د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تو کار زمین را نیکوه ساختی - که بر آسمانها بپرداختی.

اتل
08.04.2014

السلام علیکم
روهي د عراق د دولتی مقاماتو د خولې وایي چې عراقي قواووپه رامادي کی پنځه تنه وسلوال وژلي چې درۍ تنه یې افغانان دي. کله چې سړئ واوري چې افغان پ پردي جنګ کې وژل شوي خوایې پرې بدیږي او د افغانستان رنګه ورسره بدیږي. د تروراو وحشت سره د افغان د نامه ذکر کیدل د افغانستان په لمنه د تورداغ لګول دي.

سوال دادئ چې ولې افغانان دالقاعدې او نورو ترورستي ډلو دپاره دپیسو په بدل کې د اجیر عسکر په توګه کار کوي. آیا پیسه دومره ورته عزیزه ده چې د خپل ګران ژوند په بیه یې ګټي؟

په پښتو کې یو متل دي چې وایي [دکور ګټه، د لاهور ګټه]. که څوک پخپل ملک کې کار وکړي ښایي لږ پیسې وګټي خو ژوند به یې خوندي وي، د خپلې کورنۍ سره به وي او د خپل ملک دپاره به هم د تروریزم د مرکز نوم نه کمایي کوي.
وایي: [چې لږخوري، تل خوري-چې ډیرخوري، ګنډیر خوري].

څوک چې د خپل ژوند د معیشت دپاره ناجائزکارونه کوي، او بالخصوص اجیر عسکر کیږي او نور انسنان وژني، بالاخره خپله هم وژل کیږي او په خپل ژوند او آخرت قیمار وهي.
آلله جل جلالله دې دوی ته هدایت وکړي.
http://www.rohi.af/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more