د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په مدار مدار يې منافقت راټوکیږي.

میرویس
03.04.2014

ګرانو وطنوالو، سلامونه مې ومنئ.
کله چې د پاکستان طالبانود حکومت سره مذاکرې پیل کړي، د خپل ازلي منافقت پر بنایې پرحکومت باندې د زور اچولو په مقصد ډیرې خونړۍ حملې وکړې او څه باندې شل عسکر یې هم چې ددیو سره بندیان ووو وژل.

د حکومت چې د صبر کاسه لبریز شوه، نویې بمباري پرې وکړه، په لسګونو یې پکې ووژل او نور یې تیت پرک کړل. طالبانو چې زور ولید نو یې د مجبورې ورځې بې قید اوشرطه یوه میاشت اوربند اعلاکړ او ذمه یې ووهله چې په خبرو اترو کې به جدې کیږي. اصلاًطالبانومنافقت وکړ او پدې ترتیب یې وخت صرفه جویي کړ.

اوس چې په جنوبي وزیرستان کې حکومت د مسودو شپاړس تنه بندیان آزاد کړي، طالبانو بله دسیسه روانه کړیده. دوی وایي چې د طالبانو په مشر تابه کې د اوربند په تمدید کولوکې اختلاف لویدلئ دئ.

دا دطالبانو د منافقت بله دسیسه ده چې د صلحې د خبرو اترو د شنډولودپاره یې جوړه کړیده. طالبان اصلاً صلحه نه غواړي، ځکه چې که طالبان د حکومت سره صلحه وکړي، د دوی ملوک الطولیفي به ورسره ختمه شي. طالبان په بې امنۍ، ګډوډۍ،د ولس په کمزورئ او د خلکو په قتال او د اسلامي احکامو ترپښو لاندې کولو کې خپله بقا لټوي.
آلله جل جلاله به ددوی د اعمالو پاداش ورکړي.
http://www.voadeewaradio.com/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more