سياست او روانې چارې
افغان ولس طالبانو ته قوي پیغام ولیږه
میرویس
07.04.2014
ګرانو وطنوالو، السلام عایکم
طالبانو ګواښ کړې ؤ هرځوک چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي وبه یې وژني او اجازه به ورنکړي چې انتخابات سرته ورسیږي. طالبانو دکندزولایت دخان آباد په ولسوالۍ کې درایو د انتقال موټر په بم والوزاوه، درئ تنه یې ووژل. طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی د قاتلانو او قطاع طریقانو نه پرته بل څوک ندي.
طالبان د انتخاباتو په ګډوډولو کې ناکام شول. افغان ولس په انتخاباتو کې په بې ساري ډول ګډون وکړ او ددوموکراسۍ د تمثیلولو له لارې يې طالبانو ته قوي پیغام ورکړ چې تاسې نه غواړو، بلکه موجوده نظام غواړو او د خپلې خوښې کاندید ته رایې ورکوي.
کورنیو اوبهرنیو مطبوعاتو دا خبره په ډاګه وکړه چې طالبانو ته پکار دي چې د افغان ولس د اکثریت د رایي احترام وکړي. ځکه چې ولس واضح کړه چې جنګ، تشدد او افراطیت نه غواړي.
ملګرو ملتونو، بین المللي نهادونو او ولسونو د افغانستان ښځې او نارینه وستایل چې خپله اراده او دموکراسي يې تمثیل کړل اود ملک د انتخاب شوي راتلونکي حکومت سره یې خپل ملاتړ اعلان کړي. اوس طالبانو ته هم پکار دې چې د تششد نه لاس واخي او د سولې په پروسه کې برخه واخلي.
http://www.bbc.co.uk/pashto
Re: افغان ولس طالبانو ته قوي پیغام ولیږه
pattang
07.04.2014
ياره ځوانه په طالبانو پسې دې داسې را اخيستې ده لکه بلشويکي
روسان چې په کولاکو او بورژواګانو پسې يې را اخيستې وه
اوهغوی به به يې بيا وژل !
ته ولې په خبره نه پوهيېږې ؟ دطالب لپاره دا نده مهمه چې کوم
لډو په قدرت راغی او کوم نه ! ځکه چې ټول یې د سي ای اې له
ګېډې راوتلي اوهلته یې خپل مردار شکل نيولی !
دطالب هدف دادی چې ددې لډو ګانو د پيداکولو ځای او متحرکين
پلو يان او روزي رسان یې سره صليبيان له ملکه وشړي که
پردې کار طالب موفق شي نو د لډوګانو ځای به ډېران وي !!!
[quote:aad2b25df8="میرویس"]ګرانو وطنوالو، السلام عایکم
طالبانو ګواښ کړې ؤ هرځوک چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي وبه یې وژني او اجازه به ورنکړي چې انتخابات سرته ورسیږي. طالبانو دکندزولایت دخان آباد په ولسوالۍ کې درایو د انتقال موټر په بم والوزاوه، درئ تنه یې ووژل. طالبانو یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی د قاتلانو او قطاع طریقانو نه پرته بل څوک ندي.
طالبان د انتخاباتو په ګډوډولو کې ناکام شول. افغان ولس په انتخاباتو کې په بې ساري ډول ګډون وکړ او ددوموکراسۍ د تمثیلولو له لارې يې طالبانو ته قوي پیغام ورکړ چې تاسې نه غواړو، بلکه موجوده نظام غواړو او د خپلې خوښې کاندید ته رایې ورکوي.
کورنیو اوبهرنیو مطبوعاتو دا خبره په ډاګه وکړه چې طالبانو ته پکار دي چې د افغان ولس د اکثریت د رایي احترام وکړي. ځکه چې ولس واضح کړه چې جنګ، تشدد او افراطیت نه غواړي.
ملګرو ملتونو، بین المللي نهادونو او ولسونو د افغانستان ښځې او نارینه وستایل چې خپله اراده او دموکراسي يې تمثیل کړل اود ملک د انتخاب شوي راتلونکي حکومت سره یې خپل ملاتړ اعلان کړي. اوس طالبانو ته هم پکار دې چې د تششد نه لاس واخي او د سولې په پروسه کې برخه واخلي.
http://www.bbc.co.uk/pashto[/quote:aad2b25df8]
larghonay laraway
08.04.2014
اوس خو به يې منئ چې ملاعمر د امريکا ګوډاګی دی!
په افغانستان کې جګړه په اصل کې د امريکايانو له خوا پلان شوې جګړه ده.
امريکايان نور غواړي چې په افغانستان کې خپل لګښتونه کم کړي او يوازې په څو هډو پورې محدود شي نو ځکه خو جګړه هم کمول غواړي.
په ټاکنو کې يې طالبانو ته امر کړی ؤ چې ځانچونې او نور ناوړه اعمال بند کړئ ځکه خو ټاکنې په نسبي ارامه فضا کې وشوې.
بله وجه يې داوه چې د طالبانو هغه سوداګر هم تر خاورو لاندې شول. دا سوداګر په جنوب کې احمد ولي خان او په شمال کې فهيم جګړه او د ده ډله وه. دوی به د ټاکنو په ورځ کرايي طالبان نيول چې د ټاکنو له سهاره تر ماښامه به يې جګړه کوله او بيا به هلته خېر خېريت ؤ.
نو فکر کوم چې د يو ښه بدلون او دوام په هيله مو دا پسرلی پيل کړی دی.