سياست او روانې چارې
افغان او پاکستاني طالبان پخپلو کې سره کیوتي دي.
اتل
04.04.2014
محترمو لوستونکو، السلام علیکم
خبریال رپوټ ورکړئ چې افغان او پاکستاني طالبان د پکتیکا په ولایت کې پخپلو کې په جګړه لګیا دي. وايي چې په جګړه کې تر اوسه پورې درئ پاکستاني او یو افغان طالبان وېل شوي دي او جګړه لا دوام لري. .
محترمو وروڼوو: دواړو طالبي ډلو په افغانستان کې ډیر ظلمونه کړیدي او دتیرو څو هفمتو په موده کې یې د انتخاباتو د شنډولو دپاره خپلو ترورستي فعالیتونو ته زور ورکړیدئ.
ددغو دواړو ډلو ترمنځ جنګ او انسان وژنه د افسوس خبره ده، خو ددغو ډلو په خپلو کې ښکیل کیدل او کمزوري کیدل په افغانستان کې د هغوی ترورستي اعمال بتي او کموی، او د افغان ولس او ملک په ګټه تمامیږي.
کاشکي داوړې ډلې نور نه پخپلو کې وجنګیږي او نه هم پخپلو ملکونو کې تشدد ته دوام ورکي.
====
پکتيکا کې د افغان او پاکستانيو طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته پيل شوې"
By د پژواک خبر Apr 4, 2014 - 15:47
کابل(پژواک، ١٥ورى٩٢) : ملي امنيت وايي ،چې په پکتيکا ولايت کې د افغان او پاکستانيو طالبانو ترمنځ له شاوخوا درېيو ساعتونو راهيسې نښته راونه ده .
د ملي امنيت له عمومي رياست څخه پژواک خبري اژانس ته نن په يوه راليږل شوې پاڼه کې راغلي،چې د پکتيکا ولايت په واڼې سيمه کې يو شمېر پاکستاني طالبان د ډيورند له کرښې را اوښتي او غوښتل يې د ټاکنو په ورځ د ټاکنو په مرکزونو بريدونه وکړي .
په خبرپاڼه کې راغلي ،چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوي او د دواړو لوريو ترمنځ اوس هم (٣:٣٠) مازيګر جګړه روانه ده .
سرچينه ليکي،چې په ياده نښته کې پاکستاني طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځينې يې بېرته له کرښې هغه خوا اوښتي دي .
همدارنګه ملي دفاع وزارت هم د پکتيکا په ولايت کې د افغاني اوپاکستاني طالبانو ترمنځ نښته تاييدوي.
ددې وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي دي: (( د افغاني اوپاکستاني طالبانو ترمنځ د نامعلومه دليلونو له مخې په پکتيکا ولايت کې جګړه روانه ده.))
نوموړي ددې خبرې په يادونې سره چي دغه جګړه لا اوس هم روانه ده، ليکي چي تر اوسه درې پاکستاني او يو افغاني طالب وژل شوي دي.