونو ته مخه کړه او دایې درته جوته کړه چې طالبه ستا او ستا د ګټندویانو ترورستانو نه موږ تر پزې راغی یو نور نه تاسې غواړو او نه ستاسې بدعتي قاتلان، ترورستان، د افغان او اسلام دا قسم خوړلي دښمنان. طالب جانه دغه غله چې تا راوستي ستا دې مبارک وي. او طالبه تا هم نور نه غواړو.
=====
په سپین غر ولسوالۍ د دوو وسله والو ډلو ترمنځ سخته نښته روانه ده
27.01.1393
د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ سخته وسله واله نښته روانه ده.
د ننګرهار د سپین غر ولسوال قاسم خان ازادۍ راډيو ته ویلي، چې نن شاوخوا لس نیمې بجې د دې ولسوالۍ په شډل بازار سیمه کې د طالبانو امارت او د لشکر اسلام وسله والې ډلې ترمنځ نښته پيل شوې او اوس هم په شدت سره روانه ده.
ولسوال وايي، ډزې اوریدل کیږي او د نښتې په اړه نور جزیات ورسره نشته.
بل خوا د سیمې یوه اوسیدونکي خان شینواري ازادۍ راډیو ته ویلي، چې د جګړې له سیمې څخه زیاتره خلک له کورونو وتلي او د درنو ډزو اوازونه اوریدل کیږي.
بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته په ټیلیفوني اړیکه کې یاده نښته تاييد کړې او په خبره، يې دوی ځکه د یادې ډلې پر وړاندې وسله را پورته کړه، چې دوی به په دې سیمو کې عام خلک ځورول.
خو د منګل باغ وسله والې ډلې د يادې پيښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
http://pa.azadiradio.org/content/article/25334945.html