د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د خلکو زور د خدای زور دی!

larghonay laraway
06.04.2014

دا خو زوړ متل دی ولې نورمحمد تره کي به ډېر تکرارولو چې ( د خلکو زور د خدای زور دی) لکه چې رښتيا هم همداسې ده کنه کرزي خو ۵۱ ډوله سناريوګانې جوړې کړې وې چې زلمی د ارګ په تخت کېنوي خو خلک لکه چې غني افغانستان غواړي!


Re: د خلکو زور د خدای زور دی!

pattang
06.04.2014

توده یې مه خوره ! دواړه د cia اربکيان دي او دا ددالرو زوردی
نه د اولس ! اولس په نس وږی دی هر څوک چې ګلې باغې ورته
جوړوي په هغوی پسې بې شعوره منډې وهي !
يو کال وروسته به ګورو چې غني دکرزي سپی خېځي اوکه نه !
ځوک چې ملي ازادي نلري او اقتصادي استقلال نلري هغه به تل
پر نس وږی غلام وي !

[quote:c387e3b740="larghonay laraway"]دا خو زوړ متل دی ولې نورمحمد تره کي به ډېر تکرارولو چې ( د خلکو زور د خدای زور دی) لکه چې رښتيا هم همداسې ده کنه کرزي خو ۵۱ ډوله سناريوګانې جوړې کړې وې چې زلمی د ارګ په تخت کېنوي خو خلک لکه چې غني افغانستان غواړي![/quote:c387e3b740]


larghonay laraway
08.04.2014

پتنګ لالا د شکر ځای خو دا دی چې تر دې دمه ولس په يو انپړ، جاهل او له دین او دنيا ناخبره پسې لښکر ؤ خو دا ځل په يو متفکر پسې روان شوی دی.
انشاء الله چې يو غني افغانستان به ولرو.


pattang
08.04.2014

لار وي صيب قضاوت دغلط دی خو عقيده دخپله !
کوم متفکر ؟ هغه عصبي دروغجن انترو پولوګ چې ځان یې په غمځبلي
او نس وږي اولس متفکر او اقتصاد پوه خرڅ کړی ! خو اولس پردې پوه
اوخبر ندی چې د منډ هي (یې) دلال یې cia ده !
زه خو قسم درته خورم چې ما متفکر او اقتصاد پوهه پردې نوم څوک
ندی پيدا کړی !!
هو دپښتنو قاتل اوزبک دوستم د جاهل متفکر ملګری په هر
دائرت‌المعارف کې ذکر شوی !
له يوو کال وروسته به بيا غږ درباندې وکړم !

[quote:16ecbdca08="larghonay laraway"]پتنګ لالا د شکر ځای خو دا دی چې تر دې دمه ولس په يو انپړ، جاهل او له دین او دنيا ناخبره پسې لښکر ؤ خو دا ځل په يو متفکر پسې روان شوی دی.
انشاء الله چې يو غني افغانستان به ولرو.[/quote:16ecbdca08]


larghonay laraway
08.04.2014

ګوره پتنګ صيب محترمه!
ما مخکې هم دا ليکلي چې اشرف غني سل په سلو کې نه تاييدوو خو په شتو کاندیدانو کې نسبتاً ښه دی.
بله دا چې همدغه ستر جنايتکار او د ګلمجمو مشر چې د کرزي سره ؤ او د ارګ په څو مترۍ کې يې جنسي تېری وکړ هيچا هم پرې څه نه ويل.
ولې کله چې له غني سره ملګری شو نو لږ تر لږه بښنه خو يې وغوښته.
پتنګ صيب خلک نور د ملاعمر او کرزي په زرګري جګړې پوه شوي او دا يې هم درک کړې چې دواړه د امريکا لپاره کار کوي. نو ګوډاګيان خو ټول دي ولې که ډېر بدلون نه راځي نو لږ تر لږه د څېرو بدلون خو به راشي کنه!
مونږ نور د کرزي له ليدلو ستړي يو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more